د لمونځ مسایل (۲۵مه برخه) د لمانځه په وخت کې د ناپاکې جامې له بدن سره لګيدل

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د لمانځه په وخت کې د ناپاکې جامې له بدن سره لګيدل
پوښتنه : يو کس په خپل کور کې لمونځ کوي، هغه ته نزدې يوه جامه پرته ده کومه چې ناپاکه ده، کوم وخت چې رکوع يا سجده ته ځي نو هغه جامه د هغه د بدن له کومې برخې سره لګيژي، په داسې صورت کې د هغه لمونځ صحي کيژي او که نه؟.
ځواب : که چيرته د يوه رکن تر اندازې پورې د هغه له بدن سره پيوسته نه لګيژي، بلکې چې ولګيژي نو سمدستي وروسته جلا شي په داسې صورت کې يې لمونځ صحي دى ([1]).
قيام (دريدل) څه ته وايي
پوښتنه : قيام (دريدل) څه ته وايي؟
ځواب : داسې نيغ دريدلو ته ويل کيږي چې د سړي لاسونه زنګنونو ته نشي رسيدلی ([2]).
د کجورې له خولۍ سره لمونځ کول
پوښتنه : زياتره خلک د کجورې په خولۍ کې لمونځ کوي، آيا دا روا دى؟ همدا شان د په جوماتونو کې د کجورې خولۍ د ترلاسه کولو لپاره زياتره خلک د لمونځ کونکو له مخ څخه تيريژي، په دې صورت کې يوازې د لمونځ کونکو له مخ څخه تيريدونکي ګنهګار دي او که د خوليو ساتونکي هم دي؟.
ځواب : په جوماتونو کې چې د کجورو کومې خولۍ ساتل شوې وي، هغه زياتره ماتې او زړې وي او د هغو د اغوستلو په وخت کې يو انسان کوم شريف (نيک) مجلس ته نشي تللاى، له همدې امله د هغو پسر کولو په وخت کې لمونځ مکروه دى، او د خولۍ ترلاسه کولو لپاره د لمونځ کونکو له مخ څخه تيريدل هم ګناه ده ([3]).
([1]) فتاوى محموديه، ٥ : ٥١٤، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب مايفسد الصلوة وما يکره فيها، ج :١، ص : ٦٢٥.
([2]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٥٩.
([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٢٤، بحواله : حلبي کبير، ص : ٣٤٩، طبع سهيل اکيډمي، هدايه، ج : ١، ص : ١٣٨.



