ولس کوم  ډول دولت غواړي ؟

لیکوال  شریف الله خالد

انسان چې عقل یې سالم او ضمیر یې خپلواک وي همېش د  داسې  مواردو په هڅه کې وي چې د جسم، کور کلي او هیواد ګټې ورپسې نغښتې وي،هیڅ کله به ضمیر د داسې کړنو اجازه نه ورکوي چې د مال، جان، ناموس، کور، کلي او هیواد ته پکې نقصان پروت وي، همدا راز هیڅکله په داسې ژوند نه وي خوښ چې خوږ وجود یې د مرګ او زخم نه په خطر کې وي، ناموس ته يې په بده کتل کېږي، مال یې زیانمن او ټولنه کې یې د وېرې او ترهې فضاء خپره وي.

له کومې ورځې چې ګران هیواد ته غربي ښکېلاک خپل منحوس وجود راوړی د افغانانو د جسمونو سربېره د هیواد  سمه او غر، اساسي زېرمې، قدرتي ښائست، ټولګټې پروژې او هغه  خدائي خزانې چې د ګران هیواد تلپاتې ابادي او جوړښت ورسره تړلي دي، د زور واکه چورګرو لخوا یې په داسې حال کې چور او تالان روان دی چې د افغانانو په نوم ځینې افراد یی  ملتیا او رهنمائي کوي، خو بیا هم د ګوتو په شمېر څو هیوادوالو یې دفاع شروع کړې ده او له اولې ورځې څخه یې د اشغالګرو شتون د ګران هیواد قدرتي خزانو او د هیوادوالو د مال جان او ناموس لپاره د نقصان سبب ګڼلی دی.

د اشغال له پیل سره هم مهاله داسې ډیرې پېښې د تاریخ پاڼو ثبت کړي چې  د یرغلګرو او ملي اردو سرتیرو لخوا  د بې وسه او بې دفاع ولس د ښځو او ماشومانو وینې د ویالو په څېر بهېدلې او مالونه یې د اور خوراک شوي دي، خو  متأسفانه چې له ډېره وخته په خواله رسنیو کې داسې راپورونه هم نشر کېږي چې د دولتي لوړ پوره  چاروکو، اربکیانو او پولیسو له لوري د خلکو ناموسونو ته په سپکه کتل کېږي، د بېلګې په توګه  د تخار څخه تښتول شوې جلکۍ درې کاله پس په داسې حال کې پیدا کېږي چې په اجتماعي ډول د جنسي تیريو ښکار او په نشو یې روګدې کړې وي  د نورستان چارواکي د ۱۴ جلکیو په تښتونو کې ښکېل وي د ننګرهار چارواکي په یوه شپه د دوه خویندو نکاح غواړي نو خود به   د جوزجان  ښځي د اربکیانو له ظلمونو څخه د خلاصون لپاره سلاوي پورته کوي او د خپلو سیمو ساتنی لپاره به طالبان غواړي د هیواد اساسي خزانې د چارواکو په قومنده د ساتنې په نوم  چور کېږي د کابل په ګڼ مېشته سیمو کې په رڼا ورځ د پوستو له څنګ څخه د موټرو تښتول یو عادي جرم ګڼل کېږي هر کله چې دولت د افغانانو د سر او مال حفاظت نه شي کولی او د هیواد د طبعي خزانو ساتنه په چورګرو کوي او ولس د خپل امنیت لپاره د دولت مخالفین غواړي نو معلومېږي چې مخالفین رښتیا هم د د جوګه دي چې د افغانانو سر او مال وساتي او د داخلي او خارجي چورګرو څخه یې د خزانو حفاظت وکړي په همدې بنیاد که د طالبانو تر واک لاندی ساحې وګورو د خلکو سرونه په حفاظت کې دي مالونو ته یې د غلا او چور په نیت څوک د کتلو جرأت هم نه شي کولی او ناموس ته سپکاوی خو تیري ګرو ته د سر په بیعه تمامېږي، همدا شان د هیواد اساسي زیرمې او قدرتي خزانې د چورګرو له چور څخه په امن دي هغه که د بدخشان لا جورد دي  او که د کونړ ځنګلونه

کله چې  یوه اسلامی ټولنه کې د ښځو عزت خوندي نه وي او مال یې د دولتي غلو له طرفه مباح ګڼل کېږي نو وګړي یې په کومو سترګو  ځانونه آزاد او خپلواک بولي او د ازادۍ ورځ په جشنونو لمانځي.

نو راځئ په ګډه داسې نظام راوستلو لپاره لاس په کار شو چې زمونږ سر او مال پکې خوندي وي او د هیواد طبعي خزانې مو د هیواد ابادۍ لپاره وکارول شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button