د طالبانو پر سیاسي روابطو نیوکې، تر ټولو ستره سیاسي تېروتنه

لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب
اوس هم طالبانو د چا ور نه دی ټکولی، نه یې چاته زارۍ کړي، بلکې د طالب صفا جهادي موقف او غښتلی مقاومت او مدبرانه رهبریت په جګړه کې ښکېل هېوادونه ،امریکا او ناټو چې په سر کې یې امریکا قرار لري؛ په دې پوه کړل، چې طالب د چا د زور په وړاندې د ماتې نه دی، امریکا په خپله هم د طالب په وړاندې په خپله ماتې اعتراف وکړ.
بل خوا د طالب سیاسي بهیر، سوچه او پخه پالیسي په حقیقت ولاړ، صفا او روښانه موقف ټوله نړۍ، د طالب سره په جنګ کې ښکېل او ناښکېل ټول هېوادونه په دې قانع کړل، چې د طالب برنامه پر حقایقو بناء، د ولس د غوښتنو او امیدونو انځورګر او د هرې سیاسي سودا بازۍ څخه پاک او د هر قسم سازش نه کوونکی، نه منونکی او مخالف دی او سیاست یې یوازې د اسلام د عالي دین څخه سرچینه اخلي او له خپل دغه موقف څخه تېرېدل ناشونی کار بولي.
طالبان د سابق په تناظر پر افغانستان واکمن وو، په داخلي او خارجي سیاست کې شفاف، سلطه یې واقعي، فیصله یې یقیني وه، ولس ته یې شېرازي تر لمر واضحه وه، د هر قسم فساد، تبعیض او ناخوالو مخه یې نیولې وه، تر واک لاندې سیمو کې یې پوره امنیت وو، خیانت او عیش طلبي یې نه پېژندله او نه یې د چا سره د نمونې په شکل کوم ثبوت شته، خپل سرونه یې د اسلامي نظام د قیام لپاره، چې د پوره انسانیت د اخروي او دنیوي سعادت ضامن دی، قربانول، سیاست او حکومت داري یې حقیقي وه، هغه په دې معنا چې د شریعت په چارچوب کې دننه د ټولنې او ولس خدمتگاران وو، د هېڅ کوم چا سره یې د موقف په سر سودا نه کوله، جامعه یې په دیني پېشرفت د ټولې نړۍ په سر کې وه، د دین له دایرې څخه بیرون او غیر پابند پېشرفت ته یې د دجالي ارتجاع په سترګه کتل، په نظام کې یې د ټولو قومونو حقوق خوندي وو، د هر چا مال، ځان او عزت خوندي وو، په خپل زور، د الله په مرسته او د ولس په پوره ملاتړ د ولس له زړونو راټوکېدلی او د هغوی په زړونو په معنوي او ظاهري لحاظ، د مهربانۍ په اصولو پوره مسلط وو.
خو نړیوالو د ټولو بین المللي، انساني او اسلامي قوانینو خلاف جبراً ظلماً دا سپیڅلی نظام، چې د سولې او امنیت یوازینی ممثل او معلم وو؛ راچپه کړ او پر ځای یې داسې یو فاسد نظام چې د انسانیت او اسلامیت خلاف په هر فساد ککړ دی؛ راووست، په دې نظام کې، نه امنیت شته، نه ولس ته خدمت شته، نه د چا مال خوندي دی، نه د چا ځان خوندي دی، نه د چا ناموس خوندي، نه یې مشر، نه یې کشر، نه رئیس جمهور، نه یې معاون، نه وزیر، نه یې عسکر، نه یې افسر، د هېڅ قسم بداخلاقیو خیانت او وحشت څخه خلاص دی، بداخلاقي او فساد تر حد اوښتی، آن تر دې چې قومي مشران د سیاسي مشرانو له خوا له جنسي تجاوز څخه لاندې، په امن هېڅ قسمه خپلواکي نه لري، نه د سیاست په سطحه، نه د اقتصاد په سطحه، نه اجتماعي او نه هم په فردي سطحه خپلواکي لري، بلکې له یوې مخې په هر لحاظ ټول غلامان، اجیران او بلواکان دي، اوس دغه حکومت د دې حق لري، چې د افغانستان تاریخ، وقار، افغانیت، اسلام، ناموس په نړیوالو باندې له هغوی سره د قرارداد په صورت کې خرڅ کړی، د افغانستان خاوره، ناموس ملي او اسلامي اقدار وپلوري.
خو خپلواک طالبان او امارت که په سیاسي سطحه د کوم ملک سره سیاسي روابط جوړوي او خپلې مسلَّمې غوښتنې د نړیوالو مخته ږدي، د خپل عالي موقف څخه نړیوال خبروي، دا نو په کوم حساب او قانون جرم دی؟ دغه حق څوک او په کوم قانون له طالب څخه سلبولای شي؟
طالب خو د لوی خدای په فضل نه وطن پلورلی، نه یې د چا عزت لوټلی، نه یې په سیاسي لحاظ داسې څه کړي چې هغه دې په اندک ترینه اندازه د پېغور وي، نه یې د خپل حکومت په دوران کې داسې عمل کړی، چې اسلام او ولس دې د انتقاد گوته ورته ونیسي او نه اوس تر خپل عالي موقف تیریږي، نه به د خپل ولس، اسلام او وطن دنگه شمله ټیټه کړي، نه به په هېڅ صورت تر خپل موقف او روا غوښتنو د چا د زور په وړاندې تېر شي، ځکه د لوی خدای فضل او په خپله مېړانه، شفاف سیاست او د صفا برنامې په درلودلو سره یې د هر چا زړه ته دا خبره ورکوزه کړې او د هر دوست او دښمن، زور ځواکو او زبر ځواک مغز ته یې دا پیغام ورپیچکاري کړی، چې طالب له خپلې غوښتنې، چی د قران حاکمیت دی، په هېڅ صورت او د هېچا د فشار له کبله نه تیریږي.
طالب په همدې موقف او د همدې هدف لپاره راغلی، په همدې هدف بېرته له حکومتي صحنې وتلی او بېرته بیا د خپل دغه هدف لپاره د قربانۍ ډګر ته راغلی او راځي، هر مشکل یې وزغموو، خو ذلت او له موقف څخه په شا کېدل یې نه منلي، نه به یې له دې وروسته ومني ان شاءالله، نړۍ او صلیبي دجال یې په وړاندې ماتې ومنله، طالب ورکه مني، خو ماتې نه مني.
هر هغه څوک چې د طالب په سیاسي روابطو بړوس، خفه او ټنډ شوي دي، هغوی دې پوه شي، چې تاسو نه د ملت نمایندگان یاست، نه د اسلام کومې داسې هستۍ یاست، چې څوک مو په دې نامه وپېژني.
دا خاوره د اسلام ده، دا ولس مسلمان، مجاهد او جهاد پروره ولس دی، دا وطن د شهیدانو ټاټوبی دی، دلته د کونډو، رنډو، یتیمانو، زخمیانو او بندیانو امیدونه د اسلامي نظام نفاذ ته سترگې په لاره دي، دلته به د قران نظام وي او بس.



