دواک پرسر د جمعیت ناندرۍ او د کندزاحتمالي برید

سرمقاله
په شمال کې یوځل بیا د سختوجګړو د پیل کیدو خطرلیدل شوی دی ځایي اوسیدونکي وایي چې په شمال کې د جمعیت دګوند دغړو لخوا هره ورځ په حکومت کې د جمعیت د ونډې په اړه بحثونه کیږي اودجمعیت د ګوند د غړو ترمنځ اختلافات دومره زیات شویدي که یوځل بیا طالبان پر کندز عملیات پیل کړي نود جمعیت پورې اړوند پوځي مسئولین به د کندز له ښاره دفاع ونه کړي.
د یوې میاشتی راپه دې خوا د ارګ، دوستم اوعطامحمد نور ترمنځ په لومړۍ مرستیالۍ بحث روان دی چې دوستم نه غواړي خپله څوکۍ د عطامحمد نور په واک کې ورکړي.
یوه اونۍ د مخه د ارګ او عطامحمد نورترمنځ له خبرو څرګنده شوې وه چې ارګ نورته د معاونیت د څوکۍ وړاندیز کړی دی خوڅه وخت چې دوستم کابل ته را ورسید ارګ له هرډول خبرومنکرشو.
تیرکال چې پرکندزطالبانو بریدونه پیل کړل نود د فاع وزارت په شمال کې پردوستم او د جمعت پرقوماندانانوزیات باور درلود همداسې وشول چې د دوه اونیوجګړو په دوام کندز د طالبانو له محاصرې وژغورل شو که څه هم طالبان دکندز له شل کیلومترۍ لرې نه دي تللي خو د کندز چارواکي د کندز د ښار دامنیت ډاډ ورکوي.
د ورکړل شوو راپورونو له مخې د بغلان د ولایتي شورا غړي او اوسیدونکي وايي چې د دولت مخالفو ډلو په هغوسیموکې چې ترکنترول لاندې ېې دي قوي مرکزونه جوړ کړي، د راتلونکي کال د جګړې لپاره تیاری نیسي .
تیره اونۍ ویل کیدل چې په کندز کې د دولت د مخالفو وسله والوپه وړاندې عملیات پیل کیږي خو اوس دعملیاتو د پیل کیدو ځای پرکندز د احتمالی برید د فاع نیولی دی.
دامهال چې د کابل مرکز په شمول د هېواد په ځنوسیموکې واورې هم پیل شوي پلخمري ترسخت تهدید لاندې او په بشپړتوګه پلخمري د طالبانو په محاصره کې دی ، دهنه غوري ولسوالۍ له پنځه میاشتو راپه دې خوا طالبانو سره ده، چې د پلخمری محاصره به هم د کندزپه نیولوکې مهم رول ولري.
له یوې خوا د جمعیت، دوستم او ارګ ترمنځ دواک پرویش معامله او له بلې خوا په بغلان کې د طالبانو پرمختګ د کندزښاریان بیا اندیښمن کړیدي، که دولت د مخالفو وسله والوپرخلاف عملیات پیل نه کړی شمال میشتي خپل راتلونکي ته سخته اندیښنه لري ځکه کندز په شمال ختیځو ولایتونو کې د طالبانو نظامي مرکز ګڼل کیږي دبلې خوا د تیرکال په نسبت له طالبانو سره ډول ډول نوی وسلې هم لیدل شوي دي چې امکان لری دولتي ځواکونه به پرکندزد طالبانو داحمتالي بریدونو د دفاع توان ونه لري.
حکومت ترهرڅه دې ته خوښ و چې د حکمتیارسره سوله به لومړی په شمالي ولایاتو او بیا په ټول هیواد کې طالبان هم وهڅوي چې سولې ته مایل شي خو د روسېې لخوا پرملګرو ملتونو د حکمتیار له تورلسته داستلو ځنډولو غږ به نه یواځې داچې سوله ټکنۍ کړي بلکه د واک پرسر د جمعیت ناندرو په دوام به د کندزاحتمالي برید وروسته سقوط ته هم زمینه برابره کړي.



