له حکمتیار صاحب څخه خپل او پردي افکار ګډوډ شوي

ډاکټر عبدالله عاطف
کابل
د ۱۳۹۵ د تلې د میاشتې پر اتمه د پنج شنبې په ورځ د ملي وحدت حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې معاهده لاسلیک شوه.
که څه هم له دې څخه مخکې به د اسلامي حزب ډیر کم پلویان داسې وه، چې د ملي وحدت په حکومت کې به یې عملاً ونډه نه لرله؛ خو نورو ټولو اسلامي حزبیانو په یاد حکومت کې لوړ منصبونه درلودل او لري یي؛ خو یاده په نامه د سولې معاهده د ډیرو نورو اهدافو لپاره وشوه چې یو هدف یې کیدای شي طالبان د سولې لوري ته میلانول هم وي.
دیادې معاهدې د لاسلیکولو په غونډه کې د لاسلیک نه مخکې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمیتار د ویډیو له لارې وینا وکړه او ځینې نقطې یې داسي تعبیر کړې، چې د غرب له تعبیراتو سره یې ډیر کم تفاوت درلود. د یادو تعبیرونو څخه یې یو څو په لاندي ډول دي:
۱ـ جهاد په جګړې تعبیرول:
که د افغانستان اوسنی جهاد جګړه وبلل شي، نو رښتیا هم حکمتیار صاحب په خپل تعبیر کې صحیح دی، ځکه دې جګړې لسیزې په بر کې ونیولې، له میلیونونو افغانانو یې ژوند سلب کړ او باید چې افغانان ترې د ستړیا احساس وکړي؛ خو که دا جنګ د الله تعالی په لاره کې فرض جهاد وي او افغان ملت د اسلامي نظام د قیام، د شریعت د نفاذ، د ډیمکراسۍ د له منځه وړولو، د کفري لښکرو د ویستلو او د هیواد د آزادولو لپاره د یوه مهم شرعي عبادت په نیت روان کړی وي، نو بیا خو دغه اهداف لا تر اوسه هم نه دي حاصل شوي. نه اسلامي نظام حاکم شوی، نه هم شریعت نافذ شوی، نه ډیمکراسي له منځه تللې او نه هم کفري لښکري له هیواده وتلي او هیواد آزاد شوی. چې دا ټول اهداف ترلاسه شوي نه وي نو افغانان به ولې له دې شرعي في سبیل الله جهاد څخه ستوماني ښکاره کوي.
افغانان روان جنګ ته د جکړې په سترګه نه بلکې د شرعي فرض جهاد په سترګه ګوري، ځکه تر اوسه هم د اسلامي شریعت پر ځای د غرب له لوري تدوین شوی اساسي قانون پر هیواد حاکمیت لري.
د اسلامي نظام پر ځای کفري ډیمکراسي پر افغانانو حاکمه ده. د ((یوه)) مسلمان عادل حاکم پر ځای د امریکا له خوا ټاکل شوی د غرب ګټو ته ژمنو((دوو)) بې انصافه حاکمانو د هیواد سیاسي چارې په لاس کې اخیستي دي.
حکمتیار صاحب اوسنی جهاد د هغو ملحدو کمونستانو څخه په تقلید جګړه وبلله، چې هغوی لا تر اوسه د روس د سرو لښکرو په وړاندي فرض جهاد هم جهاد نه بلکې جګړه بولي.
که چیرې تیرو مجاهدینو د ملحدو کمونستانو د خبرې په تائید تیر فرض جهاد جګړه بللې وای او د روس په مقابل کې یې د فرض عین جهاد څخه لاس اخیستی وای، نن به د غربي اشغالګرو راتګ ته ضرورت نه و، نن به افغانان له یوه سره د کمونیزم د ملحدې عقیدې پیروان وای.
که اوس هم افغانان د امریکایي ایتلاف او د هغه د روزل شوي حکومت په مقابل کې فرض عین جهاد جګړه و بولي، لرې نه ده چې افغانان به د اسلامي نظام د حاکمیت پر ځای د ډیمکراسۍ د هغه تور نظام پر حاکمیت راضي شي، چې مسلمان ته د خپل دین څخه د بغاوت اجازه ورکوي. لور او زوی له پلاره او ښځه له میړه څخه باغي کوي او د مسلمانانو څټو ته د غلامۍ او حقارت همیشنی پړی ور اچوي.
