د اسلامي سیاست د لمانځه قایمول او د قبولیت شرایط یې

لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
امارت د یوه حقیت نوم دی، د افرادو نوم نه دی، امارت فکر دی، مفکوره ده او یوه لوړه اسلامي عالي برنامه لري.
امارت د نړۍ د مستضعفو مسلمانانو لپاره د اسلام د مبارک دین د سیاست لمونځ دی، تکبیر تحریمه او سلام لري، قیام او قعده لري، رکوع او سجده لري، ارکان او شرایط لري، فرایض او واجبات لري، سنت او مستحبات لري، محرمات او مفسدات لري، نواقض او مکروهات لري.
که د اسلامي سیاست دغه لمونځ څوک فاسدوي، نو دا د سیاست لمونځ نه دی، دا امارت نه شو.
که فرضاً یو فرد دغه د اسلامي سیاست لمونځ په صحیح توګه په پوره شرایطو برابر او پوره اداء کړي، نو دا لمونځ قایم شو او دی، که څوک یې شرایط او ارکان نه ور پوره کوي، لمانځه ته کوم تاوان نه رسیږي، بلکې تاوان د ناولیو او بې لمانځانو دی، چې دغه لمونځ یې یا پرېښی او یا یې فاسدوي، مکروه او حرام اعمال پکې ترسره کوي، دغه ناولي او بې لمانځان لمانځه ته کوم نقصان نه شي رسولی.
نو که څوک نوي په دې لمانځه درېدلي وي، یا له دې وروسته دریږي او یا له زړو لمونځ کوونکو څخه دا لمونځ هېر شوی، یا ګډوډ وي، نو د شرایطو په پوره کولو او د ارکانو په پوره مراعات دې د زړه له اخلاصه د دې لمانځه په امام پسې اقتداء وکړي او له سره دې ایماناً او احتساباً سم نیت وتړي، او که چېرې یې قصداً یا سهواً اندک خلل په لمانځه کې راغلی وي، نو سجده سهوه دې اداء کړي او دغه لمونځ دې په صحیح معنی او شرعي سیاسي طریقه قایم کړي.
بې اودسه کسان، ناولي اشخاص او د سیاست سلفیان دې هسې بې ځایه رفع الیدین والرؤس نه کوي او د سیاست سیکولران دې بې ځایه د دې عبادت محل ته د انسي خناس شیطان په صفت نه داخلیږي، تر څو د دې نورو مخلصینو په لمانځه کې د دوی د وسواس په وجه خلل رانه شي.
بې اودسه لمونځ حرام دی، بې اخلاصه او بې نیته لمونځ د خناس کار دی.
دغه لمونځ اول زده کړه غواړي، بیا د ټولو شرایطو او ارکانو په پوره کولو سره یوازې نه، بلکې په امام پسې اداء کیږي، خو په دې شرط چې نیت، پوره اخلاص سره به ایماناً او احتساباً اداء کیږي، له دې پرته ورته د برائت اعلان دی، زمونږ د سیاست د لمانځه مسجد ته دې نه داخلیږي، که څوک داخل شي، یا داخل شوی وي، نو دا منافق دی او د منافق چلند به ورسره کیږي.



