دایمان مسایل ( ۲۳مه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

خاص خاص خلکو ته سلام کول

الله تعالی  جل جلاله  هر خاص عام ته د سلام کولو حکم د دې لپاره کړی تر څو د خلکو په مينځ کې د محبت او رابطې نښانه جوړه شي، حکم يې کړی چې کوچنی دې غټ ته او غني دې فقير ته سلام کوي، همدا شان نبي کريم  رحمه الله  هر عرب او عجم، تور او سپين ته حکم کړی چې دوی دې په هر چا سلام ور اچوي که يې پيږني او که نه، د رسول الله  رحمه الله  ارشاد مبارک دی )لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا ولا تؤمنوا حتى تحابوا أولا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم ؟ أفشوا السلام بينكم(

ژباړه : تاسو خلک به جنت ته داخل نشی تر څو چې تاسو ايماندار نشی او تاسو به ايماندار نشی تر څو چې په خپل مينځ کې محبت ونه کړی، آيا زه تاسو ته يو داسې شی در ونه ښيم کله چې تاسو هغه وکړی نو د ستاسو په مينځ کې به محبت پيدا شي؟ په خپل مينځ کې سلام سره اچوی ([1] ).

د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې خاص خاص خلکو ته به سلام کيږي، هغه داسې چې يو سړی به يواځې هغه چا ته سلام کوي له کوم سره يې چې شناخت وي او له کوم چا سره يې چې شناخت (انډيوالي) نه وي هغوی ته به سلام نه ور اچوي، سره له دې چې سنت خو دا ده چې هر مسلمان ته سلام ور واچول شي، هغه که تاسو پيژنی او که يې نه پيژنی.

ابوالجعد وايي ! له عبد الله بن مسعود  رضی الله عنه سره د يوه کس ملاقات کيدو نو هغه وويل : ابن مسعود ! تا ته دې سلام وي، حضرت عبدالله بن مسعود  رضی الله عنه وويل : رښتيا ويلي دي الله تعالی  جل جلاله  او د هغه رسول  رحمه الله ، ما د الله تعالی له نبي څخه د ويلو په وخت کې آوريدلي ! د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې يو سړی به جومات ته داخل شي مګر هلته به دوه رکعته لمونځ ونه کړي او دا هم چې يوسړی به يواځې پر هغه چا سلام اچوي له کوم چا سره يې چې شناخت وي ([2]).

په صحيحينو کې يو روايت دی چې يوه سړي له نبي کريم  رحمه الله  څخه پوښتنه وکړه ! کوم اسلام بهتر دی؟ نبي کريم  رحمه الله  وفرمايل ) تُطْعِمُ الطَّعَامَ وَتَقْرَأُ السَّلَامَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَعَلَى مَنْ لَمْ تَعْرِفْ(

ژباړه : د ډوډۍ ورکړه او په هر سړي باندې د سلام ور اچول خواه هغه ته پيژنی او که يې نه پيژنی ([3] ).

د تجارت ډيروالی، له ميړه سره په تجارت کې د ښځې شراکت او د ځينو تجارانو په مارکيټ باندې قبضه

د تجارت په کار وبار کې به دومره اسانتياوې پيدا شي د کومو له امله به چې خلک ډير پر مختګ وکړي، تر دې چې ښځه به له خپل ميړه سره په تجارتي امورو کې شريکه شي، د دغو دواړو نښانو ذکر په يوه حديث کې راغلی، نبي کريم  رحمه الله  فرمايلي : قيامت ته نږدې به خاص خاص خلکو ته سلام کيږي، تجارت به ډير زيات شي حتی چې ښځه به له خپل ميړه سره د تجارت په کارونو کې مرسته کونکې شي، قطع د صله رحمي به راشي، د دروغو ګواهي به ورکول کيږي، ريښتونې ګواهي به پټيږي او د قلمي تحريرونو دور به دوره وي ([4] ).

حضرت عمر بن تغلب  رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم  رحمه الله  وفرمايل : د قيامت له نښانو څخه دي چې مال به ډير زيات شي، تجارت به عام شي، د جهالت دور به دوره وي، يو سړی به مال خرڅوي مګر وايي به : ودريږه ! زه د فلانی قبيلې له تجار سره مشوره کوم او بيا به په يوه لويه ابادي کې د ليکلو والا کاتب لټوي مګر هغه به نه پيدا کيږي ([5] ).

د نبي کريم  رحمه الله  دا خبره چې يو سړی به مال خرڅوي مګر وايي به : ودريږه ! زه د فلانی قبيلې له تاجر سره مشوره کوم او په يوه لويه ابادي کې به يو کاتب نه وي، د دې معنی او مفهوم دا دی چې لوی لوی تجاران کوم به چې غالبا د راس المال مالک وي، يا به کوم داسې ايجنټ وي چې د مالونو واردولو او صادرولو لپاره به ټاکل شوی وي، شايد د همدغو خلکو به په بازارونو باندې کنترول وي او د خپلې خوښې مطابق به نرخونه مقرره وي، واړه تجاران به د همدغو لويو تجارانو له اجازې پرته خريد فروخت نشي کولای.

يا مطلب دا دی چې د سودا کولو په وخت کې به د بيع انعقاد د کوم بل تاجر په رضامندي سره مشروط شوی وي.

