جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د ښاغلي حکمتیار معاون کابل ته رسیدلی

kabull نشرونکی: kabull
اگست 18, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
9
ځلې شریک شوی
108
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

کابل ټکی کام ۲۷ زمری ۱۳۹۴

راپور فرید احمد

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي معاون ددې تنظیم د استازي په حیث کابل ته راغلی دی وايي؛ که افغان حکومت د دوی شرطونه ومني له تروریستي ډلو په تېره داعش سره به مبارزه وکړي.

محمد عظیم آبرومند رسنیو ته ویلي چې د سولې لپاره کابل ته راغلی او که چیرته د حکمتیار شرطونه د حکومت له خوا ومنل شي؛ په افغانستان کې به له ټولو تروریستي ډلو په تېره داعش سره مبارزه وکړي:

«داعش یوه خطرناکه پدیده ده چې یوه ډله یې له طالبانو جلا شوې ده او اوس سره یوځای شوي دي. موږ یې په هماغه اندازه خطرناکه بولو چې که د سولې له خبرو ابزاري استفاده وشي دا ډله به ډېره مخته لاړه شي.»

څه وخت مخکې د ګلبدین لخوا داعش یو اسلامي پاڅون وبلل شو او ابوبکر البغدادي یې د خپل امیر په حیث منلی و. خو چې دهغوی لخوا ورته څه اهمیت ورنکړل شو نو پخوا ته ورته سمدلاسه یې مخالفت شروع کړ.

محمد اعظم ابرومند وایي:

«دا د حکومت کار دی چې څه ډول کولای شي؛ د سولې خبرې اداره کړي موږ هم د همدې لپاره راغلي یو چې له حکومت سره خبرې وکړو. غواړم ووایم چې موږ هم د داعش په څېر له هرې یوې تروریستي ډلې سره چې خلک وژني مبارزه کوو.»

د حزب اسلامي دا استازی په هېواد کې د امنیت ټینګښت؛ د ډيموکراسۍ په چوکاټ کې د قانون واکمني او له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو وتل هغه شرطونه وړاندې کوي چې په خبره یې د حکومت له مشرانو سره به یې مطرح کړي.

ښاغلی آبرومند همداراز وايي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې ځینې ګټي لري او که چیرته د حکومت مشران د سولې خبرو ته لیواله دي دا بهیر باید سم اداره کړي که نه نو سوله به دغه هیواد ته یو ارمان پاتې شي.
د ولسمشر ویاند ظفر هاشمي وایي چې دولت له ټولو هغه ډلو سره سوله کوي چې وسله پر ځمکه ږدي.


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي دا استازی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې څه موده مخکې  له داعش نه د حکمتیار بیعت ددوی په پاڼه خپور شو.

د حزب اسلامي ډلې په دیارلس کالو کې ددوی په سروې تقریباً ۲۲۰۰۰ امریکایان وژلي دي خو اوس دوی په افغانستان کې له جهادي ډلو سره د مبارزې خبرې کوي.

څه موده وړاندې د حکمتیار یو ماشوم زوی په یوه رادیویي مرکې کې ویلی و چې ځکه حکومت ته نشي ورتلای چې هلته اسلامي نظام ندی پلي او له انتخاباتو څخه مخکې له دوی سره شوې وعدې ندي پوره شوي.

خو سیاسي کارپوهان وايي چې حکمتیار یو بدبخت انسان دی او همېشه د پردیو په لمسون کار کوي او همدا شان همېشه یې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره له زور او نفاقه کار اخیستی او حکومت باید له هغه سره په خبرو کې احتیاط وکړي.

ګلبدین همېشه دعوه کړې چې په افغانستان کې روان مقاومت ده په لاره اچولی دی او چې څومره جنګونه روان دي په اصل حقیقت کې دده له خوا رهبري کېږي خو اوس بیا وایې که چېرې سوله سمه رهبري نشي نو طالبان او داعش به په افغانستان کې خنډونه پیدا کړي.

مخکینې مطلب

افغان ولس ته له انګلیسه د ازادی د ۹۶ کلیزې په مناسبت پیغام

بل مطلب

حکمتیار صاحب ته هرڅه نه چلید!

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com