د حکمتیار صیب تازه وینا ته یوه لنډه کتنه

تبصره : ډاکټر آصف ( دکابل ټکی کام همکار)
حکمتیار صیب چې له پخوا نه په دې شهرت موندلی چی هغه په تیوري ډول خورا اصولي خو پرکټیکلی د متزلزلو موقفونو درلودونکی دی، دا کوم تور او تهمت نه دی بلکه تاریخ پرې شاهد دی.
د کمونستانو په وړاندې د جهاد په دوران کې د ټولو جهادي ګوندونو سره په ټولو ولایاتو کې له داخلي جګړو نیولې له جمعیت سره تر روغې جوړې او بیا جګړې کولو،
به کونړ کې د مولوي جمیل الرحمن د جماعة الدعوة الی القرآن و السنة له ګوند سره تر جګړو او بیا انتخاباتو او تر انتخاباتو وروسته یو ځل بیا د جګړو پیل،
د مولوی خالص، مولوی جلال الدین حقاني په څیر برجسته دیني عالمان د ده د خودخواهۍ او جګړه مار خصلت له کبله جلا کیدل؛
د حزب اسلامي د ټولې اجرائیه شورا په ګډه استعفا ورکول،
له احمد شاه مسعود سره په سروبی کي روغه جوړه کول او بیا جګړه پیل کول،
له جنرال دوستم سره د جنګ جنګ تا ختم ګلم جم تر عنوان لاندی جګړې او بیا ورسره هماهنګی شورا جوړول،
له ایران سره نږدې اړیکې پالل او بیا له ایران نه په تیښته تښتیدل او یو ځل د ایران پسی تبلیغات پیل کول،
د پاکستان سره نږدې اړیکې او بیا له پاکستان نه ایران ته تیښته او هلته بیا په پاکستان پسې تبلیغات کول،
د کرزي او اشرف غنی حکومتونه د صلیبی یرغلګرو لاسپوڅي ګڼل او نن ورسره روغه جوړه کول،
خپل معاون قاضی محمد امین وقاد ورنه خفه کیدل، په پروان کې یې نږدی قوماندان استاد فرید مروریدل او بیرته مسعود او جمعیت ته ورتلل،
طالبانو ته وروڼه ویل او نن ورته دښمنان ویل،
او بالآخره قسم خوړل چی تر څو یو امریکایی فوځی هم په افغانستان کې موجود وي نو وسله به پر ځمکه نه ږدي، د ډاکټر عبدالله معاون خان محمد، سباوون، قطب الدین هلال، او داسې نور په سلګونو مشران ورڅخه خفه کیدل او د کرزی او اشرف غني له حکومت سره یو ځای کیدل،
تر پرونه دی حکومت ته مرتد حکومت ویل او نن ورته د افغانستان جمهوریت ویل، او دې ته ورته داسې نور ډیر ضد او نقیضې ویناوې او اعمال یې چې دلته نه ځاییږي او یو ستر کتاب لیکلو ته اړتیا پیدا کوي.
له دې ټولو اوس دلته تیریږو، یواځې د هغه په ننیو هغو ویناو تبصره کوو چې نن یې د ویډیو له لارې په ارګ کې د تسلیمۍ په غونډه کې غونډه والو ته واوروه.
حکمتیار صیب د خپلې وینا په پیل کې د سورة الأنفال ۶۱ آیت ولوستلو چې:
وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ() الانفال: 61
چې ترجمه دا ډول ده:
او که میل وکړي کفار سولې ته، ته هم میل وکړه سولې ته او توکل وکړه په الله بیشکه چې هغه اوریدونکی او ښه عالم دی.
(که میل وکړي کفار سولې ته)، یعنی د حکمتیار صیب اشاره په دې آیت سره اشرف غني او د هغه حکومت ته کافر ویل دي. او د کافر سره سوله هغه وخت جایز ده چې اسلام پکې عزیر او کفر پکې ذلیل وي خو دلته موضوع بر عکس ده، چې د حکمتیار صیب د وینا په وروستنیو برخو کې ښه څرګندیږي چې وروسته پرې تبصره کوو.
