(انجینر ګلبدین حکمتیاره)

صلاح الدین ایوبي

ستا پرحال راته افسوس نه بلکې ژاړه راځي!

په دې مې ډیر زړه ودردیده چې دیرش کاله دې د پردیو میندو زامن د اسلام په نوم له دین څخه قربان کړل، بچیان دې یتیمان کړل، ښځې دې کونډې کړې، کورنۍ دې خوارې او زارې کړې او ته اخر هم د ډالر ملګری شوې او د هغوی په ارمانونو دې سودا وکړه.

باور وکړه د غلامۍ په ژوند مې نه یې پیرزو.

باور وکړه نن صبا چې درته لویان او ماشومان ښکنځل او بدرد وایي ښه یې نه بولم؛ خو څه وکړي ستا ناسمې تګلارې همدې ته جوګه کړل ګیله نه ورنه کوم.

او باور وکړه نن صبا چې ستاسو نشرات، لیکنې او مرکې ګورم ګورم په سترګو کې مې اوښکې لکه غمي ډنډ شي او د ډاکټر نجیب هغه خط مې سترګو ته ودریږي چې درته لیکلي یې و.

ګلبدینه! راشه سوله راسره وکړه ، که مکه مکرمه کې راسره کینې هلته به کینو، که مدینه منورې کې کینې هلته به کینو او که کعبه شریفه کې راسره کینې هلته به کینو او که د کعبې شریفی ملا امام پکې درېیم ګړی غواړې هغه سره به کینو، خو خدای لپاره جنګ ته د پای ټکی کیږده.

که انتخابات را سره کوې، راشه انتخابات راسره وکړه ، که اکثریت رایې دې واخیستې نو نر غوندې رئیس جمهور شه، لومړی شخص به زه یم چې مبارکي درکړم او…

تا د رټلي او له غیرت ډک جواب سره سره ګرم جنګ شروع کړ، په زرګونه بې ګناه افغانان دې د کمونیست او رنګه رانګه نومونو لاندې مړه او زخمیان کړل، د هیواد پرمختګ، ترقي او اقتصاد دې په ټپه ودراو.

کابل دې لوټې لوټې او په کنډواله بدل کړ.

که دې هغه وخت جوړه کړې وای نن به ولې دومره شهیدان او ناخوالې منځ ته راتللې نن به ولې په لکونو کورنۍ غمجنې کیدلې نن به ولې په زرګونو میندې بورې کیدې او نن به ولې مونږ په پردي وطن کې درپدر کیدو او نن به ولې افغانستان د جنګ میدان ګرځیده.

هغه وخت خو نه وطن اشغال وو او نه روسانو شتون درلود، نن چې افغانستان د پنځه څلویښت کفري هیوادنو تر استعمار لاندې قرار لري، بې ګناه ولس مو د کفارو او د هغوی د غلامانو د لاسه بې دریغه وژل کیږی او ځورول کيږي او یوه لحظه مو ماشومان او لویان ددوی د طیارو له شوره نه دي ارام، یوه ورځ مو خپلواکه نه ده او تا د هغو کمونیستانو سره جوړه وکړه او همدا د کمونیستانو غلامه او خبثه اداره دې خپلواکه او ازاده وبلله نه پوهیږم کوم ضمیر او څنګه وجدان اجازه درکړه او ولې دې هغه شهیدان او کونډې سترګو ته ونه دریدې، چې ستا په قومندو کې یې د سپېڅلي او خپلواکه نظام په هیله ارمانونه خاورې کړل.

افسوس ستا په دې عقل او منطق باندې.

افسوس ستا په دیرش کلنه چټله مبارزه باندې.

او افسوس ستاپه نشراتو بس مبارک دې شه غلامه غلامه زندګي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button