د ژوند هدف؛ او هدف ته د رسېدو لاره یې!

لیکنه: محمد عمر حماد

د ژوند کتاب مې په داسې حال کې پرانست چې ډېرې هیلې او ارمانونه راسره مله وو.

د کتاب پر پښتۍ لیکل شوي وو: نا آمیدي او ناهیلي ووژنه چې ژوند دې ژوندی شي.

کله مې چې د کتاب مقدمه مطالعه کړۀ، هلته مې پر څو خبرو سترګې ولګېدې، خبرې داسې لیکل شوې وې:

  • د الله تعالی په نوم مې پیل کړه.
  • نا هیلی کیږه مۀ.
  • ستونځې او تکالیف له خیال او ذهنه وباسۀ.
  • د شپې په تورو تیارو پسې د ورځې سپینه رڼا راتلونکې ده.
  • ته د ستر هدف لپاره خلق شوی یې.
  • د خپل خلقت هدف وپیژنه.
  • هدف ته د رسېدو لپاره چې کوم د لارښونې کتاب درته را لیږل شوی، د هغه علم حاصل کړه او اتباع یې وکړه.

مقدمه همدومره وه، له مقدمې وروسته مې لومړی فصل پرانست، د لومړي فصل پر لومړۍ پاڼه د الذاریات سورت ۵۶مه ګڼه ایت لیکل شوي و: (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)

ژباړه: ما پيريان او انسانان له دې پرته چي زماعبادت (بندګي) وکړي د بل څه كار لپاره نه دي پيدا کړي.

ورپسې د سورة الملک ۲مه ګڼه ایت لیکل شوی وو:

(الَّذِى خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيٰوةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ)

ژباړه: هغه ذات چي مرګ او ژوند یې پېدا کړ، تر څو چي تاسي وازمايي، وګوري چي ستاسي څخه كوم يو  ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور هم دى او بښونكى هم.

پورته ایاتونه مې په پوره تدبر او دقت سره بار، بار ولوستل او لاندې درس مې ترې واخیست:

  • د انسانانو د خلقت (پیدایښت) هدف د الله تعالی عبادت دی.
  • الله تعالی ژوند او مرګ د انسانانو د ازمایښت لپاره پیدا کړی دی، چې کوم یو یې نیک اعمال کوي.

په دې خو پوه شوم چې د انساني خلقت هدف د الله تعالی عبادت او د انسانانو ازمویل دي چې کوم یو یې احسن (ښایسته اونیک) عمل کا، مګر دوه پوښتنې راته پیدا شوې یوه د عبادت په اړه، هغه داسې چې د عبادت جامع تعریف به څه وي!؟

ایا یوازې لمونځ،روژې او خیراتونو ته به عبادت وایي!؟

بله هغه یې د (احسن عملا) په اړه د جامع تفسیر په اړه وه، چې احسن عمل به کوم وي!؟

د کتاب دوهم مخ ته مې سر ور ښکاره کړ هلته د عبادت لغوي تعریف داسې شوی وو:

  • عبادت په لغت کې ذلت، تواضع، عاجزي، تابع کیدل، خضوع او تسلیمیدلو ته وایي.

د عبادت د لغوي تعریف پسې یې د هغه اصطلاحي یا شرعي تعریف داسې کړی وو

  • عبادت د هغه فعل نوم دی چې الله تعالی خپل بنده ګان پرې مکلف کړي دي، داسې فعل چې د بنده د طبیعت د میلان خلاف او د بنده د ازمیښت لپاره یې پرې لازم کړی دي، چې دغه عبادت په بشپړ طاعت سره وي او د عبادت معنا همدا ده چې عبادت او بنده ګي له باطني خضوع او ظاهري عاجزي سره وي او په دې ډول عبادت کول یوازې د احد الله تعالی حق دی. (القاموس الفقهي)

ورپسې د عبادت په اړه د شیخ الاسلام امام ابن تیمیه رحمه الله قول لیکل شوی و، هغه داسې چې:

عبادت یو جامع او شامل نوم دی،د ټولو هغه ظاهري او باطني کارونو لپاره خبرو او کارول کیږي چې الله تعالی یې خوښ او غوره ګڼي.(مجموع الفتاوی)

ورپسې یې د عبادت اقسام ذکر کړي وو هغه داسې چې:

۱ـ اعتقادي عبادات: د عبادت لایق یوازې یو الله تعالی دی،شریک نشته،نه په ذات کې نه په صفاتو کې،خالق د ټولو کائناتو دی او حکم به هم یوازې د هغه چلیږي،نفع او ضرر د هغه په قدرت کې دي،عزت او ذلت د هغه په لاس کې ده.

۲ـ قلبي عبادات: لاندې شیانو کې به الله تعالی سره څوک نه شریکوي، خوف(ویره)، رجاء او امید،دعاؤ،استغاثه،توکل،محبت،خضوع او خشوغ

۳- قولي عبادت: تلفظ په کلیمه د توحید،دعاء غوښتل،د الله تعالی ثنا ویل او د قرآن تلاوت کول.

۴ـ بدني عبادات: لمونځ،روژه،حج،ذبحه،تذر….

۵ـ مالي عبادات: زکات،قرباني،صدقات….

د دې ټولو له لوستلو وروسته په دې وپوهېدم چې عبادت یوازې لمونځ، روژې او خیراتونو ته نه وایي، نو د ژوند هدف مې د عبادت په جامع تعریف سره وپیژاندۀ او دا ایډیا(نظر) راسره پیدا شه چې د عبادت د دې ډول جامع تعریف تطبیق هغه مهال کیدای شي چې د الله تعالی پر ځمکه نړیوال اسلامي نظام قایم شي، حتی د یو داسې نظام د قیام لپاره هڅه او مبارزه راته تر ټولو مقدم او محترم عبادت ښکاره شه.

له څو پاڼو لوستلو وروسته بلاخره پر یوه پاڼه د(احسن عملا) تفسیر مې هم تر سترګو شه،په دې اړه یې لیکلي وو چې الله تعالی د سورة الملک په دویمه شمیره ایت کې چې کوم احسن عمل(نیک عمل) ته اشاره کړې ده د هغه په اړه فضیل بن عیاض رحمه الله فرمایي چې: الله تعالی دلته د احسن عملا(ښایسته عمل) ذکر کړی د اکثر عملا( زیات عمل) ذکر یې نه ده کړی، ځکه چې ډیروالی د عمل هدف او مقصود نه ده بلکه ښایست د عمل مطلوب او هدف دی او د عمل د ښایست او قبولیت لپاره دوه شرطونه لازم دي، یو اخلاص او بل موافقت د سنت دی، که په دې دواړو شرطونو کې که یو شرط هم نه وي نو عمل برباد دی اګر که عمل هر څومره زیات وي، یعنې که جلي(ښکاره) شرک یا خفي(پټ) شرک وي یا د عمل د سنت طریقې مخالف وي، بدعات یا رواجونه ورسره ګډ شوي وي نو عمل برباد دی.

د ژوند د کتاب له لوستلو مې خورا خوند واخیست، ژوند مې وپیژنده، د ژوند پر هدف او مقصد وپوهیدم او په دې وپوهیدم چې په ژوند کې باید د څه لپاره مبارزه وکړم او پر کومه لاره او کوم منهج سره ځان هدف ته ورسوم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button