خو حکمتیار دا آیت لوستو خو د سورة البقرة لاندې آیتونه یې له یاده ویستلې وو چې د ده په شان خلکو په باره کې الله تعالې رانازل کړي دي:
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِى الْحَيَواةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَى مَا فِى قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ (۲۰۴) وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِى الاْرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لاَ يُحِبُّ الْفَسَادَ (۲۰۵) وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ (البقرة۲۰۶)
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (۲۰۸) فَإِن زَلَلْتُمْ مِّن بَعْدِ مَا جَآءَتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُواْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (البقرة۲۰۹) هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن يَأْتِيَهُمُ اللَّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلَائِكَةُ وَقُضِىَ الأَمْرُ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الأُمُورُ(۲۱۰)
ژباړه: او ځینې له خلکو څخه هغه څوک دي چې د دنیا په ژوندون کې د هغه خبرې تا په تعجب کې اچوي او دی الله شاهد ګرځوي په هغه شي چی د ده په زړه کې دي حال دا چی دا په جګړه او عداوت کې ډیر سخت دی، او ای محمده ص کله چې له تانه بیرته وګرځي نو په ځمکه کې ګړندی ګرځي د دې دپاره چې په ځمکه کې فساد وکړي، کښت او ساکښان تباه کړي، حال دا چې الله فساد نه خوښوي او کله چې ده ته وویل شي چې له الله نه وویریږه، دی غرور او کبر ونیسی، نو ده لره دوزخ بس دی، او دا هرومرو یو بد بستر دی.
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، په اسلام کې پوره ننوځۍ او د شیطان د قدمونو پیروي مه کوئ، بیشکه دا تاسې لره ښکاره دښمن دی، نو که بیا تاسې وروسته له هغې چې تاسې ته ښکاره معجزې راغلې وښوییدئ، نو وپوهیږۍ چې بیشکه الله ډیر غالب او د لوی حکمت والا دی.
دوی انتظار نه کوي مګر دې ته چې راشي دوی ته عذاب (د الله پاک عذاب په سیورو کې له وریځو څخه او راشي دوی ته د عذاب پریښتې) او خلاص شي د دوې د هلاکت کار او خاص الله ته بیرته ګرځول کیږي ټول کارونه.
د حکمتیار صیب د ټولې وینا په اړه لیکنه او سالم نقد وخت ته اړتیا لري، د هر هرپرګرراف باندې په نقد کولو سره ډیری مخونه ډکیدای شي. خو فعلا به د هغه د وینا پر یو څو مهمو نکتو باندې تبصره وکړو څو لوستونکی پرې قضاوت ورکړي. هغه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل:
(د دولت له ټولو مخالفينو غواړو چي له دې بهير سره يو ځاى شي، خپل اهداف له سوله ييزي لاري تعقيب كړي، كه دا اهداف د پاته بهرنيو ځواكونو وتل وي، كه د اوسني حكومت پر ځاى بل حكومت جوړول او كه د اسلام پلي كېدا او د عدالت تأمين.)
د حکمتیار صیب په پورته خبرو کې یوې خبرې ته ځیر شئ چې وایی: خپل اهداف له سوله ییزې لارې تعقیب کړې، که دا اهداف …… او که د اسلام پلي کیدا!!!
د حکمتیار صیب له دې خبرو معلومیږي چې تیر څلور لسیزې جهاد او مبارزه د ده اشتباه وه ځکه چې باید د اسلام پلي کیدا یې له سوله ییزه لارې تعقیب کړی وای، نو معنی دا شوه چې دا څلویښت کاره مبارزه، شهیدان، یتیمان، بندیان، معلولین وطن ورانیدل، مهاجرتونه دا ټول یوه اشتباه وه. او رسوله الله ص خدای مکړه باید د اسلام پلي کیدا د سوله ییزی لارې نه تعقیب کړی وای نه د جهاد او وسله والی مبارزې له لارې.