۲ـ د اقتدار په نیت جګړه:
د حکمتیار صاحب بل تعبیر دا وو چې نوموړي د غرب په وړاندې اوسنی جهاد د اقتدار د ترلاسه کولو په نیت جګړه وبلله او په هر ځل به یې دا جهاد په جګړې تعبیراوه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تعریف له رویه د جهاد اساسي مقصد په نړۍ کې اعلاء کلمة الله ( د الله تعالی کلمې لوړول) دي، چې له امله به یې نړۍ هم له فساد او هم له مفسدینو څخه پاکه شي؛ خو پر نړۍ د اقتدار له درلودلو او یو منظم اسلامي حکومت له شتون څخه پرته د نړۍ څخه فساد او مفسدین محوه کول له هیڅ نګاه څخه ممکنه نه بریښي. همدا لامل وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې تر هر څه مخکې د اسلامي اقتدار او دولت بنسټ کښېښود.
مونږ دا نه وایو چې د ناروا اقتدار لپاره جکړه کول روا کار ده، یا!! داسي بالإتفاق حرامه ده؛ خو د اسلامي شریعت د تنفیذ لپاره د طالبانو مبارزه هیڅکله د ناروا اقتدار د ترلاسه کولو په نیت نه مخکې وه او نه اوس ده.
که د طالب مجاهدینو ننی جهاد فقط یو شعار او د ناروا اقتدار تر لاسه کولو لپاره جګړه وي، نو مخکې خو هم حاکمیت ددوی په لاس کې وو، خپل پراخ او مضبوط حکومت به یې د یوه مسلمان مجاهد او اسلامي برم د ساتلو لپاره نه قرباني کولای. که یې په هغه لومړي کې د تیرو منحرفو په نامه جهادیانو په ډول د غرب ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی وای او ملحد سیکولران او غربي ډیمکراتان یې په خپل حاکمیت را ګډ کړي وای، نن به یې هم حاکمیت وای او هم د حکمتیار صاحب په تعبیر اقتدار،نه به جګړې ته ضرورت وای او نه هم قربانیو ته.
خو داسي نه ده، لکه څنګه چې طالبان په لومړي سر کې د مفسدو پاټکیانو د له منځه وړلو او د اعلاء کلمة الله او اسلامي نظام د حاکمیت لپاره جهاد پیل کړی و، اوس هم پر خپل موقف ولاړ دي او د همهغه هدف لپاره خپل سپیڅلی جهاد پر مخ وړي.
۳ـ د افغانانو لپاره مهمې قضیې:
حکمتیار صاحب همدارنګه د خپلو څرګندولو په لړ کې وویل، چې د افغانانو لپاره مهمې قضیې د جګړې ختمیدل او ډاډمن امنیت دی؛ خو نور یې تفصیل ور نه کړ چې د کومې جګړې خمتیدل او څه ډول ډاډمن امنیت.
که د افغانانو لپاره مطلق د جګړې ختمیدل او مطلق ډاډمن امنیت مهمه قضیه وي، نو افغانانو خو هغه په خپل لاس له منځه وړي دي او وړي یې. که افغانانو د روسانو سره او د هغه نه مخکې څو وارې د انګریزانو سره جهاد نه وای کړی، هیڅکله به یې وطن په کنډواله نه بدلیدلای او هیڅ کله به یې په میلیونونو قربانۍ نه وای ورکړې.
انګریزانو او له هغې وروسته روسانو همدا غوښتل چې بې له مقامته افغانستان تر خپل اشغال لاندې راولي، دلته د اسلام ستنې چپه او هیواد ودان کړي؛ خو افغانانو د هیواد داسې وداني غوښتې چې تر څنګ یې د اسلام منارې هم لوړیږي.
افغانانو کولای شوای د غلامۍ پړی تر غاړه کړي او د ډاډمن امنیت تر سیوري لاندې د انګریزانو یا روسانو سره په صمیمانه فضا کې و اوسیږي؛ خو افغانانو هیڅکله غلامي نه ده منلې او هر وخت یې په وړاندی مبارزه ورکړې که څه هم د سر د قرباني کولو تر سرحده وي.
نن هم افغانان د داسې ډاډمن امنیت غوښتونکي دي، چې د اسلام چتر یې پر سر وي. افغانان هیڅکله د کمونیزم یا ډیمکراسۍ تر چتر لاندې د ډاډمن امنیت غوښتونکي نه وه، نه دي او نه به ان شاء الله په راتلونکي کې وي.
هغوی خو هر وخت د داسې ډاډمن امنیت په مقابل کې را پورته شوي او په وسله وال جهاد یې شروع کړې. افغانان که د ډاډمن امنیت غوشتونکي دي، نو یواځې او یواځې د اسلام د سیوري لاندې نه د کفري ډیمکراسۍ تر سیوري لاندي. د غرب لوی هدف دی چې روان جهاد څخه خلک منحرف کړي، ددې تر ټولو ښه لار یې غرب ته همدا کیدای شي چې د افغانانو دماغونو ته دا ور ورسوي چې نور افغانان د روانې مبارزې څخه ستړي شوي دي، نه دا جهاد جګړه ده او نه افغانان ورڅخه ستړي شوي دي.
