(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۸) الماس خدرخېل
د کشمير په لانجمنه ګډه پوله کې د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ په نښته کې ۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.
د پاکستان پوځ وايي، چې هندي ځواکونو تېره شپه د دوی په سرتېرو ډزې وکړې، چې وروسته بيا نښته رامنځته شوې او پکې ۲ تنه سرتيري ووژل شول او ۹ تنه نور ټپيان شول.
په عین حال کې هندي لوری بیا پاکستاني ځواکونه په ډزو تورن کړي او وايي، چې د سرحد په کرښه د دوی په پوځيانو لومړی بريد پاکستاني پوځ کړی.
د هندي ځواکونو د عملياتو مشر جنرال رنبيرسنګ رسنيو ته وويل: لومړنی بريد د پاکستان له لوري وشو چې وروسته دوی ځوابي بريد وکړ.
هغه زياته کړه، دوی معلومات درلودل چې يوه ډله په هندي سرتيرو برید کوي، چې مونږ يې مخه ونيوله.
بايد وويل شي، تېره اونۍ د هندي کشمير په يوې پوځي اډه بريد کې لږ تر لږه ۱۸ هندي پوځيان ووژل شول، چې پړه يې پر پاکستان واچول شوه، خو پاکستان دا تورونه بې بنياده وبلل.


















