احمدجنید مبارز
يو عالم د لمانځه په وړاندې د يوویشتمي پېړۍ د مسلمانانو غفلت دې نتیجې ته رسولي دي چې :
۱: د سهار لمونځ يې په خوب ورڅخه تېر او ضایع کیږي .
۲: د ماپښین لمونځ په کار یا مکتب او یاپوهنځۍ کې ورڅخه ضایع کیږي.
۳: د مازیګر لمونځ په تفرېح، یا مجلس او یا هم استراحت کې ورڅخه ضایع شي.
۴: د ماښام لمونځ په کوم غیر ضروري مصروفیت، یا ځان اخته کولو ورڅخه ضایع کیږي.
۵: د ماخستن لمونځ د ټلویزیون یا فلم په لیدو او یا هم د راډیو په اورېدو ورڅخه ضایع کیږي.
۶: د جمعې د ورځي لمونځ هم په کار، یا کوم فرعي مصروفیت ورڅخه ضایع کیږي.
۷: د تهجد لمونځ خو صرف یو تصور یا د خوب او خیال خبره ده.
نو ځکه په قبر کې لومړنۍ پوښتنه د لمانځه په هکله ده او شاعر هم داسې وايي :
روز محشر که جان ګدازبود
اولـــین پــرســـش زنـــماز بـــود
لوۍ خدای دې ټول مسلمانان واقعي مؤمنان کړي؛ ځکه انسان اصلاً د الله جل جلاله د عبادت لپاره خلق شوی دی. نورې چارې فرعي خو الهي عبادت اصلي هدف دی. څومره به ښه وي چې نور نو د ډول ډول حيلو او پلمو څخه ځانونه خلاص کړو او هغه څه راپیل کړو چې لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو …!
ماخذ: اخلاقي کنايي


















