ليکوال : امين وردګ
موږ نشو کولاى چې ؛ ستاسو په (هرهر غم) غمجن شو ؛ ځکه چې : ستاسو په ځينو غمونو کې زموږ ګټې نغښتې دي ؛ نو ګټو ته کله سړى غمجن کېدلاى شي ؛ بلکې ګډاوې ورته کوي.
موږ ښه پوهېږو ؛ چې ستاسو په کورونو باندې نن څه ورځ ده ؛ خو موږ معزور وګڼئ غمجنو !
زموږ د خوشاليو او خنداګانو ورځ همدا نن ده ؛ که نن تاسو ته غم نه واى پېښ ؛ نو زموږ خوشالي او ګټې هم ناشونې وې !
ښه نو…!
تاسو به واياست چې ؛ هغه کوم غمونه دي چې : موږ خوشاله او تاسو خفه کوي ؟
راځئ ؛ چې زه مو پوه کړم !
را مخته شه د مرګوني ټپي څښتنه !
زه پوهېږم ؛ چې ته نن په بد حال يې ، سخت وارخطا يې ، سخت خفه او غمجن يې ؛ پوهېږم چې نن ورځ دې جيب تش دى ؛ پوهېږم چې د ټپي کوکارو ګنګس کړى يې ؛ مګر څه وکړم ؛ زه يو جراح ډاګټر يم ؛ زما د ګټې او (ياسين تېزولو) ورځ همدا نن ده ؛ زما بچي همدا ستا (سپيره جيب) ته ناست دي ؛ که زه په نننۍ ګټه خفه شم ؛ نو هغه د خوشالۍ ورځ به مې کله وي
او ته ، اې سرماتيه او لاس ماتيه موټروانه !
حاجت نشته چې ماته نن وير وکړې چې : موټر مې هم ټکر شو ، زه هم ټپي شوم ، نورې پيسې هم نه لرم ، بچي مې هم خوږ شوي ؛ مګر زه يو ترافيک يم ، حادثه راته د اختر ورځ ده ؛ زه چې په نننۍ ګټه خفه شم ؛ نو ماته به کله خوشالي وي !
او اې ، د مړي وارثانو !
زه ستاسو غمونه درک کولاى شم ؛ ښه پوه يم چې : نن سخت خفه ياست ؛ مګر زما خوشالي زما په ګټه کې ده او زما هغه ګټه دا ده ؛ چې نن ستاسو په لاس د اسقاط نغدې واخلم .
د ټپي ځوان زړې مورې ؛ تاته وايم !
پوهېږم چې زوى د ټپي دى او تا دردوي ، د ده نارې هم آورم ؛ مګر زه يو قومندان يم ؛ زما امتياز ستاسو په همدې نني غم کې پروت دى ؛ نو هېڅوک هم خپل امتياز ته نه خفه کيږي.
او اې د شهيد ماشومانو !
ستاسو شلېدلې جامي وينم او ښه پوهېږم ، ستاسو د مور ببر سر مې هم وليد ، ستاسو سرپرست هم ګورم ؛ چې نشته ؛ مګر زه يو آمر يم ، زما ټولې ګټې ستاسو په دې وير او ماتم کې پټې دي ؛ نو ما معزور وګڼئ ؛ زه ستاسو سره سم نه شم ژړلاى.

















