شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دطالبانو دسخت او ددولت دپڅ دريځ ترمنځ راګير ولس

kabull نشرونکی: kabull
اکتوبر 15, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليک : احمديوسف سالارزی

دڅوارلسو کالو راپدېخوا افغان ولس ديوې بلې جګړې په اور کې سوزي چې تراوسه يې دحل لياره نه ده موندل شوې ،ددې جګړې پېل کونکې امريکا دهرکال په تېريدو سره ستره دعوا کړېده چې مخالفين (طالبان)دجګړې له زوره پريوتي او نور دجګړې توان نلري،خو کله چې دژمي يخني تېره او ګرمۍ موسم نږدې شي امريکايي جنرالان دپلان له مخې اعلان کړي چې امکان لري په ګرمۍ کې وسلوال جګړه زياته او زمونږ نظامي هدفونه تربريدونو لاندې ونيسي .

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

دامريکايي جنرالانو دا ډول ويناوې عادي ويناوې نه دي چې دجګړې زیاتوالي او کمزورۍ حالت په وخت کې بدلېږي په اصل کې دامريکا همدا پلان ده چې کله طالبانوته دولسواليو دنيولو زمينه برابره کړي په خپل وخت افغان ځواکونو سره هوايي مرسته ونکړي اوبيا په بله ورځ دهوايي ځواکونو دبمباريو په بې رحمه وژنو دطالبانو څخه نيول شوې سېمې بيا ونيسي ،که امريکا دجګړې دوام نه غواړي نو دولسواليو او يا نورو سېمو دمحاصرې پرمهال هوايي ځواکونه ولې نه ورلېږي ؟

امريکا چې تراوسه پورې يې عسکر په افغانستان کې جنګي حضور لري ،دنيول شوو،ولسواليو دبېرته نيولو توان لري او دا نه کوي چې په لومړي سر کې دافغان پوځ او دولسوالۍ دفاع وکړي.

له بلې خوا افغان دفاع وزارت دخپل بې دفاع پوځيانو مرال په هره پوځي غونډه کې ترپامير او ترسپين غر لوړ يادوي او چې طالبان پرې دمحاصرې کړۍ راتنګه کړي بيا پرناليدلو لارو تښتي ؛وسلې او په پوستو کې موجوده جنګي وسايل ترې په ځای پاتې شي.

طالبان چې په خپل دريځ سره نه امريکا او نه افغان دولت سره دمذاکراتو کولو کې دخپل دريځ نه دڅوارلسو کلونو په تېريدو سره نه اوړي ،ايا داافغان کړيدلی او دهرې جګړې په اور کې سوځيدلی ولس دوژلو لپاره پيدا شوی دی چې هر وخت دمذاکراتو مخالفت کوي ؟

ايا داغريب او بې دفاع ولس اوهغه طالبان چې دهمدې وطن او ګران افغانستان بچيان دي ،په خپل هېواد کې دابادۍ روغتيا ،تعليم او هوسا ژوندلپاره پيداشوي او که دتل لپاره به يې دتند او نه رضا کونکي دريځ له مخې په هره پوسته او نظامي مرکز کې په زخمي زخمي سلګيو کې ژوند له لاسه ورکوي؟

ايا دا دوطن بچيان يوازې دجګړې لپاره موږ زيږولي دي ،چې دنه پخلاکېدونکي دريځ له مخې تردې هره ورځ راکټ او ټوپک په اوږه ګرځي؟

نه ،هېڅکله نه ! د اجګړه او دريځونه خپل حالت ته راوستل غواړي ،ددولت دريځ دومره پڅ او کمزوری دی چې دهرې ورځې په تېرېدو سره پرې ولس اعتبار له لاسه ورکوي.

ددولت دپڅ او کمزوري دريځ په مقابل کې دطالبانو دسخت او تندريز دريځ په منځ کې راګير ولس وژل کېږي ،کورونه يې بمبارېږي،له کورونو بې کوره کېږي او دچور او چپاول لپاره رامنځ ته شوو اربکيانو لخوا دهر اړخيزو ګواښونو او تاوانونو سره مخ کېږي چې دموسی کلا دولسوالۍ ،دکندوز دښار نيوال اوبيا بېرته ددولت لاسونو ته ورتلل يې څرګندمثالونه دي .

دولتي چارواکې په ولس غږ کوي چې دخپل هېواد دژغورنې لپاره دملي اردو ترڅنګ ودرېږئ چې دطالبانو په مقابل کې دهېواد له لاسه وتلې ولسوالۍ بېرته ترکنټرول لاندې راولو.

طالبان دخپل ولس څخه داعلاميو له مخې هم غواړي چې ديرغلګرو او مزدورو ادارو پرخلاف خپل اسلامي او افغاني رسالت سر ته ورسوئ،ترڅو اشغال هېواد له يرغلګرو وژغورو .

بس همدا تند او پڅ دريځونه به وي افغان ولس به تل په همدې اور کې سوزي .بس په افغانستان کې به جګړه راوانه وي . يوه ورځ به دولسواليو ،ياښارونو په نيولو او بله ورځ به ددولت لخوا په بيا نيولو افغانان وژل کېږي ،دا لوبه به روانه وي.

ددولت هېڅ په واک کې نشته ،کندوز ته يې دفاروق وردګ په مشرۍ پلاوی ولېږه ،هلته يې دتښتيدليو چارواکو سره چې لايې دتيښتې ساه نه وه پرځای شوې وليدل .

کابل ته په راستنيدو يې حنيف اتمر ته وويل :دحقيقت موندنې راپوربه اشرف غني ته وړاندې کړې.

نور بیا …

مخکینې مطلب

د طلوع او یک تلویزونونو هدف د کندوز د جګړې خبرونه وو، که نور پټ اهداف یې لرل!!

بل مطلب

پاچايي !

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com