یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

دبې باوره حکومت بې باوره وزيران!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 14, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو استيضاح کول به د حکومت د دريو قواوو تر منځ شته همغږي له منځه یوسي او د یو بل پر وړاندې به یې ودروي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسين مرتضوي وايي، د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د استيضاح کولو لړۍ کېدای شي د هغو نړیوالو مرستو چې له افغانستان سره یې ژمنه کړې، منفي اغېزې وکړي او ښايي دا چاره په نړیواله کچه د افغانستان باور ته زیان ورسوي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نوموړي نن یوې خبري غونډې ته وویل، بودیجه د مدیریت یوه برخه ده او یوازې د بودیجې لږ لګول د دې لامل نه شي کېدای چې د ولسي جرګې له خوا دې له وزیرانو د باور رایه واخیستل شي.

د ښاغلي مرتضوي په وينا د ادارو له خوا د پرمختيايي بوديجې لږ لګولو يو لامل هم په “ملي شورا پورې اړه لري چې بوديجې په خپل ټاکلي وخت نه تصويبوي”. ده وويل د کال “منځمهاله ارزونه ډېر ناوخته د شورا له خوا منل کېږي”.نوموړي دغه خبرې له هغه وروسته کړې چې نن (۱۳ نومبر) ولسي جرګې د ترانسپورټ وزير محمد الله بتاش او د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي له واکه بې برخې کړل.

د افغان کابينې د غړو د استيضاح په لړ کې ولسي جرګې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د کار ټولنيزو چارو ، شهدا او معلولينو وزيره نسرين اورياخېل او د فوايد عامې وزير محمود بليغ څخه د باور رايه اخيستې وه.

دا پرېکړه د ملي يووالي حکومت د مشرانو د اندېښنې لامل شوه او تېره شپه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پارلمان دا ګام “غيرموجه” وباله.

په پارلماني چارو کې د دولت وزير هم ولسي جرګې ته د يوه ليک په استولو غوښتنه کړې چې د ملي يووالي د حکومت د وزيرانو استيضاح دې وځنډول شي.

ولسي جرګه د دغو وزیرانو د استيضاح لاملونه له ۷۰ سلنې د کمې بودیجې لګول، د بودیجې په لګښت کې له قانونه سرغړونه او د پرمختیایي بودیجې د وړاندې اخستل شویو پیسو بېرته نه ورکول بولي.

خو بله خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ښاغلي مرتضوي وايي، د ولسي جرګې غړو د وزیرانو له خوا وړاندې شویو معلوماتو او راپورونه ته په سمه توګه غوږ نه دی نیولی او دوی د بودیجې په برخه کې جدي او مسلکي پوښتنې هم و نه کړې.

تېره شپه ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ ماڼۍ کې د ولسي جرګې له اداري پلاوي او د کمیسیونونو له ریيسانو سره په ناسته کې د دې جرګې له غړو وغوښتل چې د وزیرانو د پوښتلو لړۍ دې تر هغه وځنډوي چې د بودیجې په برخه کې بشپړ معلومات ور ته ورسېږي.

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په استیضاحیه غونډه کې، د عدلیې او ښارجوړونې وزیرانو ته د باور رایه ورکړه، خو د لوړو زدکړو وزیره فریده مومند یې سلب صلاحیت کړه.

وکیلانو په نننۍ غونډه کې له دوه ساعته بحثونو وروسته، د وزیرانو د استیضاح د پروسې د دوام فیصله وکړه اود لوړو زدکړو وزیرې فریدې مومند، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري ته یې د هغوی په غیاب کې د رایې ورکولو صندوقونه کیښودل.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۰۲ وکیلان حاضر وو او د وزیرانو د سلب صلاحیت لپاره ۱۱۸ رایو ته اړتیا وه.

د لوړو زدکړو وزیرې فریدې مومند د ۶۳ تائیدي او ۱۳۱ رد رأیو په ترلاسه کولو د وزارت څوکۍ له لاسه ورکړه، خو د ښار جوړونې وزیر سید سعات منصور نادري د ۱۳۵ تائیدي او ۵۹ رد، او د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د ۹۵ تائیدي او ۱۰۱ رد رأیو په ترلاسه کولو د خپلو وزارتخانو په څوکیو پاتې شول.

په دې سره د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر محمداشرف غني د کابینې شپږ وزیران سلب صلاحیت او له کاره ګوښه کړل.

له دې مخکې د بهرنیو چارو صلاح‌الدین رباني، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره نسرین اوریاخیل، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي او د ترانسپورت وزیر محمدالله بتاش د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شول، خو د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته یې د باور رایه ورکړه.

لوی ټکي: سرلیکنه
مخکینې مطلب

لمونځ او ننني مسلمانان!

بل مطلب

د قرآن توري!

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com