۴ـ د روانې جګړې اساسي عوامل:
دا چې حکمتیار صاحب روان جهاد ته جکړه ویل، تر څنګ یې د هغې د ځینو اساسي عواملو یادونه هم وکړه.
هغه ویل چې دا په اصطلاح جکړه دوه اساسي عوامل لري چې یو یې داخلي او بل یې خارجي لامل دی. داخلي عامل یې د تیر په شان اقتدار ته د رسیدلو لپاره شیطاني هوس وباله. حکمتیار صاحب د یو وړوکي ټولګۍ یادونه وکړه چې زما په ګمان مراد به یې طالبان وه. هغه دا ټولی د پردیو له لوري، د پردیو په مټو، د پردیو په پیسو او د پردیو په وسلو جنګیدونکي و بلل.
که د افغانستان اوسنی جهاد د پردیو د ګټو، د پردیو په مټو او پیسو په زور بولي، نو پرونی جهاد خو هم د پردیو په مټو او پیسو او د پردیو د اهدافو لپاره و. امریکا خو د الله تعالی لپاره د مجاهدینو مرسته نه کوله، بلکې خپل مقاصد یې لرل؛ خو ګټه یې افغانانو ته ورسیدله که څه هم وروسته د حکمتیار او نورو تیرو جهادیانو له لوري په لغته ووهل شولې.
امریکا که د افغان مجاهدینو سره د خپلو اهدافو لپاره مرسته کوله، ددې معنی دا نه وه چې ګوندې افغانان د امریکا لپاره جهاد کوي. لکه څنګه چې یې روسانو ته د کافرانو په سترګه کتل، همدارنګه یې امریکایان هم کافران ګڼل. افغانانو تیر جهاد ته د یوه فرضي عبادت په سترګه کتل او د فرضیت سربیره یې ددې لپاره کولو چې هیواد یې د روسانو له خوا اشغال شوی وو.
افغان مجاهدینو یواځې په سرو لښکرو پسې نه وه را اخیستې، بلکې روسي کمونیستي افکار یې هم نه غوښتل په هیواد کې پاتې شي. همدا لامل وو چې د روسانو د وتلو وروسته یې هم جهاد پرې نښود او تر هغه یې دوام ورکړ چې د نجیب حکومت یې چپه او اقتدار یې تر لاسه کړ.
که چیرې زمونږ لمونځ، روژه، زکاة او یا حج پردیو ته ګټه رسوي نو ایا باید پرې يې ږدو؟ یا پریښودل یې هغه وخت لویه ګناه نه ده؟ که نننی جهاد هر څومره د پریدیو د ګټو لپاره وي، ددې معنی دا نه ده چې دا جهاد دې ساقط شي او یا دې پریښودل روا وي، نننی جهاد که د هر پردي په ګټه وي مونږ یې د خپل رب د رضی او د اسلامي شریعت د نفاذ لپاره مستقل عبادت بولو.
همدارنګه که نن له افغانستانه ۹۰٪ غربیان وتلي؛ خو غربیتوب او ډیمکراسي لا تر اوسه حاکمه ده. دا د فرض عین جهاد عبادت به تر هغو دوام لري چې دا دوې پلیتي پدیدې له منځه تللې نه وي، که په زرهاوو نورې افغاني ککرۍ هم خوري او د افغانانو ټول وطن پرې ورانیږي، که څه هم د افغانانو د خپل هیواد وراني نه لوریږي، خو د الله تعالی ددین لپاره دې تریخ غړپ تیرولو ته چمتو دي، ځکه افغانان تر خپل سر او وطن مخکې اسلام ته ترجیح ورکوي، ځان هم پرې تباه کوي او کورنۍ هم.
۵ـ د اهدافو تقیبول د سولیزي لاري:
حکمتیار د خپلو څرګندونو په لړ کې پر طالبانو هم غږ وکړ چې راسئ او خپل اهداف له سولییزي لاري حل اوفصل کړی او په اصطلاح له روانې جکړې لاس واخلئ.
نه پوهیږم چې د حکمتیار د خبرو د یو دمي تغیر لامل به څه وي، ځکه دی خپله څو لسیزي وړاندي دا لوړه کوي چې تر هغو به وسله پر ځمکه کښېنږدم او تر هغو به سنګر ایله نه کړم تر څو په افغانستان کې اسلامي نظام نه وي حاکم شوی.
که حکمتیار صاحب د سولې معاهده څو لسیزي وړاندې د ډاکټر نجیب سره امضاء کړې وای، کیدای شوای وروسته به د کابل شپیته زره عام مسلمانان په شهادت نه رسیدلای.