حکمتیار صیب همدا راز وایی:
په اوسنۍ بڼي كي د جنگ دوام د افغانانو په گټه نه بلكي د دوى د كورنيو او بهرنيو دښمنانو په گټه دئ، نور نو په جنگ كي يوازي افغانان وژل كېږي او د افغانانو وطن ورانېږي.
د حکمتیار صیب مطلب دا دی چې دی پخپله جنګ کوي نو هغه د افغانانو په ګټه دی او که بل څوک یې کوی نو هغه د افغانانو په ګټه نه دی بلکه د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په ګټه دی، که د حکمتیار صیب په جنګ کې څوک وژل کیږی نو هغه افغانان نه وژل کیږي او نه وطن ورانیږي خو بل څوک یې کوی هم وطن ورانیږي او هم افغانان وژل کیږي.
بل ځای کې حکمتیار صیب وایی:
چي اسلام هم د جنگ په اړە موږ ته لارښوونه كړې هم د صلحي په اړە، پيغمبر عليه السلام هم جنگ كړى هم سوله، موږ غواړو د خپلي مبارزې په هري برخي او هر پړاو كي د اسلامي لارښوونو مطابق عمل وكړو، غواړو افغانان د سولي په ډگر كي داسي مخكښ وي لكه په جهاد كي چي مخكښ ول.
اسلام مسلمانانو ته هغه مهال چې کفار د هغوی ټاټوبي ته ورننوتي وي څه امر کوي؟ معلومه خبره ده د چی د نفیر عام امر کوي یعني په ټولو مسلمانانو جګړه فرض عین ده، او هیڅوک پکې معاف نه دې آن چې زوی د پلار له اجازې پرته دغه جنګ ته تللی شي، او د سولې امر یې هلته کړی دی ، الله تعالی فرمایی: قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الاْخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُواْ الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ(سورة التوبة ۲۸)
له هغه چا سره جګړه وکړئ چي په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري، او هغه څه حرام نه ګڼی چی الله او رسول یې حرام کړي، او په حق دین باندی نه متدین کیږي، له اهل کتابو نه، تر دی چی جزیه ورکړي په خپل لاس او دوی ذلیل وی.
سوله هغه مهال ذلیله وي چې کفار ذلیل وي او مسلمان په عزت او د غلبې په حال کې وي، حکمتیار صیب د خپلې وینا په پیل کې په یوه آیت کې خپل مقابل لوري ته اشاره کړې چې ګوندې هغه له کفارو سره روغه کوي، نو که له کفارو سره روغه کوي نو باید په داسې حال کې یې وکړي هغوي ذلیل وي او مسلمانان د غلبې په حال کې ، خو فعلا ګورو چې مسله بر عکس ده.
بل ځای کې وایی:
دې ته بايد متوجه وو چي بهرني ځواكونه وتل خو د كندز وروستيو جگړو پاته كړل.
د حکمتیار صیب دا خبره ډیره د شرم نه ډک پیغام دی چی خپلو مجاهدینو ته یې وړاندې کوي، د دې معنی داده چې مجاهدین باید هغه ستر بریدونه ونکړي چې د دښمن موران پرې ضعیفه شي بلکه واړه واړه بریدونه ترسره شي. د مجاهدینو سترو فتوحاتو ته په دې نظر کتل حکمتیار صیب ته د ستر شرم خبره ده. چې تبصره کول هم پرې نه ارزي.
