غــم او خوښي!!

حارث ريحان
زما زړګی دغم اوخوښی ترمنځ دجګړي په ډګر بدل شوی
د وصل لښکرې د خوښۍ له لوري جګړه کوي
خو د هجر لښکرې بيا د غم له لوري
وصل لکه سپېڅلی چريکي مجاهد هلته او دلته بريد کوي
هجر بيا لکه کافر دښمن لوی هجوم راوړي
خو! د وصل بريد لکه استشهادي مجاهد کله کله پر يوه ګوزار د هجر ډېر دردونه له منځه وړي
د وصل ترشايوه له رمزه ډکه مينه ده
خو هجر یې له غمازانوسره په تړاو تورنوي
ای د حسنونوحسنه! زړه سوی دې غواړم
د هجر ټپونه يا په وصل درمانېږي
او يا د صراحتونو په نړۍ کې په ياد
خو زه ستا د ياد لپاره تل ټپ ناسورونکې د رمزونو نړۍ ته ځم
ځکه د صراحتونو په نړۍ کې لکه توره بلا حسد خوله شلولې
کرغېړنه بدظني په څوکه کې ناسته ده
أی دحسنونو حسنه!
د ټپي زړه آرمان مې واوره
د رمزونو له دې نړۍ د سپېڅلتياپه مرسته
غواړم رښتوني رمز ته لاړ شم او رښتوني راز ته
لويه ربه!
ته د رښتونو د رښتونولۍ رښتونی رمز او راز راکړې
اوخوښي مې د تل لپاره په غم او وصل مې دتل لپاره په هجر سوبمن او بريمن کړې
آمين!



