(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱) الماس خدرخیل
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، چې د دغه ولايت په دواب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسلوالو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
والي وايي، وسله وال لا هم د دغه ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې موقعيت لري او شديده جګړه يې پيل کړې ده.
تېره ورځ د عبدالقیوم ویلي وو، که حکومت د نورستان ولایت ته جدي پاملرنه ونکړي، دغه ولایت به د طالبانو لاسته ولویږي.
د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره ورځ سهار وختي تر ۴۰۰ تنو پورې وسلهوالو د دوآب ولسوالۍ پر مرکز حمله وکړه، خو د تلفاتو په اړه مالومات نه لري.
د طالبانو وياند په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې ټوله ورځ يې دوام وکړ.
دوی زياتوي، چې د تېرې ورځې په جګړه کې يې له افغان ځواکونو د يادې ولسوالۍ ۲ دفاعي پوستې په بشپړه توګه نيولي دي.
د طالبانو په وينا، چې ياده ولسوالۍ اوس هم د دوی تر کلکې محاصرې لاندې ده او دښمن ته يې درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي.
