حکمتیار صیب دا هم وویل چې:
(بل لوري ته گورو چي امريكا وتوانېده د عراق په څېر ځواكمن هېواد په څو اونيو كي ونيسي، عراقيانو مقاومت وكړ، څو كاله وجنگېدل؛ موفق نه شول امريكايي ځواكونه په جنگ سره له عراق وباسي خو د پارلمان په يوې پرېكړي سره ئې امريكا دې ته اړہ كړہ چي له عراق ووځي خو بيا كورنيو جگړو امريكايي ځواكونه بېرته عراق ته ستانه كړل)
د دې معنی داده چې امریکا هیڅ ملامته نه ده چې په عربي هیوادونو او افغانستان کې یې مداخله او یرغلونه کړي، بلکه دا د دی هیوادونو د پرګنو غلطي ده چې جګړه کوي نو ځکه هلته امریکا ورځي او امریکا څوک په زور نشي ویستلای، بلکه د پارلمان د پریکړې په زور یی ویستلای شي، خو حکمتیار صیب له دی نه غافله دی چې امریکا د هغه پارلمان په امر له اشغال شویو هیوادونو نه ووځي چې امریکا په دې مطمئنه شي چې پارلمان په پوره معنی پخپله امریکایی شوي وي او د امریکا له خوښی سره سم حکومت چلوي.
حکمتیار صیب بل ځای کی فرمایی!!!
د پوستو او ولسواليو لاس په لاس كېدا او د دا راز جگړو د هري پېښي په ترڅ كي د سلگونو بې گناه افغانانو مرگ ژوبله؛ نه له عقلي پلوه معقوله تگلاره ده او نه له شرعي پلوه جائز عمل.
د حکمتیار صیب د خبرو نه معلومیږي چې دی او د ده حزبی مجاهدین پخوا هم بې عقل وو او هم د شریعت له پولو تیر شوي وو چې د دښمن پر پوستو او ولسوالیو یې جګړې کولې.
دا محترم بل ځای کی وایی:
كه ښارونو ته ننوتلو په اړہ د بل اجازې او موافقې ته ضرورت لرو نو غرونو ته خو د ختلو لپاره داسي اجازې او موافقې ته هم ضرورت نه لرو.
خو له دې غافل دی چې: که یو ځل ښاروونو ته ننوتلې نو بیا به له ښاره څه ډول ووځې، که څوک بیا وتلای شوای نو د تاجکستان د نهضت اسلامي مجاهدینو او مشرتابه به نن په زندانونو کې نه وو پراته.
بل ځای کی وایی:
د ښاغلي ملا محمد رسول تر مشرۍ لاندي د اسلامي امارت د عالي شورى له هغه دريځ مننه كوم چي د سولي د معاهدې ملاتړ ئې اعلان كړ، هيله ده د طالبانو نوري ډلي هم دا لار غوره كړي.
د طالبانو د یوه ضعیف او منحرف شوي او ابن الوقت شخصیت او له داسی انسان نه چې اقوال او اعمال یې د حکمتیار صیب له متزلزله پالیسیو سره ورته والی لري موقف نه مننه کوي او هغه ته د اسلامی امارت د عالی شورا!! په نوم یادونه کوي، چې دا هم د حکمتیار ضعیفه شخصیت روښانه کوي.
بل ځای کې د ملت په سترګو کې خاروې شیندي او وایی چې:
سوله كه تر جنگ گران كار نه وي نو آسان خو هيڅكله نه دئ.
هر سړی پوهیږي چې غوا توره پۍ یې سپینې، څوک وایی چې سوله تر جنګ سخت کار دی، هیڅ سالم عقل دا نه مني، په جنګ کې وژنې دي، ټپی کیدل دی، ورانیدل دي، مهاجرتونه دي، لوږې تندي دي. بربادي ده، خو برعکس په سوله کې، مزی دي چړچې دي، تمې دي، شنه او سره باغونو خوبونه لیدل دي، بلډنګونه دي، فیشني موټرې دي، ژوند دی، پیسې دي او داسې نور.
