جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

حکمتیار صاحب ته هرڅه نه چلید!

kabull نشرونکی: kabull
اگست 18, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
9
ځلې شریک شوی
110
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

کابل ټکی کام ۲۸زمري ۱۳۹۴ لیکنه: محمد حسین څوکیوال د افغانستان په تېر دولتي نظام کې چې کرزي یې مشري کوله، څو څو ځله ښاغلي حکمتیار صاحب یې له کرزي وغوښتل چې په دولت کې یې شامل کړي، کرزي د سلا مشورو وروسته حکمتیار صاحب ته منفي ځواب ورکړ، حکمتیار صاحب د خواشینۍ سر په ځنګون کېښود، هېڅ یې نه شوای کولای، ځکه هغه ته پخوانۍ زور او شور نه ؤ ورپاتې. بیا یې په افغانستان کې د خال خال جګړې خبر ورکاوو، چې زمونږ جنګیالي د دولت ځواکونو سره به جګړه کې بوخت دي، تر ډېره یې کرل رېبل، چې نور څه وکړي کرزي هم پېژندلی ؤ، چې تر آخره یې په دولت کې خاص حکمتیار صاحب ته د پښې اېښودنې ځای ور نه کړ. تېرو ولسمشرۍ انتخاباتو کې یې هغه خپله وعده چې ولس سره یې کړې وه په غلام دولت کې به برخه نه اخلم، هېره کړه بیا یې د ولس نه په ډېره سپین سترګۍ وغوښتل چې د خپل ګوند استازۍ هلال ته رایه ورکړئ. که قطب الدین هلال د حکمتیار صاحب له ګونده نوماند نه وای شاید زیاتی رایې یې په خپل اهلیت وړې وای، خو دومره رایې یې واخیستې چې له شرمه یې پرې وینا هم نه شوای کولای، هغه د دري ژبې متل دی چې (نه چلېد).  د حکمتیار صاحب زور ازماینه هغه وخت شروع شوه چې د جهادي ګوندونو مشرانو سره یې ښکرې اړمې کړې، ویل یې چې یوازې زما ګوند دې د جهاد په ډګر کې پاتې شي، او د ارګ اقتدار دې تر لاسه کړم، خو سره له دې چې پراخه بهرنۍ ملتیا ورسره وه، په خپل منځي تنظیمي جګړو کې ( نه چلېد). هغه دوستم چې په خلاف یې ددوی د ګوند شعار دا و: «جنګ، جنګ، جنګ تا ختم ګلمجم» او د اقتدار لپاره یې ورسره لاس یو کړ، چې ارګ ته د دوستم په اوګو سور ورسیږي خو بیا هم( نه چلېد). ډاکټر نجیب الله چې ملي پخلاینه اعلان کړه، د پېښور د نشاط میل په غونډه کې ښاغلي حکمتیار صاحب وویل د کمونستانو سره ګډ حکومت په دې معنا دی چې کمونستي نظریې ته مو غاړه کېښوده، او غلام حکومت مو ومانه، د غونډې په ټولو ګډونوالو یې د قسم لاسونه د خپلو لاسونو په اشاره پورته کړل، خو د اقتدار په هیله یې د شهنواز تڼی سره د اقتدار د شرکت فیصله وکړه، بیا هم (نه چلید) څه موده مخکې یې  اشرف غني تر تأثیر لاندې راوستلو او د داعش په مشرتابه د راتللو او اقتدار ته د رسیدلو خوب یې ولیده، په ډېر افسوس د دوستم په څېر د یوې وحشي ډلې حمایت یې اعلان کړ، او له بغدادي سره یې بیعت هم وکړ، خو داعش ډلې ته چې د حکمتیار صاحب ماضي څرګنده وه، داعش هم ورته د یو عادي افغان په څېر اهمیت ور نه کړ، هغه خوب چې که ګوندي (داعش یار به وزن حکمتیار) شم او اقتدار ته به ورسېږم، د حکمتیار په نامه خو