د کابل ضعیفه اداره

خالد منهاج

د کابل د حکومت ضعف اوج ته رسېدلی دی، چورلټو دروغو او بې بنسټه افواهاتو ته یې مخه کړې ده، مرال بایللي عسکر یې هره ورځ سلګونه کسان له ټانګونو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیميږي، د غني او عبدالله تر منځ د واک اختلافات د پخواپه پرتله دوه برابره شوي دي، دوستم هم د عبدالله هغه ادعا چې دوستم زخمي شوی دی بې بنسټه او دروغ ګڼلې وه او سره مځغي په مځغي دي.

عطا محمد نور په سعودي عربستان کې د دې پر ځای چې قدر یې وشي د لویې ډلي عربانو او عبدالله په مخکې ښه بې عزته شو.

نو همدا وجه ده چې کله وایې، د طالبانو مشر روسيې ته سفر کړی، کله وايې ۷۰۰۰ دواعش راځي، کله وايې جګړه پاکستانیان پر مخ وړي.

وروستۍ او خندونکې یې دا وه، چې د افغانستان د دې اوږدې پېچلي مسلې د حل تړاو یې تر ګارډين ورځپاڼې پورې ورکړ او اوازه یې خپره کړه چې ګواکې طالب مشرانو د ګوډاګي ستانکزي سره په دوحه کې لیده کاته او د سولې اړوند مذاکرات کړي دي.

په داسې حال کې چې د ګوډاګۍ ادارې ټول چارواکي د غني په ګډون د دې مذاکراتو څخه چوپ او بې خبره دي.

آن تر دې چې هغه د سولې د شوراګانو او کمېسونونو غړي هم حیران دي چې مذاکرات چا او چير ته کړي.

طالبان خو دې مسلې زیات التفات ځکه نه کوي چې د هغوی دریځ په دې برخه کې واضح دی او په څو څو ځله یې داسې بې بنسټه انګازې د دښمن تبليغات ګڼلي.

حقیقت دا دی چې ګوډاګی حکومت په دې وروستیو کې ډېر ضعیفه شوی او د سختې ماتې او رسوایې سره مخ دی؛ غواړي چې په داسې کړنو سره خپل ضعف او ماته پټه کړي او د افغان ولس پام بلې خواته واړوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button