شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په مرګ سیاست

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 4, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

قاري خالد

په رسنیو کې دطالبانو له لورې د انجینر فیض الرحمن د اعدام کیسه ګرمه روانه ده؛ انجینر فیض څوک و او کومه دنده یې درلوده، شاید اوس دا پوښتنې تر ډېره حل سوي وي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

پوښتنه دا ده چې دمرګونو په دې وطن کې، د انجینر فیض محمد پر وژنه ولې دومره غوبل جوړ سو؟

دلته چې هره ورځ له پوهنتونه محصلین کاږل کېږي، او بیا د زور واکانو له لورې په شخصي او پټو زندانونو کې داسې تعاذِب ورکول کېږي چې دمحصل پر مرګ تمامېږي؛ ولې څوک ږغ نه پورته کوي؟

څو ورځې وړاندې دوردګو په نرخ ولسوالي کې دنصیب الله پر نوم ځوان محصل چې دمامور عیان ځوی و، کلي ته څېرمه دوالیبال میدان ته روان و چې د اردو عسکرو وویشت او شهید یې کړ؛ نصیب الله له څوارلسم ټولګي فارغ و، محصل و، بېکاره و او دکار په لټه کې تر ایران هم ولاړ

دا چې نصیب الله د اردو عسکرو شهید کړی و، په شهادت یې دچوپتیا لامل همدا دی، او دیوه متهم انجینر په وژلو های سوران ځکه زور اخلي چې طالبانو وژلی.

طالبان وایي مجرم فیض الرحمن یې دده تر اقرار، بېطرفه پلټنو او کره ثبوتونو، له موندلو وروسته، ددرې ګونو محاکمو پر پرېکړه اعدام کړی او نږدې ورځو کې به یې ویدیو درسنیو له لارې دهیوادوالو سره شریکه کړي.

که هدف مطلق افغان وژنه غندل وي؛ ولې دیوې خوا وژل په درز غندل کېږي؟ ولې دیوې خوا په صحرایي محاکمو چوپتیا غوره کېږي، ولې دیوې خوا وحشت ته توجیهات لټول کېږي؟

درځئ په خپله قاضیان سئ؛ دشهید ریان وژل عادلانه ول؟ دکندهارۍ شاعرې مینه انتظار دمحصلې خورکۍ دوژلو امر کومې محکمې ورکړی و؟

دشهیدنصیب الله دشهادت جواز، عسکرو له کومه اخیستی و؟

په لسګونه پېښې سته چې چا یې په اړه سپڼ هم ندی کړی؛ که وحشت غندل هدف وي، که افغان وژنه تقبیحوَل هدف وي، ولې دهر افغان وژنه نه غندل کېږي؟

طالبان وایي فیض الرحمن  دوی ته زیات کارونه هم کړي، په کابل کې یې څو ځایه دچسپکي بمانو پر مټ انفجارونه کړي او په پای کې یې دملي امنیت ادارې سره تار اچولای او دپنځه لکو افغانیو مقابل کې یې ډاکټر مېروئس په شهادت رسولای.

که دطالبانو دعوه رښتیا وي؛ دیوه متنازع او متزلزله شخص لپاره اوښکې تویول دکومو اصولو پر بناء وطن پالنه ده؟

همدغه اوښکې که دیوه رښتیني افغان لپاره وبهول سي، تر دې به یې ګټه هم زیاته وي او د افغان وژنې مخه به هم تر یوه حده ډب سي.

له بدمرغه دې وطن کې اوښکو هم، دوینو په څېر سیاسي رنګ خپل کړی، هیڅوک دچا په ویر رښتونی ماتم نکوي بلکې کوښښ کوي محض خپل سیاسي حریف بدنام او دځان او ګوند لپاره ولسي همدردي پیدا کړي

په رُڼا ورځ اختطافونه دوام لري، له ډریورانو موټران تښتول کېږي، له مکاتبو هلکان تښتول کېږي، صرافان وژل کېږي، تجاران تهدېدېږي او په اثبات رسېدلې ده چې ددې ټولو ناخوالو تر شاه د امنیتي ادارو کارمندان لاس لري، مګر دا نن چې دفیض الرحمن پر وژنه اوښکې تویوي، دوی ټولو پر دې روزمره ناخوالو سیاسي چوپتیا غوره کړې.

زه تعجب کوم چې دا خلک چې له طالبانو دشواهدو غوښتنې کوي؛ دوی کله په طالبانو باور لري؟

که طالبان شواهد وړاندې کړي؛ دوی به بیا دا نه وایي چې له دې سړي دکېبلو پر زور اقرار اخیستل سوی؟

راځئ په ټول اخلاص او صداقت د افغانوژنې پر ضد ږغ پورته کړو، هیڅ قاتل ته توجیه ونه لټوي، دهر قاتل اعدام وغواړو، دهر بېګناه پر قتل اوښکې وبهوو او دهیڅ کوم وژل سوي پر وینو سیاست ونکړو.

لوی ټکي: طالبانفیض الرحمن
مخکینې مطلب

د سوریې د خونړۍ جګړې ۳ قصابان د خپلو جنایاتو پړه یو پر بل واچوله

بل مطلب

پوټین د جنرال ګروموف نصیحتونه هیر کړي او ټرمپ خپل لیونی سپی راخوشی کړ

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com