(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی
طالب ویاند په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د کابل د استخباراتي اداره د هیواد په یو شمیر سیمو کې د طالبانو په نوم جعلي شب نامې خپروي او ځینو سیاسي اشخاصو ته تهدیدوونکي تیلفونونه کوي.
طالب ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، په دې وروستیو کې استخباراتي کړیو د طالبانو د محاکمو رئیس او د رهبری شو ری غړي مولوي عبدالحکیم په حواله ناسمې او درواغجنې خبرې خپرې کړې وې، چې ګویا د شیخ هبة الله خوند زاده رهبري ضعیفه ده.
دوی وايي، چې د کابل ادارې استخباراتي کړیو لخوا جعلي شب نامې، تهدیدپاڼې او اخطارونه ترتیب شوي او خپلو جاسوسانو ته یې دنده سپارلې چې دا پاڼې د طالبانو په نوم خپرې کړي.
ذبیح الله مجاهد په وینا، په کابل کې د پوهنتون اسادانو او نورو بانفوذه شخصیتونو ته د تلیفون له لارې تهدیدونه شوي او ځان یې ورته د طالبانو چارواکي ورپيژندلي.
ویاند وايي، چې موږ په پټه څوک نه تهدیدوو او نه هم چاته اخطار ورکوو « که داسې څه ته ضرورت پيښ شي چې موږ چاته خبرداری ورکړو هغه دخپلو ویندویانو، رسمي ویب سايټ او رسمي نشراتي لارو څخه خپروو »، نوموړی وايي موږ دغه ټول جعلي اقدامات په کلکه ردوو او له «ټول ولس، بانفوذه کسانو او تهدید شوو خلکو څخه غوښتنه کوو چې دا ډول جعل سازیو ته هيڅ ارزښت او اهمیت ورنکړي.»
د ارزښت له مخې خپلو هیوادوالو ته د طالب ویاند اعلامیه کټ مټ خپروو:
د دښمن لخوا دیو شمیر جعلي پاڼو، پروپاګند او ناکامه هڅو په تړاو د اسلاميامارت د ویاند څرګندونې
د کابل ادارې د مزدورې استخباراتي دستګاه لخوا په دا وروستیو کې د هیواد په ځينو ولایتونو، سیمو او ساحو کې یو شمیر ورقې په جعلي ډول چاپ او ترتیب شوي او خلکو ته د تشویشونو د اچولو په موخه یوځای بل ځای شیندل کیږي.
څو ورځې مخکې دا ډول یوه پاڼه خپره شوه چې د اسلامي امارت دمحاکمو ریس او د رهبری شو ری غړي شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم صاحب په حواله يې ناسمې خبرې خپرې کړي وې، بیا یوبله پاڼه د پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر په ځینو برخو کې وویشل شوې چې هغه هم ځينو استخباراتي کړیو ته منسوبې وي او د اسلامي امارت درهبرۍ په اړه يې پروپاګند کړی و، همدا ډول په ګڼو ولایتونو کې د کابل ادارې د استخباراتو لخوا جعلي تهدید نامې، شب نامې، اخطارونه په یو او بل عنوان جعلي پاڼې ترتیب شوي او خپلو جاسوسانو ته يې دنده ورکړې چې داسې پاڼې د مجاهدینو په آدرس د خلکو په منځ کې وشیندي او پروپاګند خپور کړي.
همدا راز وړمه ورځ په کابل کې د پوهنتون ځينو استادانو او نورو بانفوذه اشخاصوته د تلیفون له لارې هم تهدیدونه شوي وو او تلیفون کونکي ځان اسلامي امارت ته منسوب کړي و.
اسلامي امارت داسې ټول جعلي اقدامات په کلکه ردوي، موږ په پټ ډول نه چاته تهدید کوو او نه هم چاته اخطاریه ورکوو، که داسې څه ته ضرورت پيښ شي چې موږ چاته خبرداری ورکړو هغه دخپلو ویندویانو، رسمي ویب سايټ او رسمي نشراتي لارو څخه خپروو، ماسوا له دې له نورو لارو تهددیدي شب نامې خپرول، اوراق شیندل، خلکوته تشویش اچول دا ټول کړه وړه د کابل ادارې د استخباراتو لخوا ترسره کیږي، هغوی هڅه کوي چې د جګړې په ډګر کې خپل شکست په دا ډول بزدلانه او نامردانه عمل سره جبران کړي.
موږ له ټول ولس، بانفوذه کسانو او تهدید شوو خلکو څخه غوښتنه کوو چې دا ډول جعل سازیو ته هيڅ ارزښت او اهمیت ورنکړي اوپه ځانګړي توګه له رسنیو څخه غواړو چې د داسې استخباراتي موخو لپاره ونه لوبيږي او د دښمنو استخباراتي ادارو په خوله د پروپاګند له خپرولو څخه جداً ډډه وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۸/۴/۳هـ ق
۱۳۹۵/۱۰/۱۳هـ ش
2017/1/2م
















