هغه د ملنګۍ جونګړه هم راته د سکروټو تنور شو

ليکوال : امين وردګ

يو مې سپين ږيرى خاوند ٶ ، دوه زامن او يوه لور ؛ خپل کور مو نه ٶ ، د بل چا په داسې جونګړه کې اوسېدلو ؛ چې د کوټو لرګي يې را ناست وو .

يوه زوى مې د کلي رمه _د کال په 160 منه غنمو_ نيولې وه او دغه بل زوى مې د کلي په مدرسه کې ديني سبقونه ويل ، پلار يې هم د همدې کلي د جومات خادم ٶ .

ګذاره مو ښه وه ، يو څاښت شکنه ، بل څاښت مو له چاى سره تېرولو ، خوشاله وو او د الله شکرانې مو ادا کولې .

د ژمې کړنګه څله وه ، شپه هم د جمعې وه ، د کوټې هوا  په دغې شپه ډېره سړه وه ؛ د زامنو پلار سخت ناروغ ٶ ، دواړه زامن مې هم په کوټه کې راسره پراته وو : ځکه چې همدا يوه کوټه مو ګرموله او د بلې وس مو نه لرلو !

ماشومه لور مې _چې د 5 کالونو په عمر کې وه_ په خپل ځاي کې مې راسره پرې ايستله او ويده شوو.

شپه پخه شوه ؛ ناڅاپه مې د بمونو غرزها تر غوږونو راغله ، ماشومې لور مې چيغه کړه “مورجانې ! طيارې راغلې بمونونه اچوي” پلار يې په ځاي کې را کېناست او په سلګيو يې پيل وکړ ، شپونکى زوى او طالب العلم زوى مې هم ترهېدلي را کېناستل .

لږ ساعت مو غوږ نيولى ٶ ؛ ګورو چې يو دم يې راته د انګړ دروازه په سرېښيدونکى (چسپکي) ماين والوزوله ، درۍ دقيقې لا سمې نه وې پوره شوې چې ؛ د کوټې دروازه يې هم په لغته ووهله او را ماته يې کړه ، د دې سره جفت يې زما ((طالب العلم)) زوى راته په مرميو سورى سورى کړ ، لورکۍ مې پوړکېدله خو له ژړا پاتې وه ، ګمان کوم داسې اوښکې يې په سترګو کې نه وې پاتې ؛ چې تويې کړې يې واى ؟.

زما خاوند يې يوه لغته ووهلو او د (پورته شه) ترهېدونکې چيغه يې پرې وکړه ، خو سپين ږيرکى د جيګېدلو نه ٶ .

بله لغته يې کش کړ او له لاسو يې و نيوه دهلېز ته يې ټېله کړ ، بله لغته يې چې وواهه ؛ انګړ ته يې و غورځولو.

موږ ټول يې له (نيمه ګرمې) کوټې نه را و ايستلو او په لوڅو پښو يې په واورو کې و درولو ؛ خو خاوند مې ناست ٶ : ځکه چې د درېدلو شومه يې په رېږدېدلي مريض صورت کې نه وه !.

ما چيغه کړه چې : خدايه کاشکې افغانان راغلي واى نه دا سره کفار ؛ يوه يې رامنډه کړه او په کونداغ يې و وهلم  چې “تاسو ته خو امريکايان څه نه وايي ځکه خو تر مرداريو هم ډېر شوئ ؛ موږ ټول اسپيشل افغان فوځيان يو او وطن به له تاسو کثيفو پاکوو !”

زه حيرانه شوم ؛ ريښتيا هم ټولو يې په پښتو او فارسي باندې خبرې کولې !.

ما زارۍ ورته پيل کړې چې دا خاوند مې مريض دى مري ، دا به ننباسم ؟

بله لغته يې کش کړم او په يخي پړمخې ولوېدم ، تندى مې هم مات شو ؛ فکر مې وکړ چې قيامت وينم ؛ نه هېرېدونکې شپه وه !.

د شپونکي زوى مې يې هم لاسونه راته و تړل او په لغتو لغتو يې د کوره و ايست ؛ لږ شېبه وروسته مې د ډزو غږونه تر غوږ شول ؛ الله خير… ! لکه چې له شپونکي يې هم خلاصه کړم !.

خاوند مې تر لاسونو و نيو او کوټې ته مې د ننه کړ ، کوټه هم څڅېدله ؛ خو په يوه کونج کې مې ده ته ځاى سم کړ ، پدې بل کونج کې راته شهيد زوى پروت دى او کوټه په سرو وينو رنګ ده .

سهار شو ، دېباندې مې منډه کړه ؛ ګورم چې په دروازه کې د کلي خلک راټول دي ، شهيد شپونکى يې په څادر کې را اخيستى او زموږ د جونګړې خواته يې راوړي ، چيغې مې کړې .

شپونکى يې چې کورته راته راوړ ، ما ويل يخ دى کوټې ته يې راوړئ ، چې کوټې ته يې را د ننه کړ او د پلار يې سترګې پرې و لګېدلې نو يوه آه يې وکړه او را پرېوت انالله و انااليه راجعون ټول راکړي (الله) بيرته رانه واخيستل ، اوس په همغه جونګړه کې زه او زما ماشومه لور اوسيږو ، الله دی د کلي خلکو ته اجرونه ورکړي ؛ وخت پروخت موږ دواړو ته د خپلې وسې ډوډۍ را ليږي ، خو الله خبر چې دا حال به څومره دوام وکړي ؟.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button