لیکوال: صفي الله “رائد”
پرلپسې دویمه برخه:
د دوشنبې ورځ سهار مهال و، سپېڅلې او تازه هوا لږېده، دغه هوا دومره پاکه او خوښونکې برېښېده، لکه د تل لپاره یې چې له ځان سره له خوښیو ډک زیری را وړی وي.
هو !
همداسې وشول؛ د عبدالله په کور کې د الله وروستي استازي دنيا ته سترګې وغړولې او د ټول بشریت لپاره رڼا وګرځېده.
د هغه ﷺ په راتګ سره نړۍ ته رڼا راغله، نړۍ ته ښکلا راغله.
هغه ﷺ ټول امت ته د علم، تقوا، معاملاتو، معاشرت، اخلاقو، عباداتو، جهاد، تبلیغ او هر ډول خزانې کیښودلې.
لنډه داچې د انسان له پیدایښت څخه نیولې بیا تر مرګه پورې او د مرګ څخه تر بیا ژوندي کېدلو پورې او له بیا ژوندي کېدلو څخه تر ابدي ژونده پورې داسې یو اړخ او شعبه نشته چې په اړه یې د هغه ﷺ لارښوونه او یادونه نه وي.
رسول الله ﷺ نړۍ ته په داسې حال کې سترګې وغړولې چې پلار يې اووه مياشتې وړاندې شام ته په لاره په مدينه منوره کې د خپلو ماما ګانو په کور کې د ورپٻښې ناروغۍ له امله د پنځه ويشتو کلونو په عمر کې وفات شوی و.
رسول الله ﷺ په داسې وخت کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې چې په عربو كې جهل، وحشت او بربريت خپل اوج ته رسيدلى و، هغه ﷺ له پلاره يتيم پيدا شوی و، خو لا ۷ اوه كلن شوی نه و، چې د محبت او آرامتيا دا مهربانه غيږه يې هم له لاسه وركړه.
له دې درنې او غمجنې واقعې نه وروسته يې نيكه په پالنه او تربيه كې نه ستړې كيدونكې هلې ځلې و كړې.
د نيكه له مرګ نه وروسته يې خواږه تره د هغه ساتنه په غاړه واخيسته او د ژوند تر اخيري سلګۍ پورې يې له خپل وراره څخه دفاع وكړه او د دښمانو په مقابل كې يې ځان سپر جوړ كړ.
د رسول الله ﷺ مور بي بي آمنه وايي: کله، چې محمد ﷺ وزېږېده، زما له وجود نه یو نور ووت، چې د شام ټولې ودانۍ یې روښانه کړلې.
سيرت پوهان ليكي: چې د نبي كريم ﷺ د پيدايښت پر وخت عبدالمطلب صاحب قريشو سره له كوره بېرون چېرته په يو مجلس كې ناست ؤ، چا ورته د لمسي د پيدايښت زيرى وركړ، عبدالمطلب صاحب په ډيرې خوښۍ او چټكتيا سره د بي بي آمنې كور ته په منډه منډه راغى او خپلې سترګې يې په خپل بركتي لمسي يخې كړې، بيا يې په خپل غېږ كې راواخيست او له بيت الله نه يې ګېر چاپېره وګرځاوه، او پخپله يې هم متعال خداى ته د دغه لوى نعمت شكرانه ادا كړه.
كله يې چې ماشوم بېرته خپل كور ته راوست، بي بي آمنې ته يې وويل: ما د خپل دغه نازولي لمسي نوم محمد ﷺ كېښود، او هیله لرم چې عاقبت به يې هم محمود وي.
هو! ولې نه، د هغه ﷺ مخ چې د ښكلاوو كومې شغلې كولې دا د دې خبرې يو څرګند دليل ؤ.
د محمد ﷺ پالنه او هغه ته شیدې ورکول تر دوو ورځو پورې خپلې مور (بي بي آمنې) وکړل.
له دې نه وروسته د ابو لهب “عبدالعزی” يوې وينځې چې ثويبه نومېده د نبي كريم ﷺ پالنه كوله، خپلې شېدې به يې وركولې.
په دريم ځل د حليمې سعديې وار ؤ. په دې اړه چې كله دغه بختوره بي بي د نازولي ماشوم مخ څرګندوي په هر اندام كې يې د حسن تجلى او ښايست ورته برېښي، همغه ؤ چې په زړه كې يې ورته ځاى ونيوه، او له ډېرې مينې يې په مخ اخوا او دېخوا په مكرر ډول ښكل كړ، او د قسم په يادولو سره يې زياته كړه: چې ما كله هم هېچېرته داسې ښکلی ماشوم نه ؤ ليدلى.
ځینو مؤرخينو ليكلي: چې د نبي كريم ﷺ په پالنه او شېدې وركولو كې اسماء چې د حليمې سعديې لور وه او ام ايمن هم برخه اخيستې ده.
نور بیا…
















