لېکنه : اسدالله غيرت
تاسو رښتيا هم بريالي شوۍ، تاسو د وخت په هر قالب کې ځانونه ځای کړل، تاسو له حالاتو سره لکه موسمونه داسې بدل رابدل شوۍ، تاسو اوس په لويو لويو ماڼيو کې تر سترګو کيږۍ، تاسو اوس د وخت له زورواکو او ښاغلو سره سلفيانې کاږۍ، تاسو اوس تر هر چا ښاغلي او محترم ياست.
تاسو رښتيا هم بريالي ياست !
تاسو د ځان غوښتنې او شهرت لپاره د هر زورواکي دروازې ټکوۍ، تاسو د بې عدالتيو پر وړاندې د هر غږ د خاموش کيدو والا ياست. تاسو د فاسدو انسانانو د بې ځايه ستاينو معتادين ياست، تاسو د هېواد او سيمې د بې وزلو د حقونو خوړلو ارمانجن ياست، تاسو د فساد پر وړاندې د هرې نارې غندونکي ياست او بلاخره تاسو، تاسو ياست.
تاسو بريالي شوۍ !
تاسو ددې ټولو ځانګړتياو په لرلو سره بياهم بريالي شوۍ، تاسو د وخت د حاکمانو لخوا د ښاغلو په نومونو ياد شوۍ، تاسو ته تر بل هر چا زيات ارزښت درکړل شو، تاسو بېلا بېلو ځايونو ته وبلل شوۍ، تاسو په ستاينليکونو ونازول شوۍ، تاسو د بېلا بيلو کړيو هر ناروا غږ ته د شور ورکولو اصلي ادرس معرفي شوۍ او بلاخره تاسو د يوې سيمې اصلي او رښتينې مسولين وپيژندل شوۍ.
تاسو ورټل شوۍ !
تاسو د خپلو بدرنګو او دوه مخو کړنو له امله په ولسونو کې ورټل شوۍ، سپک شوۍ، ذليله شوۍ او بلاخره خدای ج ته ټيټ سترګې او شرمنده شوۍ.
پروردګاره خدايه !
ما او هغوی ته ددې ولس د رښتيني چوپړ توان راکه، کنه د دنيا له مخې مو ورک کړه.
پای
















