(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۵) زرغون خوږیاڼی
د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د دغې ولایت د امنیه قومندانۍ د نظارت خانې امر حکیم خان په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار د څلورمه امنیتي حوزې اړوند څلویښت متره سیمه کې د یو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنې سره ددغې ولایت د امنیه قومندانۍ د څارنې امر سمونمل حکیم خان وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د پيښې په تایید سره ویلي، چې نن سهار لس بجې څلویښت متره سیمه کې د نظارت خانې امر سمونمل حکیم خان کور مخې ته ماین چاودنه رامنځته شوې، چې په کې حکیم خان ځای پر ځای وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا په چاودنه لس تنه نور ټپیان شوي، چې څلور یې د حکیم خان د کورنۍ غړي دي، ویاند زیاتوي چې د ټپيانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د یو بل خبر له مخې ددې ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د ښار په اطافائيه کوڅه کې د پولیسو په یو رینجر موټر ماین چاودنه شوې، چې پکې ۳ پولیس ټپيان شوي دي.
تر دې مهاله د یادو چاودنو مسئولیت چا نه دی منلی.
















