نږدی ده چې پنځه اولسوالۍ سقوط وکړي !!!

سرمقاله
دیوڅه مودی را پدیخوا چې دطالبانو وسلوالو جګړې زیاتې شوي اوپه ولایاتو کې دیوشمیراولسوالیو اوخواوشا پوستو دنیولو راپورونه یو دبل پسې ورکول کېږي دکورنیو اودفاع وزارت چارواکي پدې اندیښنه کې چېکه طالبانو کوم بل ولایت چې دامهال په څو ولایاتوکې جګړې روانې دي ونیسي نودهغې به بیا اولس ته څه ځواب ووایو؟
دکندز ولایت دنیولو وروسته ددفاع په وزارت کې لوړ رتبه چارواکي له دندوګوښه کړل شول او څه دلوړو رتبو څخه ټیټو رتبوته ولیږل شول. که ولایاتو یا اولسوالیو نیول دوام وکړي دکورنیو چارو اودفاع لوړ رتبه چارواکي یودبل پسې په ګوښه کولو سره بې اعتماده اونا اهله ګرځي بیا به ددفاع اوکورنیو چارو په وزارتونوکې څوک مسلکي ، با اعتماده او وړ اشخاص پیدا شي چې دطالبانوپه وړاندې هم وجنګیږي اوهم هره ورځ ددفاع په وزارت کې دنوو ستونزو دحل په لاره کې مقابله اوجنګي پلانونه جوړ کړي.
دامهال چې طالبانو په دولسو ولایاتو کې ددولتي ځواکونو پرخلاف دعزم په نامه عملیات پیل کړیدي دهرات دغوریانوپه اولسوالۍ کې ېې دیوڅه ډیرکم مقاومت اواړیکودرلودلوسره داولسوالۍ امنیه قوماندان دخپلو دیرشو عسکروسره طالبانوته سره دوسلو تسلیم شو ددفاع وزارت اوملي امنیت اندیښنې ېې زیاتې کړې .
طالبان لکه دمخه ېې چې یادونه وشوه دټول هېواد په کچه ددولتي اوامریکایي پوځونوپرخلاف جګړه دوامداره ساتلی په دولسو ولایاتو کې دجګړې دزیاتوالي په اندیښنه تیره ورځ دجمهوري ریاست لخوا یوه اعلامیه خپره شوه چې ملي امنیت دې محاربوي احضارات سخت کړي .
ددوو ورځو راپدیخوا پدې دولسو ولایاتوکې دملي امنیت لخوا دمحاربوی احضاراتو دسختولو امر ورکړل شویدی خوتراوسه لادفاع اودکورنیوچارو وزارتونوته نده څرګنده چې د کومو ولایتو پر کومو اولسوالیو به جګړه زیاته شي.
ملي امنیت او دفاع وزارت ته د طالبانو لخوا پر لپسې د الوتکو را غورځولو اندیښنې زیات کړي دي او تیره ورځ چې د پکتیا ولایت د سید کرم په اولسوالۍ کې طالبانو F – 16 جیټ الوتکه را نسکوره کړه نو اندیښنې یوازې ددفاع د چارواکو نه بلکه په واشنګټن کې هم پدې بحث وشو چې تر اوسه پورې طالبانو د الوتکو ضد میزائیل نه درلودل دائې د کومې خوا را پیدا کړل؟
د پکتیا ولایت سید کرم اولسوالۍ کې د F – 16 را غورځول شوی الوتکې قیمت تر یو نیم ملیون ډالرو زیات ښودلی شویدی او همدارنګه په تیره میاشت کې د یوې اوروانه میاشت کې ددرې څرخي الوتکو چې را وغورځول شوي دي د یوې الوتکې قیمت یو ملیون ډالر ښودل شوی.
ددفاع وزارت ویاند دولت وزیري او پخوانې هوائې قواؤ قومندان جنرال عتیق الله په خپلو مطبوعاتی کنفرانسونو کې د طالبانو سره د هوا ضد میزائیلو په ترلاسه کولو سخته اندیښنه وښودله.
په ۱۳۹۰ کال د اسد د میاشتی په پنځلسمه په وردګو کې څرخې الوتکه په راکټ ویشتلی وه چې پکې د یو افغان ژباړن به شمول 30 تنه بهرنی عسکر وژل شوې وو خو اوس چې طالبانو څو الوتکې را غورځولې د امریکا او افغان چارواکو اندیښنې ئی زیاتې کړي چې نور نو په اولسوالیو کې د هوائی ځواک د بمبار پر مهال دا اندیښنه شته چې الوتکې وغورځول شي.
په ښکاره خو ټولو ولایاتو کې جګړه روانه ده، غوریانو او غورماچ د اولسوالیو سقوط به د ولایاتو د نیولو لپاره زمینه برابره کړي.
آیا دملی امنیت محاربوی احضارات به ئی مخه ونیسی او که نه ؟



