دڅه لپاره ددفاع وزارت لوړ پوړي چارواکی له دندو ګوښه کړل شول؟

دکندز دپېښې او ترهغې راوروسته چې طالبانو دهېواد په يو شمیر ولایاتونو او لسوالیو کی له دولتي  ځواکونو نه ډیرې سیمې ونېولې ، د دفاع په وزارت کې په لوړه کچه د بې باورۍ فضا رامنځ ته شوه چې اشرف غني کندز ته په لیږل شوی پلاوی کې دکندز ښار دلاسته وتلو لاملونه غرض هم ؤ .

دکندز دلاسه وتل اوبیا بېرته نيول دولت ته دیوې خوا په ډیر لګښت تمام شول اود  بلې خوا د دفاع وزارت دلوړ پوړو چارواکو هغه ادعاوی چې زمونږ پوځونه دخپل هېواد ددفاع چمتووالي او وړتیا لري ، پوچې ښاره او هسي دکاغذ په مخ لیکل پاتي شول.

اشرف غني ته چې دکندز لیږلی پلاوی کوم راپور راوړ دیو اونۍ په غور کولو ورسته يې ددفاع په وزارت کې  یوشمیر لوړ رتبه  چارواکي دبې کفایتي په نامه له دندوګوښه کړل.

 له یوې خوا بې وزیر دفاع وزارت له اوله بې کفایته ؤ او اوس يې دیوشمير لوړرتبه چارواکو له دندو په ګوښه کولو سره نورهم بې باوره کړ. ددفاع په وزارت کې ۶۱ چارواکی له دندو ګوښه کړل شوی، څه دسزا په ډول دلوړ رتبو څخه ټیټو رتبوته لېږل شوې.

اشرف غني او ورسره ډاکټر عبدالله به دانتخاباتو دکمپاین پر مهال دښي حکومتدارۍ اومسلکي کسانو په مقررولو وعدی او ژمني داولس سره کولې خو دواړه پدې ونه توانېدل چې دیوه کال په تیریدو سره په حکومت کې اصلاحات راولي.

 د ټولو وزارتونو حال د افراتفري نه ډک دی خو دکندز پېښي ددفاع وزارت باور له منځه یوړ چې  اشرف غني مجبور شو ددفاع په وزارت کې یو شمیر لوړ رتبه کسان له کارونو ګوښه او تبدیل کړل نور به ددفاع وزارت په وزارت کی په اصلاحاتو راوستلو کی  دهېواد ددفاع توان ولرې.

که اشرف غني او ورسره  عبدالله په همدی سوچ او فکر ددفاع به وزارت کې دا بدلونونه مقررۍ مخکې نه  کړې وی نو بیا خو تی نور تاوان هم وزارت ته رساوه.

همدا ددفاع وزارت بدلونونه اوله دنده ګوښه والي به داشرف غني او ډاکټر عبدالله تش په نامه دیووالي حکومت سره لومړي بيلوی او بیا په دزوال سره مخ شي د تیرو اتو میاشتو دسروی له مخی چې په افغانستان کې دسولې او دیمکرسۍ دیووالي په نامه دیوموسسی لخوا شوی دتیر کال په دوران کې په پوځي سطحه چې د فاع وزارت دهېواد ددفاع په نامه لګښت کړی ۹ ملیارده او ۹۱ ملیونه ډالرو مصرف شویدي چې پدې کې دځني سختو ژوبلو او مریضانو بهرنیو هېوادونو ته دلېږ لو مصارف هم شامل دي.

 ددی دومره لګښت او بیاهم په بې کفایتي سره دفاع نه کول لا مل شو چې دیوشمېر کسانو ددندو نه په ګوښه کولو تمام شول.

ترټولو لومړی ظاهرعظیمي له دندی ګوښه کړل شو، بل دافغان او ناتو ځواکونو دمعلوماتو دکمیټي مسؤل ګوښه او پر ځای يې جنرال محمدفرید وټاکل شو .

ارکان حرب ، لوژیستیک ، قول اردوګانو،  تخنیک ، معارف  (عامه پوهاوي)  ادارو کې څه له دندو ګوښه او څه نوی کسان مقررکړل شول دادی لپاره چې مخ په زوال نظام ددفاع توان پیداکړی خو دحالاتوله مخي نور به هم دفاع وزارت بې توانه شی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button