انسان تښتوونکي څوک دي؟؟

فاتح کاروان

طبیعي ده چې کله مجرم ته د جرم په بدل کې سزا ورنکړل شي دا نه یواځې دا چې همدغه مجرم زړور کوي بلکې د جرم د ډېروالي او سرایت سبب هم کیږي، افغانستان ته د پراخ بنسټه غرب پلوه حکومت را نازلېدو دلته داسې ناخوالې وزېږولې چې چا یې تصور هم نه کاوه، دا چې د کابل ادارې قضایي سیسټم د ډیموکراسۍ په اصولو عیار شوی او په حقیقت کې ستره محکمه پخپله د فساد سرچینه ده طبعا به دلته ډول ډول جرایم ترسره کېږي.

په دا پنځلس کالو کې نه کوم اخلاقي مجرم علني محاکمه شو او نه هم د جرایمو د مخنیوي لپاره کوم مؤثر اقدامات ترسره شوي، چېرته چې د غل نه لاس غوڅول، د شرابي تعزیر، د قاتل اعدام او د زناکار رجم کول د بشر د حقوقو نه سرغړونه تعبیریږي، هلته به نو غلا، شراب، قتلونه او زنا ولې نه ډیریږي؟ متل دی چې څه کرې هغه به ریبې، ډیموکراسۍ مجرمان د محاکمې پرځای په لوړو څوکیو وګومارل، نو جرایمو وده وکړه، یو له هغو جرایمو چې ډېر ترسره کیږي د پیسو په بدل کې انسان تښتونه ده، ډېرې داسې پیښې شوي خو یوه نیمه یې رسنیزه شي لکه د اباسین او نوید، دا چې د دغه جرایمو تر شا د چا لاس دی ښکاره خبره ده چې د انسان تښتوونکو بانډونه د کابل رژیم د چارواکو له قوي ملاتړ نه برخمن دي، د نوید له کېسې خو لوستونکي خبر دي وروستي معلومات ښیي چې د نوید تښتوونکي د فراه ولایت د ملي امنیت د ادارې سره اړیکي لري کېدای شي د کابل فاسد رژیم د دې لپاره چې حیثیت یې نور هم ښکاره نشي دغه وروستیو معلوماتو باندې سترګې پټی کړي، خو نور دا حقایق نشي پټېدای چې د اخلاقي جرمونو مرتکبین د کابل رژیم مهم چارواکي دي، افغان ولس که له دې بدبختیو نجات غواړي باید نور له دغه فاسد او غلام رژیم نه چې په هر ډول اسلام ضد او بشر ضد افعالو ککړ دی او همداشان ټول چارواکي آن څارنوالان یې په اخلاقي او ټولنیزو فساداتو کې دخیل دي، د افغانستان د خلاصون او په ګران هېواد کې د یو سوچه شرعي نظام د قیام لپاره پاڅون وکړي او که همداسې ویده پاتې شولو بیا به نو د ارتداد، فحاشۍ، اخلاقي جرایمو او نورو بدبختیو لمن دومره پراخه شي چې د خلاصون هیڅ لاره به و نه لرو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button