د یو ګل په یاد کې/طالب جان

کابل ټکی کام ۱۵لړم/۱۳۹۵، شعر: طالب جان
ستا په دین باندې یې ورکړ د شباب ګل
خدایه ورکړې په عوض کې د ثواب ګل
بیا په زړونو کې پرېمانه ازغي مات دي
پاڼې پاڼې دی د مینې د ګلاب ګل
په روزګان کې د خزان سېلۍ وهلی
شهید شوی دی پرون د ارغنداب ګل
درغلی دی زمونږ له چم نه تږی
په رحمت دې خدایه پاکه کړه سېراب ګل
د کرم معامله ورسره وکړې
مه یې نیسې په یوه څه وخت اضطراب ګل
هسې نه چې ازغي ونیسي وختونه
هره ورځ را څخه اخلي انقلاب ګل



