د روژې مسایل (۲۵برخه) په روژه کې د فرض غسل کولو پر مهال په نو (نامه) او غوږ کې اوبه اچول

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي )
پوښتنه : په روژه کې د فرض غسل کولو پر مهال په نو (نامه) او غوږ کې دننه د اوبو په اچولو سره روژه ماتيږي او که نه؟.
ځواب : په نو (نامه) کې د اوبو په اچولو سره هيڅ نه کيږي، او که چيرته اوبه په غوږ کې دننه ولاړې شي او دماغ ته ورسيږي نو روژه ماتيږي ([1]).
د روژې په حالت کې د ښځې او ميړه تر مينځ د مچو اخيستل
پوښتنه : يوه کس که د روژې په حالت کې له خپلې ښځې څخه مچو واخيستله، يا يې له هغې سره غيږ ونيوله او په همدې حالت کې د هغه انزال وشو نو روژه يې ماته شوه او که نه؟ د ښځې او ميړه دواړو روژه ماتيږي او که يوازې د ميړه ماتيږي؟ که چيرته ماتيږي يوازې قضائي راوړل يې لازمي دي او که کفاره هم شته؟.
ځواب : د چا چې انزال وشي د هغه روژه ماته شوه، او که چيرته د دواړو انزال وشي نو د دواړو روژه ماتيږي، يوازې قضائي راوړل يې لازمي دي، کفاره لازمه نه ده، په مالابد منه کې راغلي : يا زن را بوسه کرد يا مس بشهوت کرد اګر انزال شد روزه فاسد شود والا فاسد نه شود ([2]).
په روژه کې غرغړه کول او په پوزه کې پورته د اوبو کشکول منع دي
پوښتنه : په روژه کې غرغړه کول او په پوزه کې پورته د اوبو کشکول منع دي، پوښتنه دا ده چې دا بالکل معاف دي او که په بل وخت کې يې کول پکار دي؟.
ځواب : په روژه کې غرغړه کول او په پوزه کې پورته د اوبو کشکول منع دي، په دې سره د روژې ماتيدلو ويره شته، که چيرته غسل فرض وي نو په خوله دې اوبه تيرې کړی شي، په پوزه کې دې هم اوبه واچوي، خو د روژې په حالت کې دې غرغړه نکوي، نه دې په پوزه کې پورته طرفته اوبه کشکوي ([3]).
([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٥، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٣٩٦.
([2]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٦١، بحواله : مراقي الفلاح وطحطاوي، ص : ٣٦٩ – ٣٧٠، باب مايفسد الصوم ويوجب القضاء، ما لابد منه، ص : ٩٧.
([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٥، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ١٩٩، الباب الثالث فيما يکره للصائم.



