د لاحول ولا قوة الا بالله زور مو ليدلي؟

عرفان اسدخيل
د مالك الاشجعي ځوي عوف نبي عليه السلام ته ورغی او ويې ويل: د جنك نه ټول بيرته راغلل خو زما ځوي تر اوسه رانغی.
هغه صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته او ميرمن دې د (لاحول ولاقوة الا بالله) ذكر وكړئ.
عوف او ښځې يې ټوله ورز ان تر شپې پورې دغه ذكر وكر، چې بالاخره دروازه ټك ټك شوه، ګوري چې ځوي يې په دروازه کې ولاړ دی او يو شمېر پسونه هم ورسره دي.
پلار يې د ورکېدو په اړه پوښتنه وكړه؟
ځوي يې وويل: زه نيول شوی وم، بندي وم او په هتكړيو زولانه شوی وم، كله چې شپه شوه، نو د تښتېدو هڅه مې وكړه، خو بريالی نه شوم.
په فکر کې کېناستم او کتل مې، چې د زولنو كړۍ مې ورو ورو پراښېدلې چې بالاخره مې پښې او لاسونه خلاص شول او دا پسونه مې هم په غنيمت راوستل.
عوف په منډه رسول الله ته ورغی چې خبر يې كري، خو رسول الله ص ورته وويل، چې ستا د ځوي باره كې الله تعالي لاندېنی ايت کريمه نازل كړی، چې {وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا} [الطلاق: 2- 3].
يعنې سوك چې د الله جل جلاله نه ووېرېږي نو د مشكل نه د وتلو لار به ورته پيدا كړي او دومره روزي به وركري چې ګمان به يې هم نه وي.



