په اسلامي ټولنه کې د سیکولریزم ناسور

لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
اسلام د یوې داسې عقیدې نوم دی، چې د ژوندانه په هره شعبه حاوي او د انساني ټولنې روزمره زندګي تر خپل پوښښ لاندې راولي.
خدای جل جلاله چې زمکه پیدا کړه، په زمکه کې د انساني ټولنې د ژوند تېرېدا لپاره یې خپل سماوي ازلي قانون راولیږه.
آدم علی نبینا و علیه السلام یې په زمکه کې د ځان خلیفه تعین کړ، دا په دې معنا چې زمکه زما ده، په دې کې د زندګۍ د تېرېدو قانون به هم زما وي.
په دې سلسله کې رب لایزال یو لک څلور ویشت زره کم و زیات پیغمبران را ولېږل، د نبوت د سلسلې تر ختمېدو وروسته دا کار دیني عالمانو ته پاتې شو.
اسلام د نورو شعبو سره سره د نظام نوم هم دی.
پر مسلمانانو د اسلامي نظام قیام فرض دی، د نړیوال کفر او صلیب د اسلام سره جنګ اصلاً په همدې نقطه باندې دی، که مسلمه امت په یو اتفاق د خپلو نظامونو واګې کافر ته وسپاري، نو هېڅ مشکل به پېښ نه شي، لکه اوسنۍ غلامه اسلامي نړۍ؛ چې د خپل سیاست، اقتصاد او تعلیم اختیار یې یهودو ته حواله کړی.
کفارو له ډېر پخوا څخه د فکري جنګ په سلسله کې عمیق کار شروع کړی، چې د دې کار لپاره یې د تعلیم په ساحه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.
په اسلامي ټولنو او هېوادو کې د عصري تعلیم ماحول د دوی په پوره اختیار کې دی او د مسلمانو ځوانانو فکري روزنه د تعلیمي ادارو د ماحول په مټ په داسې طریقه کوي، چې په دې سلسله کې د اسلامي ملکونو نظام د دوی په اختیار کې شي.
د افغانستان د پوره څلورو لسیزو تاریخ او ناخوالې ټولې د مکتب د ناسم ماحول په مټ په اسلامي ټولنه تپل شوی، له نور محمد ترکي څخه رانیولې، بیا د شر او فساد تر کړغېړنې دورې پورې، چې د سوچه اسلامي نظام په مقابل کې یې قد علم کړی وو او بیا د کرزي او اشرف غني تر دورو پورې چې تر ټولو منحوسه او شرمېدلې دوره ده، دا ټول د مکتب د هغه ماحول پیداوار دي، کوم چې د کفارو په ولکه کې یې قرار درلودلی، چی د سیکولریزم او ډیموکراسۍ فکر ته پکې د پام وړ کار شوی دی.
تعلیم، اقتصاد، زراعت چې د سیاست او نظام سترې شعبې دي، د دې ټولو شعبو د واک پر سر د اسلام او کفر تر منځ جنګ دی.
که چیرې نظام اسلامي وي، نو د مکتب پوهنتون او عصري تعلیم د مرکزونو ماحول به د اسلامي نظام په برکت اسلامي وي، چې اسلامي ټولنه به په معاشراتي لحاظ د عصري علومو په مټ چې یو انساني ضرورت دی، ښېرازه او دسیالانو یوه سیاله ټولنه به و اوسي، خو چې تر څو مو دغه ماحول د اغیارو تر واک لاندې وي، نو په ډېر زور به مونږ خپل ځوان نسل را خپل کړای شو.
د فکري یرغل له خوا یرغمل شوی د عصري علومو ماحول او دغه ماحول ته منسوب قشر نه یوازې دا چې په علمي لحاظ د اسلامي ټولنې ښه تعمیر وکري، بلکې لا به د دې ټولنې لپاره سرخوږی او د ناسور میکروب او په فکري لحاظ به د سیکولریزم او ډیموکراسۍ ښکار وي، چې د خپلې ټولنې اقدار او نوامیس به په تیږو ولي او داغ داره کوي به یې، ښو ته به بد وایي او بد به ښه ورته ښکاري، عزت به په بې عزتیو کې لټوي، د دین طالب چې د دې ملت وقار دی او د همدې ولس ناموس او شمله یې دنګه ساتلې، د خپل ولس د عزت، پت او ناموس د ساتنې په خاطر ځان ټوټه ټوټه کوي، مګر د اغیارو په ماحول کې تربیه شوی او د سیکولریزم او ډیموکراسۍ په زهرجن غشي لگېدلی انجینر ساب به یې د تشناب د پاکولو ور هم نه بولي.

