راپورتاژ: الماس خدرخېل
د کندوز خان اباد او يو شمير نورو ولسواليو اوسېدونکي وايي، په دې ولايت کې د غير مسئوله وسلوالو “اربکيانو” له زور زياتي او ظلم نه په تنګ راغلي يو .
د دوی په وينا په دغه ولايت کې ورځ تر بلې د غير مسئوله وسلوالو حضور زياتېږي او په دې وروستيو کې يې په دې ولايت کې قرارګاوې هم جوړې کړي دي.
دغه غير مسئوله وسلوال يا اربکي مليشې له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکايانو په مشوره په هېواد کې جوړ او ملي پاڅون کوونکو په نامه د امريکايانو له خوا تمويل شول او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې قرارګاوې او پوستې جوړې کړې.
په همدې تړاو د خاناباد ډېری خلک وايي، چې د غیر مسئوله وسلهوالو له ظلم او ځورونې په تنګ راغلي یو او دولت هم د خلکو ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې، نو خلک دې ته اړ شول څو د خپل مال او د ځان دفاع په خاطر له طالبانو سره یوځای شي.
د خان اباد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ازادۍ راډيو ته وویل: “اربکیانو زما زوی له کوره وایست او په د خپل کور مخ ته یې په ډزو وواژه، ۶ ورځې کېږي چې زما زوی یې وواژه، نو اوس والي صاحب خواته راغلي یم څو زما غږ او عرض واورې.”
د يادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی وايي: “موږ د دغو اربکیانو له لاسه په تنګ راغلي یو، نه څوک د خپلې لور واک لري، نه څوک د خپل ځوی واک لري، نه څوک د خپل مال او پيسو واک لري موږ د دغو اربکیانو له ظلم او ځورونې څخه ډېر په تنګ یو.”
د يادې ولسوالۍ د قومي مشرانو په وينا، د دغو خپلسرو ټوپکیانو په ملاټر کې د پخوانیو تنظیمنو مشران همدارنګه جګ پوړي دولتي چارواکي لاس لري.
بلخوا د خانآباد ولسوال حیات الله امیري هم د خلکو خبرې تائیدوي او د کندز سیمه ییزو چارواکو څخه غواړي څو له دوی سره د دغو خپلسرو وسلهوالو په خلع سلاح کولو کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د کندز والي اسدالله عمرخېل، د دې ولسوالۍ ټولو غیر مسؤل وسلهوالو ته خبرداری ورکړ چې په سیمه کې له خپلسرۍ څخه لاس واخلي او کنه د دوی پر وړاندې به له قانونې او پوځي چلند څخه کار واخلي.
که څه هم قومي خلک په سيمه کې چارواکي ګرم بولي چې د اربکيانو او غير مسئوله وسلوالو ملاتړ له ځان سره لري، خو د کندوز والي ښاغلي عمرخېل زیاته کړه:”هرهغه څوک چې غیرقانونې وسله لري او په دولت کې رسمیت نه لري، هغه هم زما دښمن دي او هم د ولس دښمن دي، که څوک وسله اخلي وسله او ځان دې په دولت کې ثبتاو راجسټرکړي، څو موږ خپل دوست او دښمن وپيژنو.”
له دې مخکې هم د هېواد په يو شمير زياتره سيمو کې او بالخصوص د غزني په مقر کې دې ترهګرې ډلې هغه جنایات ترسره کړه چې قلم يې په لیکلو د عفت تویېدلو وېره احساسوي، په هغه سيمه کې هر دوکاندار مجبور دی چې ترهګرو اربکیانو ته د دوی دچرسو لپاره هر اوونۍ زر کلدارې ورکړي، او که څوک ترې انکار وکړي ممکن په مرګ يې تمامه شي.
هلته اربکيانو داسې حالت جوړ کړی و، چې هره ښایسته پېغله پخپلې کورنۍ پسې اور ګرځېدلی و، هر اربکی حق لري چې یوه ښځه پرېږدي او بله وکړي ، هر اربکی حق لري چې له چانه يې خور لور وغوښته باید وريې کړي.
هر اربکی حق لري چې د چا له خور یا لور سره د مينې پر نامه کومه اړیکه وساتي او که د دې ټولو جنایاتو په وړاندې چا غږ وکړ، له پرلپسې جنسي تېریو وروسته به يې ځای ګور وي.
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې اربکيان په لویو لارو خلک شکوي او د غټو موټرو نه په زوره پيسې اخلي.
د خاناباد ولسوالۍ خلک خبرداری ورکوي، که حکومت ډېر ژر د دغو خپلسرو وسلهوالو پر وړاندې لاس په کار نهشي، نو ښايي د دې ولسوالۍ ډېری خلک خپل ملاټر له طالبانو څخه اعلان کړي.
د خاناباد ولسوالۍ د کندز شمال ختیځ لوري ته موقعیت لري او د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي پر زراعت او مالدارۍ بوخت دي، خو په دې وروستیو څو کلونو کې غیر مسؤل وسلهوالو د دې ولسوالۍ خلکو ژوند یې له ډېرو ننګو سره مخ کړي دی.

















