د یتیم محمد – صلی الله علیه وسلم- له امله په یو کور کې برکت

مأخذ: البدایة والنهایة
ژباړه:م. حمد الله(دانشمند)
له حلیمې سعدیې- رضی الله عنها- نه روایت دی، وایې: د یو لس کسیز ښځینه پلاوي په ګډون مو و “مکې مکرمې” ته مخه شوه، هدف مو د رضاعت(تی ور کولو) په موخه ماشومان موندل وو تر څو یې په بدل کې څه اجره (مزد) تر لاسه کړو او د قحطي (وچکالي) مخه تر څه بریده پرې ډب کړو.
د مکې مکرمې اړوند هستوګن زیاتره سرداران، تاجران وه، کله چې به یې ماشوم و زېږېد، د رضاعت له پاره به یې ورته په بیدیا کې مرضعه (تی ورکوونکې) لټوله تر څو یې ماشوم په بیدیا کې ستر شي؛ ځکه د صحرا تازه هوا د ماشوم په ژوند ځانګړی اغېز لري، ښه وده کوي، ماشوم یې ښه روغ او د ځواک څښتن وي.
زه په یوه برګه مرکبه (خره) سوره وم، چې خوار ځواکۍ ځپلې وه. له ما سره په سفر کې (مېړه حارث)، یو تي خوره ماشوم، یوه زړه اوښه هم ګډون لري، زما په الله پاک قسم، نه مو یو څاڅکی شیدې ترې لوشلې او نه مو ټوله شپه سترګې په خوب پټې کړې، نه مو ماشوم یوه شیبه ارام کړی دی، کرۍ شپه له لوږې کړېده؛ ځکه نه زما په تیانو کې شیدې وې، نه د اوښې په غولانځه کې؛ چې ماشوم مو له لوږې پرې ژغورلای وای، خو بیا مو هم مرال و نه بایلود، له یاد ترینګلي حالت نه مو د خلاصون امید لاره، خو زما د سوارلۍ سست تګ او شاته پاته کېدنه د ضعف او ډنګروالي له امله د قافلې ملګرو نشوای ژغملای.
مکې مکرمې ته و رسیدو، زما په الله پاک قسم، چې رسول علیه السلام و ټولو ښځو ته د تي ورکولو په پار وړاندي شوی و، خو کله چې به ورته وویل شول چې”یتیم” دی! یوې هم ورته ځان نه ټینګاوه، له ځانه سره مو ویل: مور به یې څه راته راکړي، موږ خو د ماشوم له پلاره خپل”اجرت” غواړو، مور یې دومره څه نه لري، چې پرې وه مو پالي! زما په الله پاک قسم! چې له مانه پرته ټولو سیالو مې د یاد هدف په موخه یو یو ماشوم وموند. ما چې کله بل ماشوم و نه موند، او د بیرته تللو په لټه کې شوو، خپل مېړه(حارث) ته مي کړه: بده انګېرم، چې د ټولو سیالو له مینځه ځه یوه بې ماشومه ولاړه شم¡ زه ځم هغه یتیم بې پلاره ماشوم له ځانه سره وړم. حارث(مېړه) ورته کړه: همداسي وکړه، ښایي الله پاک راته په دې یتیم ماشوم کې برکت واچوي، ورغلم، له ځان سره مي راوړ، قسم په الله پاک که بل مي موندلای وای د یتیم و پالنې او روزنې ته به مي زړه نه وای ښه کړای.



