په سوریه کې د امریکا او روسېې سړه جګړه توده شوه

تبصره
تیره ورځ په مسکو کې د ایران، سوریې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په سوریه کې د روانې جګړې د مخنیوي او د یوې تلپاتې سولې او اوربند په اړه غونډه درلوده .
په مسکوکې د درې هیوادونو روسیې، سوریې او ایران د بهرنیوچارو وزیرانو ځکه غونډه وکړه، چې د سوریې د روانې جګړې په اړه یاد هیوادونه د امریکا په مقابل کې سره همنظره دی.
په دې ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: مونږ درې واړه هیوادونه غواړو په سوریه کې ترورستان له منځه یوسو او په دې لاره کې به د هیڅ ډول هڅو نه ډډه ونه کړو.
امریکا په افغانستان کې د روسیې سره سړه جګړه دوامداره وساتله او چې کله په افغانستان کې کمونستي حکومت کمزوری شو، روسانو پر افغانستان یرغل وکړ، له همدې ورځې په افغانستان کې د امریکا او روسیې سړه جګړه توده شوه.
په سوریه کې ایران او روسیه دواړه د امریکا پرخلاف د موجوده واکمن بشارالاسد د حکومت پلوي کوي او امریکا د سعودي عربستان په ملګرتیا غواړي په سوریه کې د داعش په وسیله د اسد حکومت نسکور کړي، ځکه خو درې ځلې اوربندونه مات شول او په سوریه کې لوی او واړه ښارونه په کنډوالو بدل شول.
امریکا په افغانستان کې کلي، کورونه او جوماتونه ټول بمبارکړل؛ خو په سوریه کې داعش د ډلې د له منځه وړلو لپاره د ملګروملتونو ترسیوري لاندې پر روسیه تور پورې کوي چې په حلب او د سوریې په نورو ښارونو کې د روسي الوتکو د بمباریو له امله خلک کډو کولو ته اړ شول.
روسیه اوس په غیرمستقیم ډول او امریکا په مستقیم ډول یو له بله په سرویه کې زور ازمایي کوي. روسيه او ایران د اسد په پلوۍ او امریکا د ملګرو ملتونو او سعودي په ملګرتیا د اسد پرخلاف د داعش ملاتړ ته دوام ورکوي، چې د امریکا او روسیې ترمنځ سړه جګړه په سوریه کې توده شوې ده .
په افغانستان کې چې د روسیې او امریکا ترمنځ په سړه او توده جګړه کې څومره افغانان کډو کولو ته اړشول، تر افغانانو لس چنده سوریه یان اروپایي او نورو هیوادونو ته په کډه شول .
په تیره ورځنۍ غونډه کې چې په مسکو کې وشوه سرګي لاوروف وویل:
تر ټولو مخکې مونږ د تروریستانو په وړاندې له سازش پرته د قوي مبارزې د دوام په اړتیا ټینګار وکړ. په عین وخت کې هغه مسائل چې د بشري وضعیت له ښه والي سره تړلي دي باید حل شي، بیا اوربند و شي. البته د ملګرو ملتونو د پرېکړو په اساس باید له هیڅ شرط پرته ژر تر ژره په سوریه کې دننه د ښکېلو خواوو له خوا خبرې پیل شي.
دلاوروف دا تور چې په سوریه کې امریکا د تروریزم ملاتړ کوي په غربي رسنیو ښه ونه لګید، ځکه امریکا تل د افغانستان په اړه د تروریزم خلاف غږ پورته کړی دی، چوپه خوله پاتې شوه .
د مسکو په غونډه کې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر ولید المعلم انتقاد ډیر معقول دی، ویې ویل: امریکا په سوریه کې د ملګرو ملتونو ترسیوري لاندې یواځې د اسد د حکومت د نسکولو لپاره نه بلکې د سوریې د مالي سرچینو د ختمولو لپاره یې هم هڅې پیل کړي دي.
تیره ورځ د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ د سوریې په اړه وویل، چې ناټو نه د روسیې سره شخړه کوي او نه د یوې بلې سړې جګړې تودوونکې ده؛ خو امریکا چې په سوریه کې د روسیې سره سړه او توده دواړه جګړې پر مخ بیایي، غواړي د ملګرو ملتونو په کچه روسیه په سوریه کې د ملکي وګړو په بمبارولو او وژلو بدنامه کړي.
د روسیې او امریکا ترمنځ د افغانستان د مسئلې راپدیخوا سره اوبه خړې شوي دي، په ۲۰۱۴ کال کې چې روسیې د اوکراین د کریمیا ټاپو د خپلې خاورې برخه وګرځوله، ترهغې وروسته اروپایي هېوادونو او امریکا پر روسیې بندیزونه لګولي دي .
که څه هم ناټو پرروسیه په سوریه کې د سړې جګړې د تودولو ښکاره غږ نه کوي. سټولټنبرګ وایي، د اوسنۍ ترېنګلتیا سربېره د ناټو پوځي تړون روسیې ته د ګواښ په سترګه نه ګوري؛ خو په سوریه کې د ټولو نا امنیو مسئوله روسیه بولي، چې د افغانستان په څیر به سوریه د مسکو او امریکا ترمنځ د سړې او تودې جګړې په اورکې سوزیږي.