هیڅ هم و نه شول، بیا (نه چلید). حکمتیار صاحب فکر کاوه د داعش ډلې تجربه نشته، مشري به ماته لاس ته راشي، او له طالبانو به هغه غچ وا خلم چې په چار اسیاب کې را نه د تېښتې پر مهال پکول پاتې شو، پر طالبانو به خپل له اوره ډک زړه له داعش سره په ملګرتیا سوړ کړم، طالب به له منځه ولاړ شي، زه به بیا په هغه زور او شور کې یم…، ولا بیا (نه چلید). حکمتیار صاحب! د یوه مجاهد، افغان او پښتون په سترګه درته ګورم. والله چې بد مې درباندې ندي پېرزو! دا هم منم چې ما په لیکنه کې درته تېزې خبرې وکړې، خو د بل بده وینا مې در باندې نه لوریږي، بیا هم ستا دفاع کوم. که نور نه وي د یوه پښتون په حیث مې هم در باندې د چا بده وینا نه لورېږي. حکمتیار صاحب! نور توخدای دا د چوکۍ مینه پرېږده. دې منصب کې تا څه لېدلي دي چې نه یوازې ځان دې پرې سپک کړ بلکې ټول تنظیم دې ورسره بدنام کړ، زما دې په خدای سره قسم وي چې له تا مې ډېره دفاع کړې، خو  اوس دې په نامه شرمېږم. زړه نا زړه یم چې د چا شعر به وي خو شاید د حمید بابا وي وايي چې: ما سهار سبا لیدلی ؤ د چا مخ *** چې مې درسته ورځ و نه لیدو دا ستا مخ زړه مې در باندې درد وکړي، څومره هلو ځلو ائتلافونو، اختلافونو، سازشونو، معامله ګرمۍ، د بهرنیو سره د معاملو، ولس ته د سوالونو بیا هم تا د چا مخ لیدلی، چې د ارګ مخ دې و نه لیدو، دا به د شهیدانو د وینو سره د جفا ازار وي او که د چار اسیاب څخه پر کابل ویشتونکو میزایلو له امله د کابل د کونډو او یتیمانو ازار وي، چې ته یې همداسې ناامیده پرېښودې. توخدای له خپل قسم خوړلي دښمن مسعود سره دې د طالبانو خلاف ائتلاف وکړ ترڅو له طالبانو غچ واخلې، خو چې ستا نصیب نه چلید دی هغه بېله خبره ده.  د اشرف غني نه مخکې دې د کرزي دولت ته د یوه غلام دولت نسبت کولو، چې د امریکا د لاس کېنولی او د بڼ د غونډې غیر اسلامي او غیر شرعي دولت دی، اشرف غني خو هم د جان کیري لخوا د جوړ دولت رئیس جمهور دی. کرزي لا دومره افغانانو ته رسوا نه ؤ، له امریکا افغانستان ته را ولېږل شو، اشرف غني خو جان کیري له امریکا لاس نیولی تر ارګه راورسوو، او د ټولو افغانانو په وړاندې یې په تخت کېناوو.   ستا جهادي عظمت او اوس اشرف غني ته په پښو کې سر اېښودل، هغه دا چې یو ځل بیا دې کابل ته خپل نماینده ولېږه، تر څو په اقتدار کې ورسره شریک شې، وژړولم، سر له وخته زیری درواخله چې دا به هم (نه چلید) شي. یادونه: په کابل ټکی کام کې ضروري نده چې د هر لیکوال نظر دې د ادارې له اصولو سره اړخ ولګوي. ستاسو ټولو افغانانو نظرونه او لیکنې چې د نشر وړ وي کابل ټکی کام یې خپروي. – See more at: https://kabull.com/Maqalay_Details.php?maqala_details=31#sthash.9RKiBd88.dpuf

مخکینې مطلب

د ښاغلي حکمتیار معاون کابل ته رسیدلی

بل مطلب

واه امیرالمؤمنین!

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com