د باګرام حوري!

س. سیرت
خندا په لیونتوب شوله خندا ېې لیونۍ کړه
د نیا لیونۍ شوې ده دنیا ېې لیونۍ کړه
په عرش کې ابتدا د ژوندون شوې په تقدیر ده
تدبیر لېونی شوی انتها ېې لیونۍ کړه
الف ملاوی په مینه کې چې رشوې راکږې شوې
مجنون ېې لېونی کړ هم لیلا ېې لېونۍ کړه
باګرام کې چې د حورو په څیر ترکې راښکاره شوې
عدن کې حسن ورک شو تمنا ېې لېونۍ کړه
معبد کې مجازي خدایان د ځمکې تل ته لاړل
آسمان ته د کا هنو آ دعا ېې لېونۍ کړه
محفل کې چې یوسف په کنعاني ښکلا څرګند شو
مصریو ګوتې پرې کړې زلیخا ېې لونۍ کړه
سیرته سیاسي لوبه روانه ده سیالي ده
آسیا ېې لېونۍ کړه اروپا ېې لېونۍ کړه



