جګړه پنځلس کلنه سوه

قاري خالد
امریکایي اشغال پنځلس کلن سو؛ له همغه دمه چې بش د صلیبي جګړې اعلان وکړ، تر دې دمه میلیاردونه مصرف د افغانستان په جګړه وسو، بلا ککرۍ ورغړېدې، بلا مېندې بورې سوې، بلا بچي وچوڼېدل، بلا شتمنۍ چور سوې، بلا ناویانې کونډې سوې او بلا زوانۍ د باروتو په لوګیو لولپه سوې.
په افغانستان کې روانه جګړه تنها د خولې لفاظي نه ده، چې یو څوک یې اسانه تفسیر کړي، دا جګړه چې څومره پېچلې ده هومره یې تر شاه خطرناک رازونه پنهان دي.
د کرزي د پای تر مودې پر دې جګړه ۱۰۴ میلیارد ډالر مصرف سوي، دا مصرف تنها پر پوځي برخه کې نه دی سوی بلکې په هره برخه او هره څانګه مصرف سوي، چې زیاته برخه یې د هغو خولو پر بندولو لګېدلي، له کومو خولو چې ددې جګړې د اصالت د ښکاره کولو وېره سته دی.
د’سیګار’ ادارې وروستی راپور وایي؛ د افغانستان سره د مرسته سوو ډالرو، شپېته سلنه یې غلا سوي.
یادې مرستې په رښتیا غلا سوي نه دي، بلکې قصدي توګه فساد سوي او امریکایي مهرو ته په لوی لاس سپارل سوي ترڅو د روانې جګړې د اهدافو د تطبیق لپاره وکاروَل سي.
روانه جګړه نېغ پر نېغه د غرب او اسلام جګړه ده او ټول تمرکز پر دې دی چې څنګه اصلي اسلام له منځه یوړل سي او پر ځای یې منحرف او منځلاری(امریکایي) اسلام تطبیق سي.
ددې جګړې په پیل کې بُش اعلان وکړ؛ مونږ به ترهګر! د مځکې له هرې سوړي راوکاږو، او نړۍ کې به مثالي امن قایم کړو.
جګړه پیل سوه، کلونه تېر سول مګر نه د بش وعده رښتونې سوه او نه نړۍ د امن ځانګو سوه بلکې نړۍ ته یې اور واچاوه او د نړۍ له هره کونجه یې د باروتو لمبې او بویونه پورته کړل.
د غرب هر ښار د هغو ماتو ـ ګوډو پوځیانو څخه ډک سو کوم چې د بش له لورې د پیل سوې صلیبي جګړې قربانیان دي، امریکایي اقتصاد دروند ګذار وخوړ، پر خلاف یې په نړۍ کې نفرتونه زیات او امریکایي اتباع په هر ځای کې غیرمحفوظ سول.
اوس چې امریکایان په روانه جګړه کې پر ګونډو دي او پر ډېرو درندو مصارفو هم ونتوانېدل چې روانه جګړه د ځان پر ګټه تمامه کړي، په کار ده چې اخلاقي جرأت وکړي، جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د افغانانو له وژلو، دربدرولو او د کورونو له ورانولو لاس پر سر سي.
څومره چې دا جګړه اوږدیږي هومره به نړۍ ته غځیږي او د افغان پر کور له بل سوي اوره به نړۍ اور اخلي، که نن د افغان کور ورانیږي، افغان وژل کېږي او بچیان یې چوڼیږي، لېرې نه ده چې د روانې جګړې د لمبو تودوخه به د نړۍ هر وګړی متضرره کاندي.
د بش له لوري پیل سوې جګړه د ټولې نړۍ پر ضرر ده، که افغانان اسلامي نظام غواړي حق یې دی، باید ورته پرېښودل سي او که له افغانانو خپله خوښه اخیستلی کېږي، بیا د فردي ازادۍ نعرې درواغ دي او امریکایان غواړي په نړۍ د صلیب واکمني ټینګه او محمدي امت د اسارت په ځنځیرونو ول پر ول وتړي، مګر دا ممکنه نه ده او تل به یوه ډله اتلان ددوی د ناوړه او اسلام دښمنه موخو ته خنډ وي.
د نړیوال اسلامي خلافت د قیام پر هیله