نجیب که کمونیست وو خو خپلې خاوري ته د نن په نامه ولسمشر په څیر خائن نه و، نه په هغه وخت کې روسانو په افغانستان کې حضور درلود نه هم د روسانو سره د تړون.
مونږ حکمتیار صاحب دده تیر ته په کتلو نه تلو، که نن حکمتیار صاحب د پردیو په لاس جوړ شوي حکومت سره د سولې معاهده لاسلیکوي، دومره خو دې ووایي، چې ما د ډاکټر نجیب سره د سولي د معاهدې په نه امضاء کولو کې تیروتنه کړې وه، هغه وخت خو بین الافغاني تفاهم ته له نن څخه څو چنده زمینه برابره وه. نن که دی له روان جهاد سره مخالف دی او په سولییزه طریقه د خپلو اهدافو کوښښ کوي، کیدای شي دا يې د اوسنۍ زمانې د منحرفو اخوانیانو څخه تقلید کړی وي.
هغه اخوانیان چې مخکې یې د اسلام ږغ او اسلامي سوچه عقیده په ټوله نړۍ کې خپره کړه؛ خو د سر کرده سپیڅلو اشخاصو د له منځه تللو وروسته د غرب په نظام کې ذوب شول او دلیل دا وایي، چې باید په سوله یزه توګه خپل اهداف تر لاسه کړو، لکه څنګه چې نني اخوانیانو د خپلو مشرانو له قربانیو سره خیانت وکړ، حکمتیار هم د تیرو ټولو هغه شهیدانو قربانۍ په لغته ووهلې چې یو وخت یې د حزب اسلامي په نوم د روسانو سره سپیڅلی جهاد کولو.
۶ـ د حزب اسلامي او حکومت د سولې مقایسه د حدیبې له سولې سره:
حکمتیار صاحب د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ دا سوله د مسلمانانو او قریشو تر منځ د حدیبې سولې سره مقایسه کړه.
په دې دلیل یې دا څرګندول، لکه څنګه چې د حدیبې سوله په ظاهر کې یو ډول، خو نیتجه یې بل ډول وه، کیدای شي د حزب اسلامي او حکومت تر منځ سوله چې ډیرو افغانانو ته د منلو وړ نه وه، هم د ظاهر په خلاف ښه نتایج ولري.
زما په فکر د حکمتیار صاحب څخه خپل افکار ګډوډ شوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی پیغمبر وو او هغه د وحې له لارې د هر کار په عواقیبو خبر و؛ خو اوس شریعت ظاهر ته ګوري او بیا د هغه په رڼا کې قضاوت کوي.
د حزب اسلامي د سولې معاهده د تسلیمۍ نه بغیر په بل هیڅ شي نه شي تعبیر کیدلای. نننی حکومت د غرب له خوا جوړ، د غرب د خوا حمایه کیږي او د غرب د اهدافو لپاره کار کوي.
غربیان په علني ډول وسله او پیسې ورکوي، د هغوی ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب وايي او د هغوی د خوشحاله ساتلو لپاره د اسلام له احکامو تیریږي.
که حکمتیار صاحب ځان د امریکا دښمن بولي، نو آیا دده دا معاهده به امریکا ته په غیر مستقیم ډول تلسیمیدل نه وي. که امریکا درڅخه راضي نه وي او ورته تسلیم شوي نه یاست، نو ولې مو د هغه تور لیست څخه چې تا پکي د خپل نوم موجودیت د ځان لپاره افتخار بللی لیري کوي، ایا دا ددوی د مطابعت لوی دلیل نه دی؟
حکمتیار صاحب د ډیرو نورو نقطو یادونه هم وکړه خو د موضوع د پراخۍ له امله له هغو څخه تیریږم.
په اخیر کې حکمتیار صاحب ته د یو خواخوږي کشر ورور په صفت دا ویل غواړم چې اوس هم وخت شته، لا تر اوسه دې په بدن کې روح چلیږي، تر اوسه لا ملک الموت درته خپله څیره نه ده ښکاره کړې او لا تر اوسه دې په وړاندې د توبې ور خلاص دی، د الله تعالی په خاطر دا د سولې تر نامه لاندې د تسلیمۍ معاهده فسخ کړه او بیرته د تیر په څیر د ظالم غرب په وړاندې د جهاد سنګر ته لاړ شه. دا به ستا لپاره لوی سعادت وي او د مؤمنانو لپاره افتخار او ویاړ!
وَ مَا ذَالکَ عَلَی اللهِ بِعَزِیز
اللهم الرزقنا الإستقامة فی الدین


