پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

حکومت د اچین پر غمیزې ولې چوپ دی؟

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
سپتمبر 29, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
7
ځلې شریک شوی
91
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 لیکنه؛ رحمت الله همراز

تېره شپه د امریکا هوايي ځواکونو د اچین ولسوالۍ په شډل بازار کې په یو کور د ډرون الوتکې بریدونه وکړل چې په ۱۸ عام وګړي شهیدان او ۱۳ نور ټپيان شول

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

ویل کیږي چې برید د عامه روغتیا ریاست د کارکوونکي په کور شوی چې تازه دم له حج څخه راستون شوی و او په کور کې یې ګڼ شمیر میلمانه لرل، چې خارجي عسکرو یې خوشحالي په غم بدله کړه.

مطبوعاتو هم تائيد کړه، چې برید کې عام وګړي شهیدان شوي دي؛ خو ولې تر اوسه ګد حکومت یې په اړه چوپه خوله دی او ددې لویې غمیزې په اړه د حکومت یو چارواکی هم خوله نه بیرته کوي.

په رښتیا چې د امریکايي او ناټو ځواکونو په شتون کې ګډوله حکومت هیڅ واک او اختیار نلري او حتی د عامه وژنو په اړه ترې یو نظر هم نشي پوښتلی.

ملت ته لا ډيره روښانه شوه، چې هیواد مو پردی شوی او پر ګدۍ کینول شوي چارواکي د امریکا په لاس لکه نانځکې لوبول کیږي او د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په فکر کې یې سره په جنګ اچولي دي.

نو په دې هېواد کې بیا مونږ کله هم د خپلواکۍ دعوه نشو کولی، چې واک او اختیار د بل په لاس کې وي، مشورې او فرمانونه د بل په لاس کې وي، نظامي او ملکي چارې د بل له اشارې پرته هیڅوک هم نشي تر سره کولی او که په چارواکو هم لاس بر کوي څوک یې په اړه سوڼ هم نشي کولی.

مونږ په حکومتي چارواکو غږ کوو چې د اچین ولسوالۍ د قتل عام عاملین دې محاکمه کړي او له دوی سره دې د قانون تر حکم لاندې معامله وکړي.

اشرف غني چې خورا پست فطرت، د سست او غلام طبیعت خاوند دی لا یې امریکايي بدماشانو ته د هوايي عملیاتو د پراخولو اجازه ورکړه او په دې سره یې د افغانستان د مسلمان ملت سره خپله کلکه دښمني ښکاره کړله.

بلخوا د ملل متحد د حقوق بشر دعوه داران هم تر پوښتنې لاندې راځي چې ولې د امریکايي عامه او ډله اییزو وژنو په اړه یوه خبره هم نه کوي، د ملکي وګړو وژنه چې اوس په ښکاره توګه معلومه شوه د امریکا لخوا ترسره کیږي حقوق بشر ته هم واک نشته چې د امریکايي بدماشانو په خلاف څه ووايي.

همدارنګه د ښځو د حقوقو علمبرداران هم نه وايي چې په دې برید کې د کور مظلومې او بې ګناه میرمنې هم په شهادت ورسیدې، دوی نه وايي چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې شول، نو ایا که دا کار طالبانو کړای وای نو دې پيښې ته به يې څومره ډنډورې غږولای؟

نو معلومه ده چې صلیبي نړۍ په دې هيواد او همدارنګه په ټولو اسلامي هیوادونو کې د مسلمان وژنې پروسه پيل کړې ده او تش په نوم مسلمانان او بې دینه کړۍ هم په دې قتل عام کې له ځانه سره شریک کړي دي.

زه خو وایم چې دا څو د ګوتو په شمېر طالبان دې خدای جل جلاله ورته ژوندي لري چې په دوی یې هم رڼا ورځ توره شپه ګرځولي وي، که دا نه وای بیا به مو څه حال و؟

د هېواد حکومتي چارواکو ! تاسو دا حالت په خپلو ځانونو اټکل کړۍ، تاسو نن ولې چوپه خوله یۍ، مدني فعالانو! ستاسو په اند دا یوه غمیزه وه او که نه وه؟

د ښځو د حقوقو مدعیانو! راشۍ وګورۍ امریکايي چپاولګرو په اچین کې په لسګونو ښځې او ماشومان په فاسفورس بمونو وسوځول، نو تاسو د ښځو کوم ډول حقوق غواړۍ؟

د پښتنو مشرانو! تاسو ولې چوپه خوله یۍ، که تاجک یا ازبک وژل شوی وای چیغو به یې کابل لړزولو؛ خو نن د پښتنو په کور ماتم دی، راشئ د ډرون په وحشي بمباریو مړه پښتانه مو وګورئ! لږ تر لږه د یو لاریون حق هم نه لرۍ؟

که تاسو ټول چوپه خوله یۍ نو بیا ګیله مه کوۍ او ځانونو ته شهیدان مه وایاست! مونږ ټول به مو جنازې هم ونه وینو او ستاسو د هرې لارې څارنه به وکړو تر څو مو د وروستۍ ریښتنې محکمې حکم ته وسپارو.

د اچین مظلومو شهیدانو ته دې خدای جل جلاله جنت الفردوس نصیب کړي او پاتې وارثانو ته یې د صبر جمیل غوښتونکی یم؛ هو مظلوم حاجي صاحبه! مونږ تاته ډير ټيټ سترګي یو چې عاملین مو تر محکمې نشو راکش کولای، مونږ ستا شهیدانو ته نشو کتلای، تاسو مظلومان یاست، ستاسو ارمانونه د وخت فرغون په اور وسوځول، مونږ ستاسو د غچ په اړه هرې فربانۍ ته تیار شو، مونږ پوه شو چې د هیواد ټولو چارواکو ستا په غمیزې هیڅ پروا ونکړه، مونږ به هم دوی ته په هر ډول سزا ورکولو کې سستي نه کوو.

یادونه: په کابل ټکي کام کې نشر شوې لیکنې د لیکوال خپل نظر څرګندوي د ادارې توافق ورسره شرط نه دی، تاسو هم کولای شۍ چې خپلې لیکنې، نظرونه او ادبي پنځونې مو په لاندې ادرس مونږ ته راولیږۍ.

kabullnews@gmail.com

مخکینې مطلب

دښکلا وحي

بل مطلب

اشرف غني او حکمتیار د سولې تفاهم لیک لاسلیک کړ

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com