(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱) زرغون خوږیاڼی
د یونسکو فرهنګي او علمي ټولنې تېره ورځ په کابل کې د بېسودۍ سره د مبارزې په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د هڅو سره سره ۱۱ میلیونه وګړي بېسواده دي.
د یونسکو رئيسې او استازې پاتریشا مک پیلیپس وویل، چې اوسمهال ددې هېواد د نوي نسل چې عمرونه یې تر پنځلسو کلونو کم دي، ۱۱ سلنه وګړي بې سواده دي او لږ تر لږه د لیک او لوست لومړنی مهارت هم نه لري.
نومړې په افغان حکومت تور پورې کړ، چې په هیواد کې د لیک او لوست زده کولو ته لومړيتوب نه دی ورکړی او په دې اړه یې کومه جوته پاملرنه نه ده کړې.
پیلیپس بیا په هیواد کې د ځینو غیر دولتي هغو موسسو چې د بې سوادۍ سره مبارزه کوي، ستاینه وکړه، د نومړې په وینا د یادو بنسټونو په مټ د لیک لوست زده کولو ۱۵ زره مرکزونه فعال دي، چې په هغو کې ۵۰۰ زره ښځې او نارینه د لیک او لوست په زده کولو بوخت دي.
پر دې سربیره نومړې وویل، د اټکل له مخې په لرې پرتو کلیو او بانډو کې ۴۰ سلنه نارینه او ۶۳ سلنه ښځې بې سواده دي، چې په افغانستان کې دا یوه جدي ستونزه ده.
د یونسکو استازې زیاته کړه چې د افغان حکومت له پوهنې وزارت سره په یوه ګډ پوهنیز پروګرام کار کوي چې له مخې به یې د ځینو هیوادونو په مرسته تر ۲۰۳۰ ز کال پورې ټول افغانان د لیک او لوست له نعمت څخه برخمن شي.
په غونډه کې د پوهنې د وزارت سرپرست وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل، چې اوس مهال د هېواد ۶۰ سلنه وګړي بیسواده دي، په دوی کې یې زیاته برخه ښځینه قشر جوړوي.
د غونډې په پای کې د ولسمشر میرمنې بي بي ګلې ته د لیک او لوست او د بې سوادۍ سره د مبارزې کولو ستاینلیک هم ورکړل شو.
















