د نامشروع حکومت مشروعې غوښتنې

م. خاموش

وړمه ورځ په ارګ  کې اولسمشر محمد اشرف غني دملگرو ملتونو دبنديزونو د کميټۍ چې مشري يې ګيرد ران بوهيمن کوي ليدنه وکړه يا دپلاوى په افغانستان کې داشرف غني سره دليدنې دمخه دکورنيو چارو د وزير ، دملي امنيت دسلاکار حنيف اتمر سره هم ليدلي و چې په هېواد کې يې دجګړې دپاى ته رسيدا  او په سيمه کې دامن په راوستلو ئې چې جنگي جرايم کم کړل شي ليدني کړې وې . د اشرف غني حکومت د مشروعيت لپاره له ولسه رايه وغوښته خوچې په انتخاباتو کې دواړه ډاکټران سره جوړ رانغلل دجان کيري په منځګړیتوب يې په مصلحتونو حکومت جوړ کړ چې هيڅ ډول دملگرو ملتونو او په هېواد کې د اساسي قانون له مخې دولس درايو خلاف په مصلحت جوړ حکومت ته قانوني او مشروع حکومت نه شي ويل کيداى .

اشرف غني دملگرو ملتونو دبنديزونو دکميټۍ دمشر بهيمن څخه وغوښتل چې ديو شمير سياسي مخالفينو سره يې سوله کړې هغه دملگرو ملتونو لخوا جنگي مجرمين او په تور لست کې شامل دي هغه دى له تورلست څخه وايستل شي او پر ځاى دى د طالبانو نوى ټاکل شوى مشر ملاهيبت الله په تور ليست کې شامل کړل شي .

دملګرو ملتونو لخوا دبنديزونو کميټى څخه دا ډول مشروع غوښتنه هغو څوک کولاى شي چې هغه په خپل هېواد کې مشروع حکومت ولري نه د اشرف غني نا مشروع حکومت او د ملگرو ملتونو څخه مشروع غوښتنې تر دې دمه چې په افغانستان کې د کمونستي رژيم په دوران او بيا را وروسته د قدرت پر سرجگړو کې جگړه ماروهېوادونوپه کنډوالو بدل او په زرګونه افغانان ئې ووژل دهغو دتور لست څخه ايستل دڅه دپاره دي ؟ که په ملا هيبت الله دا جرم ثابته وي چې افغانان دده په مشرۍ کې وژل کيږي او په تور لست کې دى شامل شي هغه چې کلونه دمخه يې بې ګناه په زرګونه افغانان وژلى لومړى دى په تورلست کې د هغو محاکمه وغواړي بيا دې د ملا هيبت الله په تور لست کې دشاملولو غوښتنه وکړي . مونږ دچا سياسي ننګه نه کوو چې ولې په تور لست کې راځي خو هغه چا چې بې ګناه افغانان وژلي او هېواد يې کنډواله کړى لومړى بايد دهغو محاکمه وشي که اشرف غني په جنګي جرائمو دتور لست غوښتنه کوي نو دده په حکومت کې اکثريت چارواکي چې دکمونستي رژيم بقا يا دي او که دتش په نامه جهادي مشران دا ټول جنگي مجرمين او ټول افغان اولس يې په جرمونواو وژنواعتراف کوي بيا خو به داشرف غني ټول حکومت په تور لست کې شامل شي .مشروع غوښتنې دملګرو ملتونو څخه دولس په ګټه وي خو دهغه حکومت لپاره چې خپله هم مشروعيت ولري نه  داشرف حکومت .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button