جواد څارګر
پنځلس کاله وړاندې په همدې ورځ نړۍ یو ځوَګ پورته کړ، رسنۍ یو مخ همدېته ځانګړې شوې، بش چې له دې مخکې یې پر وسله جوړونکو کمپنیو غږ کړی و چې په بیړه دې پوځي وسایط او وسلې تیارې او چمتو کړي، په ډېر کبر او غرور اعلان وکړ؛ مونږ به ترهګر له نړۍ ورک کړو او نړۍ به د امن ځانګو وګرځوو.
د بُش له اعلان سره سم کروز میزائیلو او جنګي الوتکو د افغانستان اسمان تک سور واړاوه، خلک همدې ته متوجې ول چې اوس به افغانستان په بل مخ واړوي، طالبان به په ځغاسته له وطنه وتښتي او افغانستان به په دوه ـ دریو شپو کې د ګلونو په باغیچه بدل شي.
پنځلس کاله وروسته طالبانو کندُز ونیو، فراه، هلمند، بغلان یې محاصره کړ او د افغانستان نیمایي مځکه یې دغربیانو له واکه وویستله، دغرب مجهز پوځیان یې دانګې ـ وانګې او ریتې ـ بګارې د افغانستان په دښتو ـ میرو کې د لیوانو خوراک کړل او پر مختللې ټیکنالوژي یې ورته د افغانستان په تاوپېچ درو کې د ژېړو بوشکو پر مټ او د ملکوتي نعرو په بدرګه پړ مخې نسکوره کړه.
تاریخ که هر څومره سترې حماسي کارنامې په خپلو پاڼو کې ثبت کړي دي، د افغانانو روانه مقدسه غزا به یې د سر په لیکو کې ځایوي، تش لاس ولس د یو زبرځواک او نړیوال کفر اشر پر وړاندې داسې شهامت وښود چې د نړۍ بې طرفه وګړي یې ګوته پر غاښ کړه، هغه خلک چې د طالبانو د نیست ساعتونه یې شمېرل، اوس د غرب د شرمناک شکست ګړۍ شمېري او د افغانستان پر مسلمان ولس افرینونه وایي.
طالب جانه مبارک دې شه، دا ستر اعزاز هم ستا حق دی، همدا ته یې چې تر ټولو لومړی د مغروره صلیبیانو پر وړاندې د معرکې میدان ته ووتې او تر دې دمه لکه د شمشاد او پامیر کلک، هسک او دنګ ولاړ یې.
همدا ته یې چې د امریکا غرور دې مات کړ، د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې دې د غربي ښکیلاک تر اسارت لاندې محکومو او مظلومو مسلمانانو ته د مقاومت روحیه ورکړه او د نړۍ په هره څنډه دې د اسلام سپاهیان په خوځښت راوستل.
طالب جانه! ته ددې مقدسې غزا پیر یې، ته ددې پېر اتل یې، ته د محکوم امت وروستۍ آرزو یې، ته ددې مظلوم امت د آهونو ترجمان یې.
تاریخ ستا له شهامته سترګې نشي پټولی، ستا په کارنامو او مېړانه سور خط نشي کاږلی، بس همدا ته زمونږ امام یې او همدا ته قابل د قدر او زیات احترام یې.

















