په تیر پسې……….
دغو دوستانو د دې نه مخته هم څو ځلې دغسې غوښتنې کړې وې خو د هغه له اړخه د هغوی هره غوښتنه رد کیدله. خو دا ځل میړني نواب د خپلو نژدې دوستانو دا سلا و نه ځنډوله او شهزاده ته یې یو لیک ور ولیږه چې په کې راغلي وو:
«د پلار د سترګو تور او د زړه ارامه!
که چیرې تاته د هغه ځای د شاوخوا د مفسدو او بدکارو ته د سزا ورکولو څخه ډاډ تر لاسه شوی وي، نو د خپل پلار سترګو ته دې په خپل راتګ سره رڼا ور وبخښه او که چیرې نورو ځواکونو ته اړتیا لرې نو بیا د هغې په اړه راته خبر راکړه.»
ډاکتر دراني په خپل کتاب کې د شهزاده ټیپو په نامه د حیدرعلي خان د لیک په اړه ډیر تفصیلات ورکړي، چې یادول یې ډیر اړین دي، ځکه ددې لیک څخه دا هم ډاګیزه کیږي چې نواب بهادر د همدې لیک او د امیرانو او مصاحبینو د اصرار په واسطه خپل ځوی شهزاده ټیپو ته ټوله واکمنی ورسپارلې وه. لکه چې لیکي:« که چیرې ته د هغې سیمي د امن څخه ډاډمن شوی یې، نو د پلار سترګې دې په خپلو کتلو سره روښانه کړه، د دې نه مخته په ډیره ژوره توګه د ټولو امورو څارنه وکړه چې آیا هلته د نورو فوځونو د ورلیږلو اړتیا شته او که نه؟ که چیرې اړتیا ورته ولرې نو د خپلې بسپني لپاره نور ځواکونه در وغواړه.
ته مو د سلطنت د امورو واکمن ګرځولی یې، په دې خاطر د سترګو د رپ په اندازه هم د سلطنت په امورو کې غفلت او بي پروايي ونکړې.»
کله چې شهزاده ته د خپل پلار حیدر علي خان دا لیک ور ورسید نو هغه وخت هغه په «پالاګاټ» کې د انګریزانو په مقابله کي په جنګ کې مصروف وو.د انګریزانو د لښکرو سالار ان همبر سټن او کرنل روز لینګ وو. پدې وخت کې دښمن په «پالاګاټ» باندې واکمن وو.د۱۷۸۲کال د نومبر په شلمه شهزاده په همبرسټن باندې دومره زور راوست چې هغه یې شاتګ ته اړ کړ. هغه په شا تلو تلو کې د «پونانی» دریاب غاړو ته ورسید، هلته د رسیدو سره سم همبرسټن د یو چال او فریب څخه کار واخست او د شهزاده ټیپو ځواکونه یې په خپله محاصره کې راوړل.
پدې وخت کې د شهزاده سره د فرانسوي فوځونو یوشمر د سردار «موسیولال» په مشرۍ کې هم موجود وو. دې دواړو هڅه وکړه او د دښمن محاصره یې ماته کړه، د دې وروسته شهزاده د خپل پلار د کتلو لپاره تیار شو. په همدې وخت کې هغه ته د خپل پلار له اړخه لیک هم ور ورسید، په دې اساس یې د دسمبر په دولسمه خپل لښکر راوست او د میسور په لور روان شو .
ویل کیږي چې هغه وخت چې حیدري ځواکونو د «ارکاټ» کلا لکه کړه نو د «والاجاه محمدعلي» ټول امراء او د دولت اراکین یې بندیان کړل او د حیدر علي خان تر مخه یې راوړل.
په دې نیول شوو کسانو کې «اچناپنډت، ارشدبیګ خان، چشتي یار خان، سید حمید خان، تبنونائر، او میر صادق علي ….شامل وو. دې خلکو د حیدرعلي خان څخه د بخښني غوښتنه وکړه او د میسور سلطنت ته یې د خپلو خدمتونو درکولو وړاندیز وکړ.
حیدر علی خان نه یوازې امراء وبخښل بلکه ټولو ته یې عامه بخښنه اعلان کړه. د «والاجاه» په دې امراو کې میرصادق نومې یو کس هم وو چې ډیرغوړه مال، چالاکه ، ژبه ور، کینه ناک او چاپلوس انسان وو. میرصادق د دکن د نظام د درباري امیر، میرعالم، ورور وو. خو دا راز تر اخري وخته پورې چاته څرګند نشو. میرصادق په حیدرخان باندي داسي غوړ ومښل او هغه یې هم د خپلې غولونې او مکر په جال کې داسي را ونغاړه چې ځان یی پرې د محصولاتو ستر افسر و ټاکه.
د حیدر علي خان د مړینې خبر تر یوه وخته پورې پټ وساتل شو، خو دا خبر شهزاده ټیپو ته د ور رسیدو تر مخه سرنګاپټم کې خپور شو، هلته د سلطنت اراکینو د شهزاده ټیپو کشر ورور شهزاده کریم په تخت کیښناوو.
ویل کیږي چې هغوی دا قدم د مصلحت په خاطر اخستی وو. خو ځینې بیا وایي چې د شهزاده کریم د په تخت کیناستو کې د «ارکاټ» توبه کوونکي امراء و، چې په سر کې یې میر صادق وو، لوی لاس درلود. هغوی داسې انګیرله چې د شهزاده ټیپو کنترولول به ورته اسانه نوي ، په داسې حال کې چې شهزاده کریم د یوه کمزوري طبیعت انسان دې او په اسانۍ سره کنترولیدای شي.
نور بیا…………


















