سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د اقامې او تابعیت په ورکولو افغانانو ترکیې ته مخه وکړه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 25, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
10
ځلې شریک شوی
128
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 سرلیکنه

هغه افغانان چې له پاکستان او یا ایرانه هیواد ته ستانه شول، په دې ستنو شوو کډوالو کې يو شمير سوداګرو خپلې پانګې له ځانه سره هېواد ته  انتقال کړې.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

 په افغانستان کې موجوده خرابې امنیتي وضعې ته په کتو سره هيڅ څوک خپل مال او سر خوندي نه ګڼي، غواړي پانګې بهر ته انتقال کړي او هم له هېواده بهر هوسا او ارام ژوند وکړي.

ترکیې ته په تلونکو افغانانو کې يو شمير افغانانو له ایران او پاکستانه خپلې شتمنۍ له ځانه سره انتقال کړې او يا که په هيواد کې ميشتو سوداګرو يو څه پانګه درلوده، دوی د مخه په خپل هيواد کې خپل راتلونکی په هنداره کې لیده، ځکه خو ډېری افغانانو خپلې شتمنئ له هېواده نورو هيوادونو او ترکیې ته انتقال کړې.

په دې هېوادوالو کې هغه افغانان هم شته چې د ۲۰۰۱میلادي کال راپدیخوا یې د ناټو د ځواکونو لپاره ډول ډول قراردادونو کې په ملیونو ډالر ګټلي دي؛ خو اوس د خپلو شتمنیو او ژوند په اړه په افغانستان کې اندیښنه لري، ددې ترڅنګ یو شمیر نور لاملونه هم شته چې په زرګونو افغانانو ترکیې ته مخه وکړه .

د کله نه چې افغانانو نوورو هیوادونو ته د١٣٥٧راپديخوا د کډوالۍ مخه کړې ده، زیات شمیر یې د ایران او پاکستان وروسته په اروپايي هیوادونو کې میشت شوي دي، چې ترکیه اروپايي هیوادونو ته د افغانانو لپاره دروازه بلل کيږي. څه موده په یونان او ترکیه کې تیره کړي او بیا څوک د اروپا اتریش، بلجیم، فنلنډ، فرانسې، المان، هالنډ، ناروی، سلواکیا، سویډن او نورو هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

اوس چې په ترکیه کې د ګولن د کودتا وروسته امنیتي حالات کنترول او سم سمکي شول ژوند بیاله سره پیل شو، د ترکیې حکومت غواړي د نوروهیوادونو وګړو ته په ترکیه کې د اقامې او تابعیت نوي شرایط وړاندې کړي.

په ترکیه کې د منقول او غیر منقول جایداد او ملکیت اخیستل، د دریو کلونو لپاره پانګونه کول چې خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي او یا د ترکیې په کوم بانک کې د دریو کلونو لپاره د خپلې شتمنۍ ساتل د دغه هېواد د اقامې او تابعیت اخیستلو لپاره مهم شرطونه بلل کیږي.

هغه افغانان چې نورو اروپایي هیوادونو ته په تلو نه دي توانیدلي او په ترکیه کې ميشت شوي دي، دا مهال یې شمیر تر ۸۰ زرو اوړي، ترکیه میشتو افغانانو خپل کورونه او جایدادونه اخیستي، پانګونې یې کړي دي او په بانکونو کې یې پیسې ساتلي دي.

د څو ورځو راپدیخوا چې د ترکېې حکومت افغانانو ته په ترکیه کې اقامه او تابعیت ته لاره اسانه کړې ده دوه څلویښت زره نورو افغانانو د ملګرو ملتونو له لارې په ترکیه کې د پناه اخستلوغوښتنې کړي دي.

ترکیې ته د افغانانو مخه کولو یو بل لامل دا دی، چې افغانان په ټوله اروپا کې خواره واره دوستان او خپلوان لري، د هغوی سره د تګ راتګ لپاره ویزې ته اړتیا لري. اروپايي هیوادونو ته د افغانانو د ویزې ستونزه په ترکیه کې په میشتیدنې او تابعیت سره حل ده.

په افغانستان کې چې ورځ په ورځ د جګړې لوری بدلیږي، هغه افغانان چې نورو هیوادونو ته د تلو توان لري له هیواده پښې سپکوي.

 له افغانستانه د افغانانو وتل به نه یواځې موجوده ادارې ته ستوزې زياتې کړي، په ټوله کې ويلای شو چې افغان ولس به د یوه بل انساني نه جبران کیدونکي ناورین سره مخ شي.

مخکینې مطلب

مسافر طالب جان زمونږ دکلي دبقا لپاره ځان قربان کړ

بل مطلب

د حکومتي سرتیرو جنازې ولې نه کیږي؟

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com