د نبي کريم  رحمه الله  دا خبره چې په يوه لويه ابادي کې به کاتب نه وي، سره له دې چې نبي کريم  رحمه الله  په يوه حديث کې خبر ورکړی چې د قرب قيامت په وخت کې به کتابت عام شي، د دې مفهوم دا دی چې په نويو الاتو سره به کتابت عام شي، مثلا لکه کمپيوټر، موبايل تليفون، داسې آلات کوم چې آواز واوري او هغه په تحرير سره بدل کړي او همدا شان نور اليکترانيک آلات به زيات شي، د دې په نتيجه کې به يو داسې نسل راپيدا شي کوم به چې په لاس ليکل بيخي نه پيژني، يا خو به يې پيژني مګر په ښه طريقه به يې ليکلی نشي.

دا مطلب هم کيدلای شي چې له دې کاتب څخه مراد هغه څوک وي کوم به چې د تجارت معاهدې قلم بند کړې وي او د خريد او فروخت قوانين او احکام به له يوې آلې څخه معلوموي او هغه به د خلکو په مينځ کې پرته له کومې معاوضې په ضبط او تحرير کې راولي ([6] ).

د جهالت په کثرت سره خپريدل

الله تعالی  جل جلاله  خپل رسول  رحمه الله  ته د علم حاصلولو حکم کړی او فرمايلي يې دي : )وَ  قُلۡ  رَّبِّ  زِدۡنِیۡ  عِلۡمًا  ﴿۱۱۴﴾ ( ([7] ).

ژباړه :او ووايه (اې محمده !) اې ربه زما زيات کړه ما لره علم.

نبي کريم  رحمه الله  د جهالت بدي بيان کړې او فرمايلي يې دي:

ان الله يبغض کل جغظری، جواظ، سخاب في الاسواق، جيفة بالليل حمار بالنهار، عالم بامر الدنيا، جاهل بامر الاخرة

ژباړه : الله تعالی هر بې تميزه مزاج، سخت طبعيت، ډير حريص، په کوڅو او بازارونو کې  شور شرابه کونکی، په شپه کې د مردار په څير خوب کونکی، په ورځ کې د احمق په څير د دنيا په کارونو کې اوسيدونکی، د دنيا له امورو باخبر مګر د آخرت له امورو ناخبره سړی ناخوښ بللی ([8]).

نبي کريم  رحمه الله  د دې خبرې خبر هم ورکړی چې د قيامت له نښانو دا هم ده چې جهالت به عام شي، نبي کريم  رحمه الله  فرمايلي : له قيامت څخه د مخه به داسې ورځې راشي چې علم به پورته شي او جهالت به په کثرت سره خپور شي ([9] ).

اسلام به داسې ورک شي لکه له رخت څخه چې نقش او نګار ورک شي، تر دې چې هيڅوک به نه پوهيږي چې لمونځ، روژه، عبادت او صدقه څه شی دي ([10] ).

نبي کريم  رحمه الله  د قيامت نښانو د ذکر کولو په وخت کې دا هم وويل چې جهالت به عام شي ([11]).

که چيرته هر څوک نن ورځ د ډيرو اسلامي هيوادنو پر حالاتو غور وکړي نو د هغه په علم کې به دا خبر ضرور راشي چې په هغوی کې زياتره خلک د ژوند په امورو او د خپلو فايدو (ګټو) په باره کې خو پوهيږي، په هغوی کې هر کس ته دا علم شته چې له کمپيوټر څخه کوم کار اخيستل کيږي، له موبايل څخه څنګه استفاده کيدلای شي، کوم ښه موټر دی، ليکن که چيرته تاسو له هغه څخه پوښتنه وکړی چې د (الله الصمد) معنی څه ده؟ د ( غاسق اذا وقب) مفهوم څه ده؟ په لمانځه کې چې خطا شی نو سجده سهوه له سلام نه مخکې کيږي او که وروسته؟  نو تاسو به وګوری چې د هغوی زړونه او دماغ له همدغو معلوماتو څخه بالکل خالي دي.

هو ! جهالت به په هر ځای کې خپور شي.

همدا شان د خلکو اکثريت ته د طلاق، خريد او فروخت او د عباداتو د احکامو او مسائلو په باره کې هيڅ معلومات نشته، سره له دې چې په همدې شيانو باندې علم لرلو ته ډير اشد ضرورت دی، زما په ګمان دغه صورتحال د لهو لعب د وسائلو کثرت، د خلکو په معاشي او اقتصادي معاملاتو کې مشغوليت، په عملي محفلونو کې نه حاضريدل او د ديني کتابونو له نه مطالعې کولو څخه پيدا شوی.


([1]) صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۵۴.

([2]) صحيح ابن خزيمة : ۲/ ۲۸۳، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۲/ ۲۴۸، حديث : ۶۴۸.

([3]) صحيح البخاری، الاستئذان، حديث : ۶۲۳۶، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۳۹.

([4]) مسند احمد : ۱/ ۴۰۷، شيخ شعيب الارنؤوط دغه ته حسن ويلی.

([5]) سنن النسائي، البيوع، حديث : ۴۴۶۱، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۶/ ۶۳۱، حديث : ۲۷۶۷.

([6]) دا آخيرنی معنی مولانا سندي د سنن نسائي په حاشيه کې ذکر کړې.

([7]) طه، آية : ۱۱۴.

([8]) صحيح ابن حبان : ۱/ ۲۷۳، وحسنه الحويني فی الفتاوی الحديثية، وفی اسناده عبدالله ابن سعيد، وثقة بعض الحفاظ وحديثه مستقيم.

([9]) صحيح البخاری، الفتن، حديث : ۷۰۶۳، وصحيح مسلم، العلم، حديث : ۲۶۷۲.

([10]) سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۴۹.

([11]) مسند احمد : ۱/ ۴۳۹، وحسنه شعيب الارنؤوط.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button