(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱۳) الماس خدرخیل
د پاکستان د بلوجستان ايالت په مرکز کويټې ښار په سوېل کې د سرحدي ځواکونو پر يوه موټر ماین چاودنه ترسره شوې ده.
د دغه ښار پوليسو ويلي، چې چاودنه سهار مهال د بای پاس په سيمه کې د سرک په منځ د یو ځای پر ځای شوي ماین پواسطه د سرحدي ځواکونو د ګزمې پر موټر شوې.
د کويټې پوليسو ویلي، چې د سرحدي ځواکونو موټر په مکمله توګه ويجاړ شوی او پکې ۴ تنه سرتيري ټپيان شوي دي.
د پوليس په وينا ټپيان روغتون ته د تداوۍ په موخه لېږدول شوي دي.
تر دې دمه د چاودنې مسئوليت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخيستې، خو په پاکستان کې د دغه هېواد د نظام په خلاف د تحريک طالبان او ځینې نورې وسله وال ډلې بريدونه او جګړې ترسره کوي، چې وخت ناوخت يې مسئوليت هم پرغاړه اخلي.
















