(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۸) احمدالله مهاجر
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان په پنجاب ایالت کې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو پر مهال وویل، «هڅه کوي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي.»
ده وویل، چې پرون یې پنجاب ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د سیمې د امنیت او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
اردوغان ټینګار وکړ، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به د پاکستان او ترکیې ترمنځ د زدکړو، روغتیا، سوداګرۍ او نظامي چارو په برخه کې همکاري او مرستې پراخې شي.
رجب طیب اردوغان د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، تر څو ګولن ډلې ته په خپله خاوره کې د اوسېدو اجازه ور نه کړي.
