بل ځای کې په ببولالو سر کیږي او وایی:
هغه چي پر اوږە ئې د پرديو ټوپك دئ، په شاجور كي ئې د پرديو كارتوس، د جنگ او سولي پرېكړە ئې د پرديو په لاس كي ده، تر هغه جنگېدى شي چي پردي ئې اكمال كړي، جنگ ئې له افغانانو سره دئ، داسي جنگي تگلاره ئې غوره كړې چي كه د دوى په جنگ كي زر وگړي مري نو 999 ئې افغانان وي او احياناً يو ئې بهرنى، دوى ته وايو: داسي جنگ نه د عقلمنو جنگ دئ او نه د مؤمنو مجاهدينو جنگ.
که له حکمتیار صیب نه وپوښتنو چې دا تر اوسه دا ستا پر اوږه ټوپک او درسره شاجور راو کارتوس د چا وو؟ د پلار نیکه نه درته په میراث پاتې و؟ او که امریکا، چین، او عربي ملکونو درکړي وو. دا خو همدا ته وې چې تر هغې وجنګیدې چې پردیو اکمالولې، اوس چې اکمال ختم شو نو برحق جنګ دې بس کړ، او آیا تره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل، او ډاکتر نجیب افغانان نه وو چې ته ورسره جنګیدې، کله چې روسان ووتل نو ته له افغانانو سره نه جنګیدې؟؟؟ په هغی جنګ کی خو سل په سلو کی افغانان وژل کیدل، نو آیا ته هغه مهال عقل له لاسه ورکړی و؟ او ایا رسول الله د مکې له خلکو سره چې خپل قوم او خپل تره یې هم پکې وو نه جنګیدو؟ دا جنګ د کفر او اسلام جنګ دی د افغانانو او نورو.
په لاندې وینا سره حکمتیار صیب خپل پخوانی ترسره کړی څلویښت کلن جهاد او مبارزه له جاهلیت سره تشبیه کړې ده او فرمایي چې:
رسول الله صلى الله عليه و سلم د مكې له فتحي وروسته په خپلي لومړۍ خطبې كي د جاهليت د دور ټولي ويني او له مخي ئې انتقام او غچ اخيستل لغو اعلان كړ.
حکمتیار صیب ایران او پاکستان ته اشاره کوي ، دا هغه هیوادونه دي چې حکمتیار صیب له دې هیوادونو نه د خپل هیواد پر خلاف پوره څلویښت کاله وسله واله مبارزه کړې داسې وایی:
(د افغانستان هغو گاونډيو ته چي د جنگ پر دوام پانگوني كوي؛ وايم: د افغانانو له مزيد ځورولو او وژلو او د افغانستان له ورانولو لاس واخلئ. خپلي گټي د افغانستان د جنگ له دوام سره مه غوټه كوئ، زموږ له وران او جنگ ځپلي هېواد د خپلو سياسي، نظامي او اقتصادي رقابتونو دائمي ډگر مه جوړوئ)
په دې معنی چې تر څو چې افغانان مو زما په لاس مو ځورول او وژل هغه خیر دی خو مزید یې مه ځوروئ او مه یې وژنئ. او تر اوسه مو چې سیاسی او نظامي ګټلو لپاره له افغانستان نه اډې جوړولې هغه موقتې وي خو اوس یې دایمی کوئ مه.
په لاندې وینا سره حکمتیار صیب خپل ځان ته اشاره کوي او وایی:
- پر پرديو ځواكونو متكي ډلي د خپل ولس او هېواد دښمنان دي.
محترمو لوستونکو! آیا همداسې نه وه!!!
پخوا به حکمتیار صیب د خپلو ویناو او مقالو په پای کی د اسلام زنده باد شعار ورکولو خو دا ځل یې له دغه شعار سره مخه کړې او یواځې په لاندې شعار سره یې اکتفا کړې چې دا د څه معنی لرلای شي؟
سرلوړي او بريالي دي وي افغانان
خپلواك او آزاد دي وي افغانستان
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته
حكمتيار
ميزان 1395



