طیب اغا؛ مسیر شرموونکی طالب

لیکوال: مولوي عبدالقدوس هراتي
تېره ورځ په خواله رسنیو کې د پخواني طالب مرکچي (طیب اغا) پرانیستی لیک خپور شو چې د رسنیو د لارې يې د طالبانو د مشر په ادرس لیږلی او یو لړ شروط ئې ذکر کړي چې که ومنل شي نو تیار دی چې په سیاسي دفتر کې کار وکړي.
دا چې ولې طیب اغا تر اوسه دا سوچ کوي چې د طالبانو سیاسي دفتر ئې شخصي ملکیت دی او له سیاسي دفتره علاوه په امارت کې د بلې چوکۍ په اړه سوچ کولو ته هم نه دی حاضر؟ جلا موضوع ده. اصلي پوښتنه دا ده چې ولې طیب اغا د طالبانو له مینځ څخه د دې صف وهلو ته ملا تړلې ده؟
د یو داسې چا لپاره چې له ماشومتوبه تر سړیتوبه پورې د طالبانو په نمک رالوی شوی وي مناسبه نه ده چې کورني اختلافات رسنیو ته راوباسي او د تبلیغاتو هغه اور ته خس خاشاک برابر کړي کوم چې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې په اشغال پلوه میډیا کې بلیږي او د مجاهدینو، شهیدانو، کونډو، یتیمانو او بندیانو پاکې قربانۍ او سرښندنې په کې کله د یو او کله د بل ګاونډي پښو ته لوګي کیږي.
له دې لیک څخه د طیب اغا د سیاسي ظرفیت ټیټوالی معلومولای شو. نوموړی هغې ښځې ته ورته دی چې کله په کور کې خوابدې شي نو د مېړه د شرمولو لپاره په چیغو او نارو لاس پورې کړي، پردي خلک او ګاونډیان په ځان راخبر کړي او مېړه ته دا وښيي چې زه هم کولای شم چې تا د خلکو په وړاندې وشرموم.
طیب اغا که څه هم د استاذ مزمل په اند مسیر تصحیح کوونکی دی خو حالات ښيي چې نوموړي د طالبانو د مسیر د تصحیح کولو پر ځای د هغه شرمولو ته ملا تړلې، هغه مسیر چې تر پرونه ئې ده خپل ځان مخکښ سرلاری باله او په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې يې ترې دفاع کوله. وايي (یو ځان شرموي بل قام شرموي). د معتصم اغا، منان نیازي، ملا محمد رسول او منصور دادالله لیدلورو او موقفونو ته په پام سره ویلی شو چې هغوی تنها ځانونه شرمول، خو طیب اغا هوډ کړی چې امارت به شرموي.
که د استعفا د ورځې څخه تر ننه پورې د ده بیانیې په ځیر وګورو هره خبره یې د پخوانۍ هغې سره په ټکر کې وي. اوس لیکلي چې د ملا محمد عمر له وخته ئې هڅه همدا وه چې استعفا ورکړي. له دې څخه معلومیږي چې د استعفا هغه عوامل چې ده له رسنیو سره شریک کړي حقیقت نه لري، بلکې کلونه وړاندې يې په پام کې ؤ چې د طالبانو پر خلاف د اوسنۍ جبهې پرانیستلو ته اوږې سپکې کړي.
زمونږ خو د طیب اغا څخه توقع دا وه چې په اوسنیو حالاتو کې د هیواد په اشغال غږیدلی وای، هغه توطیې چې امریکایان ئې د خپلو افغاني ګوډاګیانو په مټ په افغانستان کې پلي کوي د هغو د مخنیوي په هکله ئې نظر ورکړی وای، په هیواد کې يې د امریکایانو د شتون ګواښ او خطر ته ولس متوجه کړی وای.
خو متاسفانه چې نه یوازې د امریکایانو شتون ته ئې اشاره قدرې هم نه ده کړې ټولې نیوکې ئې په داخلي ستونزو راڅرخي. د پاکستان او ایران په استخباراتي نفوذ ئې ټینګار کړی او دا هغه څه دي چې امریکا او د کابل حکومت ئې د افغانانو په اذهانو کې پیچکاري کوي تر څو د جګړې د اصلي طرف (اشغالګرو امریکایانو) څخه پام بل خوا واوړي او خلک داسې فکر وکړي چې طالبان د پاکستان د ګټو لپاره جنګیږي.
د طیب اغا څخه مو هیله دا ده، لکه څرنګه چې يې د استعفا په لیک کې ویلي چې په امارت کې دنده نه ترسره کوي، باید عملا همداسې وکړي. خو که چېرې طالبانو ته په مطبوعاتو کې وړیا مشورې ورکوي نو شروع باید د خپل ځان څخه وکړي. لومړی باید خپله کډه افغانستان ته بار کړي، د هغو پیسو حساب ورکړي چې ده د امارت د سقوط څخه تر ننه پورې تر ګوتو کړي دي او د ځان په اړه خلکو ته دا اطمنان ورکړي چې د ایران او پاکستان د ګټو لپاره فعالیت نه کوي.
خو که دې ته حاضر نه وي او ځان د هرې شبهې او انتقاد څخه مافوق ګڼي نو بیا دې د نورو مشرانو په حق کې هم مغشوشوونکې څرګندونې نه کوي، د نیش لرونکو نصایحو پرځای دې خاموشي غوره کړي، د امارت په مشرانو کې دې خلک نه بې باوره کوي، د نفاق تخم دې نه شیندي او د مظلومو افغانانو، کونډو، یتیمانو، بندیانو او شهیدانو د قربانیو سره دې لوبې نه کوي او د الله تعالی د ګرفت څخه دې ځان وساتي. چا چې د امارت سره خیانت کړی او د دې سپیڅلي صف ازار وهلی تراوسه ځای ته نه دي راغلي.



