ټیپو سلطان شهيد (شلمه برخه)

په تیر پسې…….

دې سازش کونکو ته دا څرګنده وه  چې ددې  نه مخته هم څو ځله داسې سازشونه  جوړ کړل شوي دي خو ټول په هماغه وخت کې  بې پردې  شوي، او ټول سازش کونکي د دار په تخته راځړول شوي دي، پدې خاطر دوی په خپلو منځو کې دا هوډ وکړ چې هغوی به ددې  سازش د پلې کولو لپاره  د حیدرعلي خان ستر دښمن  انګریزان هم را ګډوي، په همدې خاطر دوی پریکړه وکړه چې «ترمل» دې  خپل کالي بدل کړي اومدراس ته دې ولاړ شي اوهلته دې د انګریزانو سره د دې سازش  ټولې کړۍ را شریکې کړي.

ترمل په تیرو وختو  کې هلته په  «پونا »  کې هم  اوسیدلی وو، او هملته  د اوسیدو په وخت کې یی دمرهټي سردارانو سره نژدي اړیکي  پیدا کړي وې. په همدي خاطر هغه د مسلمانانو کالي په  ځان  کړل او د راج محل څخه  نیغ  مدراس ته ولاړ.

په همدې وختو کې د میسور دویم  جنګ روان وو او انګریزانو د دې توان نه درلود چې د حیدري لښکر تر مخه  ودریږي، کله چې ترمل د انګریز والي تر مخه  خپل  پلان  په پوره تفصیل سره وړاندې کړ نو هغه د خوشحالۍ نه پورته  شو او په  پوره  توګه  یی د دې پلان  څخه خپل  ملاتړ اعلان کړ. خو په دې پلان کې  داسي خامي تر سترګو کیده  چې د ناکامۍ په صورت کي به  یی  په زرګونو انګریزان هم  د وژلو او  په دارکولو سره مخامخ کیدل. د همدې  خطر د له منځه وړلو په خاطر د مدارس  انګریز والي دغه پلان  کلکتې (بنګال) ته د منظورۍ په خاطر ولیږه، ځکه د مدراس ګورنر  پخپله د  کلکتې د ستر والي  د لاس لاندې وو.

ترمل هم کلکتې ته د تللو  لپاره  خپل چمتوالی و ښود، ترمل  غوښتل په هر صورت دغه پلان بریالیتوب ته ورسږي او د راجه راني د ژمنې سره سم هغه د میسور لمړي  صدراعظم  و ټاکل شي .

د مدراس والي د خپل یوه  کپتان سره  یو ځای  ترمل کلکتي ته و لیږه. ریښتیا هم  دا سازش  دومره خطرناک وو  چې د بنګال لارډ والی یی هم د مسؤلیت منلو ته  چمتو نه وو خو بیا یې هم د مدراس والي ته مشروطه  اجازه ورکړه. د هغه شرط دا وو چې تر هغې  چې د میسور  په محاذ  جنګیدونکي  جنرالان د دې  پلان  منظوري ورنکړي د دې پلان د پلې کولو څخه  دې  ځان  وژغوري.

پدې وخت کې د میسور په  مجاذ باندې د حیدرعلي خان په مقابل کې «انګریز جنرال  سرائر کوټ» د ټولو ځواکونو عمومي قومندان وو. هغه د حیدرعلي سره پخوا هم  څو ځلې جنګیدلي وو. یو ځل هغه ته بریا په برخه شوه او حیدرعلي خان شاتګ ته  مجبور  کړل شو. د دې سره سره بیا هم جنرال کوټ ته دا پروګرام تر مخ  کیښوول شو، هغه سمدلاسه د دي پلان منظوري ورنکړه  بلکه  په هغې یی د غور کولو  ژمنه وکړه  او د خپل ځان سره یې و ساتله.

د راني دغه  جاسوس  د دې  پلان په  بریا باندې دومره  ډاډمن وو چې د مدراس او کلکتې  د سفرونو څخه  د راستنیدو وروسته  هغه د جنرال کوټ سره د کتلو له پاره د میسور د جنګ  محاذ ته  هم ورغی.

بیا  داسې ورپیښه شوه چې، کله چې هغه د میسور د جنګ  په محاذ د جنرل کوټ  سره  د کتلو وروسته  د مسلمانانو په  کالیو کې د جنګ د محاذ نه بیرته راستنیده نو په همدې وخت کي د سرنګاپټم یوه  سپور هغه و پيژانده او ورغږ یی کړ:

«ترمل راو! ته دلته څه کوې؟» سپور د خپله آسه را ښکته شو او هغه یې د ګریوانه  ونیو کله چې ترمل راو د یوه مسلمان د خولي نه  خپل نوم واورید، سخت  وویرید او د ویرې په حال  کې  یې  وویل:  «زه ترمل  راو نه یم بلکه ستاسې په څیر یو مسلمان یم .»

په دې وخت کې  سپور نور هم  په  غُصه  شو او  خپل  خنجر یې د ملا څخه را وویست  او د ترمل راو په سینه یې  کیښود او ورته یې وویل:

«ای د کافر زویه!  ریښتیا ووایه! او که  نه دا خنجر به دې د سینې څخه اخوا  دیخوا و کاږم.»

د ترمل  راو  وینه  وچه  شوه.

ما مه  وژنه … زه ……زه  ….»  هغه  همداسي  ګونګی ژبی شو.

 نور بیا………….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button