۲۶- د دروغو ګواهي
د دروغو ګواهي دا ده چې يو انسان به د بل په باره کې په خپل شهادت (ګواهي) کې له دروغو څخه کار اخلي، مثلا : داسې ګواهي به ورکوي چې د فلاني سړي په فلاني باندې حق دی او دغه ګواهي به د ده په نظر دروغ هم وي او دا له ګناه کبيره څخه دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي : أَلَا أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ ثَلَاثًا قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ الْإِشْرَاكُ بِاللَّهِ وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ وَجَلَسَ وَكَانَ مُتَّكِئًا فَقَالَ أَلَا وَقَوْلُ الزُّورِ
ژباړه :
زه تاسو ته په کبيره ګناهونو کې تر ټولو په غټې ګناه خبر در نه ګړم؟ دا خبره يې دری ځلې وکړه، صحابه کرامو رضی الله عنهمعرض وکړ : ضرور اې د الله رسوله ! وې فرمايل ! له الله تعالی سره شرک او له والدينو څخه نافرماني کول، نبي کريم صلی الله علیه وسلم تکيه ووهله، مګر د راتلونکې خبرې د اهميت په خاطر مخامخ کيناست او وې فرمايل : خبردار ! دروغژنه خبر هم له ګناه کبيره څخه دی ([1] ).
د خلکو په مينځ کې د دروغو ګواهي عام کيدل او د خلکو په دې باره کې سست کيدل د قيامت له نښانو څخه دي، لکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم په مخکني حديث کې وويل : له قيامت څخه د مخه به د دروغو ګواهي عامه شي.
د دروغو ګواهي به يواځې د قاضي او حاکم په وړاندې نه وي، بلکه دا به د زندګي په تمامو معاملاتو کې وي، لکه څنګه چې خلک په خپلو روزمره معاملو کې غلط شهادتونه ورکوي، د ځينې کمپنيو او ادارو ملازمين د خپلې دندې په حوالې سره په مدارسو او جامعو کې د طالب العلمانو ګواهي او د بچيانو د والدينو په وړاندې ګواهي هم په دې کې شامله ده.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم د دروغو په ګواهي، د دروغو په قسم او د غلط بياني په ذريعه د نورو خلکو د حق له تلف کولو څخه سخته ويرونه کړې، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي : کوم سړی چې د دروغو قسم په ذريعه د يوه مسلمان ورور حق تلف کړي نو هغه به د الله تعالی په عدالت کې په داسې حال کې وړاندې کيږي چې الله تعالی به له هغه څخه سخت ناراض وي ([2] ).
بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم دغه آيت کريمه تلاوت کړ : اِنَّ الَّذِیۡنَ یَشۡتَرُوۡنَ بِعَہۡدِ اللّٰہِ وَ اَیۡمَانِہِمۡ ثَمَنًا قَلِیۡلًا اُولٰٓئِکَ لَا خَلَاقَ لَہُمۡ فِی الۡاٰخِرَۃِ وَ لَا یُکَلِّمُہُمُ اللّٰہُ وَ لَا یَنۡظُرُ اِلَیۡہِمۡ یَوۡمَ الۡقِیٰمَۃِ وَ لَا یُزَکِّیۡہِمۡ ۪ وَ لَہُمۡ عَذَابٌ اَلِیۡمٌ ﴿۷۷﴾ ([3] ).
ژباړه:
بيشکه هغه کسان چې پيري (بدل اخلي) دوی په عهد د الله باندې (چې ايمان په نبي او اداء د امانت ده) او په (دروغو) قسمونو خپلو باندې (ايمان په محمد او نصرت) قيمت لږ (دنيوي د هغه د نه منلو په عوض) دغه کسان نشته هيڅ برخه د دوی دپاره په آخرت کې او نه به خبرې وکړي له دوی سره الله (په خوښۍ) او نه به وګوري دوی ته الله (په رحم سره) په ورځ د قيامت کې او نه به پاک کړي دوی الله (له کفره) او (شته) دوی ته عذاب دردناک (په سبب د دغو بدو افعالو د دوی).
حضرت ابو امامه باهلي رضی الله عنه روايت کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کوم سړي چې په دروغو سره قسم وکړ او د خپل مسلمان ورور حق يې تلف کړ، الله تعالی په هغه باندې جهنم واجب او جنت حرام کړ، يوه کس عرض وکړ : اې د الله رسوله ! که چيرته هغه معمولي شی وي نو بيا؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : هغه دې يو مسواک ولې نه وي ([4] ).
[1] – صحيح البخاری، الشهادات، حديث : ۲۶۵۴، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۸۷.
[2] – صحيح البخاری، التوحيد، حديث : ۷۴۴۵.
[3] – آل عمران، آية : ۷۷.
[4] – صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۳۷.


















