قاري خالد
له صلیبي یرغل را پدېخوا افغانستان داسې سوی لکه اسلامي هیواد نه، بلکې کوم غربي هیواد چې وي؛ تر دې مخته به وخت ـ ناوخت په کفري نړۍ کې، دمسلمان امت د احساساتو دمجروح کولو لپاره په اسلامي اقدار پسخند وهل کېده، اما اوس په اسلامي اقدارو او شعائرو دپسخند دنده، زموږ ځینو بې وجدانه سیاسیونو ته سپارل سوې او دوی هم ښه پر خلاص مټ لګیا دي بېخوف او بې خطره، خپله دنده پر مخ وړي.
هغه مهال چې ملالۍ جویا په ډک پارلمان کې استاد سیاف توهین کړ؛ زموږ یو استاد موږ ته وویل: دا کومه عادي خبره نده چې دسیاست ماشومه دې دسیاسي بازار، تجربه کاره استاد تحقیر کړي، داسې انګېرم چې دا یوه پلان شوې دسیسه ده. سیاف کوم ماشوم یا عادي فرد ندی، سیاف تر شاه قوي مسلح ګروپ او دنظار شورا غوندې قاتله ډله لري
همدا نن یې له سیافه پیل وسو، او له سیافه یې ځکه پیل وکړ چې سیاف نسبت نورو ته، ځان ښه مسلمان او لوړ مجاهد حسابوي، ځکه یې لومړۍ هدف همدا لوړ مجاهد! سو
ګورو چې منځ کې څه کېږي او پای به یې څه وي
سیاف ته توهین دسیاف خپل کرلي ول چې ویې رېبل او لا به یې رېبي البته همدې سیاف ډوله تش پر نامه مجاهدینو داسې یو حالت رامنځ ته کړ، چې هم دوی مسخره کېږي او هم اسلامي اقدار
موده وړاندې یو صلیبي نوکر، دفیسبوک اداره په مساواتو کې له الهي قانون څخه بالا او ممتازه وګڼله، له کابله په چاپېدونکي یوه اخبار کې خدای وښکنځل شو (العیاذباالله)، له غربه واردو سویو ښځمنو څوـ څو واره شرعي نظام وننګاوه مګر دټولو پر اړه یو پڅ غبرګون هم ونښودل سو، نه دکوم کابل میشتي جهادي مشر! خاطر پرې دروند سو، او نه پرې بل کوم چا غوږ وخوځاوه
دحفیظ منصور اپلتې دهماغې پلان سویې دسېسې برخه ده دکومې یادونه مو چې په پیل کې کړې؛ که نور هم چوپ پاته کېږو، له دې به زیاتې نادودې واورو
که دحفیظ منصور منطق ومنو چې اسلامي ثقافت دترورېزم اساس دی؛ موږ دچا په هیواد یرغل وروړئ؟ موږ څوک بمبارد کړي؟ موږ دچا حقوق پایمال کړي؟ له چا مو ازادي سلب کړې؟
که موږ فقط له ځانه پر دفاع تروریستان باله شو او پر اسلامي ثقافت مو دبندیز غوښتنې کېږي؛ بیا خو په کار ده چې دنړۍ پر ټولو ثقافتونو بندیز ولګي، ځکه چې هر یو یې په دفاع عن النفس کې دمسلح مقاومت اجازه لري
موږ که حفیظ منصور هر څومره تقبیح کړو، او که یې هر څومره وغندو دا لړۍ نه درېږي، دلته به هره ورځ یو نوی حفیظ زېږي، هر ځل به مو د احساساتو د ازمېښت لپاره داسې نادودې له یوې نوې خولې راویستل کېږي
دا هر څه دیرغلګرو دپلان برخه ده، بلها مُهرې ورسره دي او هر کله یې چې زړه سي له یوې نوې مُهرې به کار اخلي
ترڅو چې د اشغالګرو او لاسپوڅو پر ضد یې یو مخیز پاڅون ونسي، تر هغو به مو په قصدي توګه اسلامي اقدار او شعائر مسخره کېږي.

















